1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا ولي په جرمني کي د خارجي محصلینو تعداد راکم کړی؟

۱۳۹۹ بهمن ۱۰, جمعه

د هغو خارجي محصلینو تعداد چي په ۲۰۲۰ م کال کي یې په جرمني کي تحصیل پیل کړی دی، نسبت تیر کال ته ۱۰ فیصده راکم سوی دی. دغه کمښت ترهرڅه دمخه د کرونا وبا د خپریدو سره سم مشاهده کیږي.

UKE Universitätsklinikum Hamburg Eppendorf | Pressebild zu Interview Marylyn Addo, Infektiologie
انځور: Axel Kirchhof/UKE Universitätsklinikum Hamburg Eppendorf

د کرونا بحران د اقتصاد پر ودي، عایداتو او کاروبار سربیره په پوهنتونو او نورو عالي مؤسسو کي د محصلینو پر تعداد، خصوصأ خارجي محصلینو پر شمير باندي ډیر منفي تأثیر کړی دی.

په ویسبادن کي د جرمني د احصايې مرکزي ادارې اعلان کړی دی، چي د ۲۰۲۰ م کال په دوهم سمسټر کي د تیر کال همدغه وخت په نسبت د خارجي محصلینو تعداد ۱۰ فیصده راکم سوی او فقط ۷۱۶۰۰ تنو په پوهنتونو او نورو عالي تحصیلي مؤسسو کي خپل نومونه ثبت کړي دي.

انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Nakamura

ویل کیږي، چي د کرونا ویروس د شیوع په دلیل وضع سوي قیودات د هغوی د راتګ مانع ګرځیدلي دي: مثلأ سرحدونه اکثرأ تړل سوي او یا ورڅخه تیریدل محدود سوي، پروازونه راکم سوي او یا هم د جرمني له طرفه اجازه نه ورکول کیږي. په دې دلیل دغه هیواد ته د محصلینو راتګ هم سخت سوی دی.

د ۲۰۲۰ کال په اول سمسټر کي لا په مجموع کي دوه ميلیونه او ۷۲۳ کسانو په عالي تحصیلي مؤسسو کي ځانونه ثبت کړي وه چي دا د تیر ۲۰۱۹ م کال په تناسب ۰،۸ فیصده لوړوالی ښيي او د هغه مطابق یې د خارجي محصلینو تعداد هم لوړ وو. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب