1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: د کرونا پر وخت دي مړي په احترام ښخ سي

۱۳۹۹ آبان ۲۹, پنجشنبه

د کرونا وبا لومړۍ څپې پرمهال د مړو ښخيدل خلګو ته د جنګونو پر وخت هغه عسکر ورپياد کړل چي بې له نوم او نښانه به هرځای ښخېدله. کارپوهان وايي هيڅوک دي د دوستانو بې حضوره نه ښخيږي.

Coronavirus in Italien Särge vor Krematorium von Piacenza
انځور: picture-alliance/dpa/AP/LaPresse/C. Furlan

کارپوهان وايي چي د ښخولو کلتور بل ډول دی او بيرته بايد انسانان په احترام او عزت سره ښخ سي، که هغوی د کرونا د وجهي په روغتونو او يا هم د زړو د پالني په مرکزونو کي مري.

د هغوی په خبره د کرونا پانډمۍ لومړۍ څپې او سختو تدابيرو پرمهال له کرونا څخه ډير مړه سوي کسان په مطلق منزويتوب سره، د دوستانو او قريبانو په نه حضور کي ښخ سول. خو دا کار نه بايد بيا تکرار سي. د مختلفو اديانو کارپوهانو او پروفيسرانو د تيري سې شنبه په ماښام (نومبر ۱۷مه) د يوه ويديو کنفرانس له لاري وغوښتل چي د ښخولو کلتور بايد تر ټولو لوړ ارزښت ولري.

د هايدلبيرګ څخه د سن محقق، اندرياس کروزه وايي چي «مرګ او ژوند سره تړلي او هغه د انسان د ژوند يوه مهمه برخه ده، چي بايد بې ارزښته نه، بلکي  درناوي ورته وسي.» په امادګيو سره د دې دنيا پريښول هغه باارزښته مرحله ده، چي انسان ورسره مخامخ کيږي.

د هغه په خبره، څنګه چي يو انسان په خپل ژوند ډير شيان ليدلي وي، د هغه څخه يې بايد د مرګ پر وخت يادونه وسي او د نورو سره شريک سي. نه داچي په نوم ورکي ډول او بې سرنوشتي سره يو ځای ښخ سي.

د جرمني د اخلاقياتو د شورا دغه غړی همدارنګه وايي: «څوک چي بې له دوستانو او خپلوانو يوازي په نامعلوم ځای کي په نوم ورکي ډول سره ښخيږي، داسي معني لري، لکه هغه چي هيڅ نه وي پيدا سوی او فزيکي او معنوي موجوديت يې نه درلودی.»

د قبرونو د کلتور د موزيم آمر، ډيرک پورشمن بيا زیاتوي چي په نوم ورکي ډول او د دوستانو په نه حضور کي د يوچا ښخول هغه لويه تراژيدي ده چي انسانان د کرونا پاندمۍ پر وخت ورسره مخامخ دي.

تر دې دمخه د جنګونو د وخت د قبرونو د پالني او ساتني المانۍ اتحاديې عمومي سکرټري، دانيلا شيلي دې ته اشاره کړې وه چي د کرونا پر وخت مرګونه تر يوه حده پوري هغه بدبختي راپيادوي چي د دوهم عمومي جنګ پر مهال عسکر په منزوي او نوم ورکي ډول سره ښخيدل.

Ag/ق.ن، ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب