روبرت کوخ انستيتويت د روغتيا د ادارو په حواله نن، چهار شنبه خبر ورکړې دی چې په آلمان کې په يوه ورځ کې ۵۹۰ کسان د کرونا له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر اوسه په يوه ورځ کې د کرونا له وجې د مړو شويو تر ټولو لوړ شمير ۴۸۷ وو چې دا يوه اوونۍ تر مخه ثبت شوی وو.
همدا زار په کرونا د اخته کيدونکو شمير هم د تیرې اوونۍ په پرتله لوړ شوی دی. د روبرت کوخ انستيتويت په حواله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۲۰زره او ۸۱۵ نوې پېښې ثبت شوي دي چې دا د تېرې اوونۍ په پرتله کابو ۳۵۰۰ ډېرې دي.
د محدوديتونو د سختولو غوښتنه
په دې منځ کې په آلمان کې د ټولنیزو محدوديتونو د لا ټينگولو غوښتنې زور اخيستی دی. دا په داسې حال کې ده چې د کرسمس اختر ته هم لږ موده پاتې ده.
د هيواد تر علمي اکاډمۍ ليوپولدينا وروسته اوس ځيني سياستوال هم ورته غوښتنه کوي او غواړي چې د کرسمس په رخصتيو کې هم اړونده اقدامات عملي شي.
د آلمان په بايرن ايالت کې چې د کرونا پېښې پکې ډېري دي، له نننۍ چهار شنبې څخه کلک اقدامات پلي کيږي چې د ښار په مرکز کې پر گرځيدو او پر الکهولو بندیز پکې شامل دي.
په زاکسن کې له راتلونکې اوونۍ څخه يو شمير مغاز تړل کيږيانځور: Sebastian Kahnert/dpa/picture alliance
همدا شان په زاکسن ايالت کې له راتلونکې دوشنبې څخه ښوونځي او وړکتونونه او يو شمير مغازې تړل کيږي. د زاکسن ایالتي لومړي وزير ميشل کريچمر وويل: «موږ بايد دا ایالت آرام کړو.»
په دغه ایالت کې د چيک جمهوريت سره سرحد هم د ترافيک پر مخ تړل کیږي.
په آلمان کې د کرونا وبا له پېل راهيسې تر اوسه يو ميليون ۲۱۸ زره او ۵۲۴ کسان په کرونا اخته شوي او ۱۹ زرو ۹۳۲ تنو يې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی. د روبرت کوخ انستيتويت په حواله ۹۰۲ زره او سل کسان بیرته رغيدلي دي.
ب. ص/ ن. ز (AFP)
زموږ له آرشيف:
هغه کسان چي د کرونا په بحران کي لا شتمن شوي
د کرونا بحران پر مهال په ټولیزه توګه اقتصادي پرمختګ درېدلی، خو ځينو شرکتونو تر پخوا ډيري پيسې گټلي. په دې گلري کي يې تاسو ته در پيژنو.
انځور: Dennis Van TIne/Star Max//AP Images/picture alliance
جف بزوس
د آمازون شرکت خاوند جف بزوس شتمني ورځ په ورځ زياتيږې. هغه د کرونا وبا تر خپريدو مخکې د نړۍ تر ټولو شتمن سړی وو. خو د کرونا له خپريدلو راهیسې يې شتمنې نوره هم زياته شوې. د فوریس خپرونې د وروستې رپوټ له مخې د هغه شتمني اوس تر۱۶۰ ميليارده ډالرو زياته ده.