1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا ويروس نوې بڼه د وارخطايي خبره ده؟

۱۳۹۹ دی ۲, سه‌شنبه

په بريتانيا کي د کرونا ويروس نوې بڼه په چټکۍ سره مخ پر خپريدو ده، خو دا تر پخوا خطرناک نه دی. د کرونا واکسين خپل اغيز ښيي او ويروس خپل ډير کمزوري ډولونه په عادي ذوکام اړوي.

Coronavirus- COVID-19 - Mikrografie
انځور: picture-alliance/Niaid

د بريتانيا د عامي روغتيا وزير مت هانکاک په حواله، ددغه هيواد په جنوب کي د کرونا ويروس نوې بڼه، د موجوده ويروس په پرتله ژر د پراخيدو په حال کي ده. تر اوسه پوري په دغه ويروس د اخته کيدو څه د پاسه ۱۰۰۰ پيښې ثبت سوي دي.

د هانکاک په خبره بيا هم دا په دې معني نه ده چي دغه ويروس دي واقعاً تر مخکنۍ بڼي خطرناکه وي. يوازي ګومان کيږي چي د نوو پيښو د زياتيدو علت د کرونا ويروس نوی ډول دی.

دا چي د ويروس نوې بڼه کشفيږي، کومه غير عادي خبره نه ده. په چين کي چي د کرونا پانديمۍ د خپريدو لومړی هيواد دی، شپږ مياشتي مخکي هم د هغه يو نوی ډول کشف سو.

د روان کال په دوبي کي هم له هسپانيا څخه د کرونا يو نوی ډول ډير ژر په نيمه اروپا کي خپور سو. دا ځکه چي ويروسونه خپل شکل ډير ژر اړوي او ډېر يې هيڅ او يا هم ډيري کمي اغيزي لري.

بدن د نوي بڼي پر وړاندي څه ډول غبرګون ښيي؟

په عادي حالت کي په خپله د انسان بدن کولای سي د ويروسونو پر وړاندي مقاومت وښيي. په هغه کي داسي انتي باډي توليديږي چي د ويروس په مقابل کي له ځانه دفاع کوي.

که ويروس خپله بڼه واړوي او د انسان د بدن انتي باډي د هغه د پخوانۍ بڼي په مقابل کي عياره سوې وي، بيا نو ښايي دغه انتي باډي د نوي شکل پر وړاندي په ښکاره ډول ډيره اغيزمنه نه وي.

نوې بڼه څرنګه رامنځته کيږي؟

کله چي د انسان د بدن انتي باډي د يوه ويروس پر وړاندي وده وکړي او په دې ډول د يوې ناروغۍ د پراخيدو مخه ونيسي، بيا نو دغه ويروس خپل پوښ اړوي ترڅو د انتي باډي او د بدن دفاعي حجرې يې و نه پيژني. ددې له پاره چي هغه ژوندی پاته سي بايد خپل د پروتين بهرنۍ بڼه واړوي او نوې بڼه يې رامنځته کيږي.

آيا نوي واکسينونه به اوس اغيزناک نه وي؟

بريتانيا د لومړي اروپايي هيواد په توګه اوس د واکسيناسيون پراخ کمپاين پيل کړی دی. د کرونا ويروس نوی شکل د واکسين اغېز نه کموي.

دغه واکسينونه داسي جوړ سوي دي چي د ويروس شکل په اړولو سره هم بدن د هغه پر وړاندي مقاومت ښيي. دا بېلګه موږ د ګريپي په واکسين کي هم ليدلای سو چي د هغه له هر ډول سره عياريدای سي تر څو اغيزناک پاته سي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب