1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا د کرونا واکسین د مرګ لامل کیږي؟

۱۳۹۹ بهمن ۶, دوشنبه

تر اوسه څو کسان د کرونا واکسین د ترلاسه کولو وروسته مړه شوي دي خو پوښتنه دا ده چې آیا د دوی مرګ د واکسین له وجې وو؟ د دې برخې يو متخصص ډاکتر وايي چې د کرونا د واکسين گټې د هغه تر جانبي عوارضو ډېرې دي.

Deutschland Impfbeginn in Köln
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopres/picture alliance

د ډیرو نورو هیوادونو تر څنګ په آلمان کې هم د کرونا واکسین تطبيق پیل شوی دی. په لومړي سر کې هغه کسان واکسین کیږي چې عمرونه یې له ۸۰ کلونو پورته وي او یا هم هغه کسان چې له ګواښ سره مخ وي یعنې يوه ناروغي ولري.

د واکسین په پیلیدو دا تمې ډیرې شوي چې د کرونا وبا پای ته ورسیږي، خو د دغه واکسین د زیانونو په اړه هم پوښتنې ډیرې دي. د ګرمسیرو سيمو د ناروغیو متخصص ډاکټر کریستوف اشپشت »ان ټي وي« شبکې سره په مرکه کې د کرونا واکسین د واقیعتونو او افسانو په اړه خبرې کړي.

د دسمبر له ۲۶ مې راهيسې چې يو ۱۰۱ کلن آلمانی واکسین شو، تر تیرې شنبې يعنې د جنورۍ تر ۲۳ مې نيټې پورې نور ۲۱ کسان چې واکسین شوي وو، مړه شوي دي.

په آلمان کې د پاول ایرلیش موسسې د رپوټ پر بنسټ چې د کرونا واکسین د ارزونې په برخه کې کار کوي، دغه کسان تر واکسين کيدو یو ساعت یا هم  ۱۴ ورځې وروسته مړه شوي دي.

  په ورته وخت کې د ناروې روغتیایي چارواکي هم وایي چې د کرونا واکسين تر اخيستلو وروسته د دغه هیواد ۲۳ وګړي مړه شوي دي .

آیا د کرونا واکسين په دې مرګونو کې رول درلود؟

ډاکټر اشپشت وایي واکسینونه د ډیرو نورو روغتیایي تدابیرو په څیر زیانونه درلودی شي نو له همدې امله د هرې روغتیایي کړنې زیانونه او ګټې باید و ارزول شي. نوموړی ټینګار کوي چې په اکثرو مواردو کې په ځانګړي ډول د واکسین گټې تر زيانونو ډېرې دي.

دغه متخصص ډاکټر وایي په دې اړه د ترسره شويو څيړنو پایلې ښیې چې په آلمان کې د کرونا د فایزر- بیون‌تک او موډرنا د شرکتونو د واکسين ګټې او مثبتې اغیزې ډیرې دي.

د ټولو واکسینونو په څیر جانبي عوارض

په ورته وخت کې د دغه واکسین اخیستونکي وایي چې دا هم د نورو واکسینونو په څیر علایم لري لکه د واکسین په ځای کې درد، تبه، څه نا څه سر دردي، د ستړیا احساس او یا هم د بدن په ځینو برخو کې دردونه.

د دغو نښو نښانو څرګندیدل تر ډیره دا ښیې چې د بدن دفاعي سیسټم فعال شوی او واکسین خپل اغیز ښوولی دی. د فایزر بیون تک واکسین په ۴۴ زره کسانو کې د حساسیت ډېر کمروزي علايم پارولي ول چې هغه هم په لنډه موده کې له منځه تللي.

د آزميښت پر وخت د دغه واکسين د دویم دوز د ترلاسه کولو وروسته بیا يو څه ډېر جانبي عوارض ليدل شوي ول. له څلور سلنه کمو واکسین اخیستونکو د ستړیا احساس کړی او دوه سلنه له سر درد سره مخ شوي دي.

د ډاکټر اشپشټ په وینا همدغه کمزوري علایم هم په عمر پخو، یا د هغو کسانو چې د بدن دفاعي سیسټم یې  کمزوری وي، ښايي په نورو ناروغيو د اخته کيدو امکانات ډیر کړي او يا یې علايم شديد کړي چې همدا بيا په استثنايي حالتونو کې د مرگ لامل کيدلی شي.

له مړو شويو کسانو یې ښایي ځینو سخته ناروغي درلوده

آلمان کې د پاول ایرلیش موسسه ټینګار کوي چې دغه ۲۱ کسان چې وروسته له واکسینه مړه شوي په شدیدو ناروغیو اخته ول او د مرګ اصلي لامل یې همدا ناورغۍ وې. د دغې موسسې د ارزونې له مخې پرته له نهو قضیو چې د مرګ لاملونه یې نه دي معلوم نور ټول کسان چې مړه شوي، د مړينې علت یې د کرونا واکسين نه وو.

د ناروې روغتیایي چارواکو بيا د ۲۳ کسانو تر مرګ وروسته د واکسین تګلاره یو څه بدله کړې. دوی د هغو کسانو په اړه د واکسین پر وخت ډیره ارزونه کوي چې له جسمي پلوه کمزوري وي او هم په لاعلاجه ناورغۍ اخته وي.

ډاکټر کریسټوف اشپشټ ټینګار کوي چې د شمیرو له مخې د مړينې کچه په عمر پخو کسانو کې لوړه ده.

تر واکسین وروسته د ناڅاپي مرګ احتمال

نوموړی وایي د بیلګې په ډول ناروې کې  هره اونۍ۴۰۰ کسان د زړو خلکو په کورونو کې پرته له دې چې کرونا سره تړاو ولري مړه کیږي. نو له همدې امله دا امکان لري چې یو شمیر دغه واکسین شوي کسان وروسته له واکسینه څو ورځو، یا هفتو کې په خپل مرگ مړه شي.

د پاول ایرلیش موسسې رپوټ ښیي کوم کسان چې وروسته له واکسینه په آلمان کې مړه شوي عمرونه یې له ۸۳ پورته و او تر ټولو ځوان یې ۵۶ کلن وو.

په یوه بل حالت کې هم کیدای شي د کرونا واکسین د مرګ لامل شي هغه دا چې که یو څوک شدید حساسیت یا الرژي ولري چې دی ته »آنافیلاکتیک شوک«هم وایي.   

د دغه شدید حساسیت نښې په امریکا، بریتانیا او آلمان کې لیدل شوي دي له همدې امله وروسته له واکسینه، واکسین شوی کس له ۱۵ دقیقو تر نیم ساعته د ډاکټرانو تر نظر لاندې وي او که دغه ډول حساست وښیي نو درمل یې شته او ناروغ ته ورکول کيږي.

ز. ن / ب. ص (دويچه ويله فارسي)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب