د آلمانۍ ورځپاڼې «ويلت ام زونتاگ» د يکشنبې ورځې د يوه رپوټ په حواله د آلمان بېلا بېل ايالتونه په پام کې لري چې سر له دسمبر مياشتې په ټول آلمان کې د واکسيناسيون په سونو مرکزونه جوړ کړي.
د ورځپاڼې په حواله د شپاړسو ایالتونو د روغتيا وزيران په هره اداري ساحه کې له يو تر دوو پورې مرکزونو د جوړولو پلان لري چې ټول شمير به یې په سونو مرکزونه ته ورسيږي او همدا راز به د واکسيناتورانو گرځنده ډلې هم رامنځته شي.
د «ويلت ام زونتاگ» ورځپاڼې په حواله پلازمينه برلين يوازې احتمالاً د دغه ډول شپږو مرکزونو د رامنځته کولو پلان لري.
د نندارتونونو ستر تالارونه چې د وبا له پېل راهيسې نه دي کارول شوي، اوس يې په دغه ډول مرکزونو د بدليدو په اړه بحث کيږي.
د آلمان روغتيايي چارواکي په دې وروستيو ورځو کې د «بيو ان ټیک» شرکت د کرونا واکسین مثبتو نتایجو ته په کتو سره په پراخه کچه د واکسين پروگرام د ژر پيليدو په تمه دي. ويل شوي دي چې دغه واکسين د کرونا په مخنيوي کې ۹۰ سلنه موثريت لري.
د واکسين توزيع يوه ستره ننگونه
اروپايي ټولنې د «بيو ان ټیک» او فايزر شرکتونو سره د ۳۰۰ ميليونو دزونو يو تړون لا دمخه لاسليک کړی دی او د آلمان چارواکي پلان لري چې د ۲۰۲۱م کال په لومړيو دريو میاشتو کې د دغه واکسين توزيع پيل کړي.
خو د آلمان حکومت د واکسین د انتقال او توزيع د لانجمن کار له پاره د يوې طرحې د نه درلودو له کبله تر سختو نيوکو لاندې دی.
اړونده موضوع:دوو شرکتونو د کرونا ضد واکسین په جوړولو کې د بې ساري پرمختګ ادعا کړې
د «ترانس – او- فلیکس» په نوم د درملو د لوجيستک متخصص شرکت مشر وولفگنگ البيک د «ويلت ام زونتاگ» ورځپاڼې ته وويل: «د لوجيستکي برخې کارپوهانو غوښتني په بشپړه توگه له پامه غورځول شوي.»
البيک د آلمان د روغتيا پر وزير ينس شپان تور ولگاوه چې له دې موضوع يو ډول ځان تيروي. هغه زياته کړه: «زما په نظر ښاغلی وزير غواړي چې د واکسینونو د لوجيستک د مهمې موضوع سره سر او کار ونه لري.»
د آلماني شرکت «بيو ان ټيک» او د امريکايي شرکت فايزر له خوا په گډه توليد شوی دا واکسين د لوجيستکي زنځيرونو په برخه کې يو ستره ننگونه را برسیره کوي، ځکه دا واکسين بايد په منفي ۷۰ درجو کې وساتل او انتقال شي.
ټولې نړۍ ته د واکسين رسول، يوه بې ساري ستره دنده
د «پاول ايرلش انیستيتوت» چې په آلمان کې د و اکسينونو د توزيع کولو مسئوليت لري، ځان دې دندې ته په بشپړه توگه چمتو بولي.
دا انستيتويت د واکسين د يو شمير توليدونکي سره په تماس کې دی او نور کارکوونکي کې یې هم استخدام کړي دي.
خو مخکښو ويروس پيژندونکو د واکسين د پروگرام د ښې طراحۍ د اهميت په اړه خبرداری ورکړی او ويلي یې دي چې دا به ښايي تر ۲۰۲۲م کاله پورې وخت ونيسي څو د آلمان ټول نفوس واکسين شي.
د «کيوهنه او ناگل» په نوم تدارکاتي شرکت د ايکسينچر په نوم مشورتي شرکت سره په گډه محاسبه کړې چې ټولې نړۍ ته به د واکسين رسولو دنده ډېره ستره وي او څو د نړۍ ۷۵ سلنه نفوس واکسین شي، ۱۵ ميليارده دوزه ته به اړتيا وي څو يو کس د لومړي دوز تر ترلاسه کولو يو څو اوونۍ وروسته دويم دوز هم ترلاسه کړي.
د دې شرکتونو د ارزونو پر اساس ۵۲ سلنه واکسينونه به د هوا له لارې او پاتې نور به یې د ځمکنيو لارو تقسيم شي.
ب. ص/ ن.ز (Alex Berry، EPD )
زموږ له آرشيف څخه:
د نړۍ په بيلو هيوادونو کي د کويد ۱۹ ضد واکسين جوړولو هلي ځلي ادامه لري. که څه چي بعضي برياوي ادعا سوي دي، خو د دغو واکسينو د جانبي عوارضو راپورونه هم ورکول کيږي. نور جزئيات په دغه راپور کي لوستلای سئ:
انځور: Allan Carvalho/NurPhoto/picture-allianceله کرونا بحران څخه د راوتلو په ترڅ کي تر ټولو زياتي هيلي د کويد ۱۹ ضد واکسين سره تړلي دي. خو دغه واکسين به کوم جادويي شکل ونه لري، بلکه ښايي د نورو ټولو درملو په شان بعضي جانبي عوارض هم ورسره مل وي. ښايي دا جانبي عوارض د هر کس له پاره ګواښونکي نه وي، خو د يو شمير الرجي يا حساسيت لرونکو له پاره دغه واکسين خطرناکه هم ثابتېدلای سي.
انځور: Karl-Josef Hildenbrand/dpa/picture-allianceد چيني درمل جوړونکي «سينوواک» شرکت له خوا د کوويد ۱۹ ضد د واکسين کارول په برازيل کي په تجربوي توګه پېل سوي دي. خو د نومبر په ۹مه دغه ازموينه ودرول سوه. د برازيل حکومت د دغه واکسين د ازمويښتي استعمال د درولو په استدلال کي وويل چي «د يوې جدي پيښي» د رامنځ ته کېدو له کبله يې دغه کار وکړ، خو نور جزئيات يې ورنه کړل. لانجه د يو کس د مړيني وروسته رامنځ ته سوه.
انځور: Wang Zhao/AFP/Getty Imagesد جونسون اېنډ جونسون شرکت هم مجبور سو چي د اکتوبر په ۱۱مه نېټه خپلې ازموينې ودروي. دغه پرېکړه د هغه وروسته وسوه کله چي د واکسين ازمويلو له پاره ۶۰ زرو رضاکارانو ځانونه چمتو ښودلي ول، خو د بعضو وضعيت پکښي خراب سو. خو جونسون اېنډ جونسون ويلي چي د ازموينې درول يې هم د پلان او تحقيق برخه ده.
انځور: Cheryl Gerber/Johnson & Johnson/AP/picture-allianceدا هغه شرکت دی چي د ولسمشر دونلد ترمپ د ناروغۍ پر وخت يې ورته درمل ورکول سول. ترمپ هم د دغه درملو ډېره ستاينه کړې وه خو د ازموينو په دويم پړاو کي د دغه درمل جوړولو کارونه ودرول سول. اړونده امريکايي شرکت د پروسې د درولو په استدلال کي «د خونديتوب لاملونه» ياد کړل.
انځور: BioNTech SE 2020, all rights reservedد دغه واکسين سره زياتي هيلي تړلي وې. په هند کي هم پر دغه واکسين څېړني وسوې. د ازمويني پر وخت يو رضاکار د بعضو تقريبي عوارضو څخه شکايت وکړ او له دې کبله دغه پروسه ودرول سوه.
انځور: picture-alliance/Flashpicآلمانی شرکت بيونېک او د هغه امریکايي شريک شرکت فيزر وايي چي د کوويد ۱۹ ضد واکسينو د ازمويلو دريم پړاو يې په بريا پای ته رسولی دی او دا چي دغه واکسين ۹۰ فيصده مؤثره دی. په ټوليزه توګه ۴۳ زره رضاکارانو په دغه ازموينه کي برخه اخيستې وه. له ۲۸ ورځو وروسته د دغه واکسين لګوونکو کسانو څخه ۹۳ فيصده يې له کوويد ۱۹ څخه خوندي وپېژندل سول.
انځور: Jens Krick/Flashpic/picture allianceد روسيې واکسين سپوتنيک له اوله سره شخړيز وو خو کله چي د فيزر شرکت له خوا د بريا خبر ورکول سو، نو ولسمشر ولاديمير پوتين هم وويل چي سپوتنيک ۹۰ فيصده مؤثره دی. هغه وويل چي په روسيه کي جوړ کړل سوی واکسين د اعتبار وړ دی. ياد روسی واکسين په هند کي هم تر ازموينې لاندي دی.
انځور: Rospotrebnadzor /Tass/dpa/picture allianceد کرونا ضد واکسين جوړولو په سيالي کي د نړۍ زيات شمير درمل جوړونکي شرکتونه بوخت دي. په دې ترڅ کي ټول ښکيل شرکتونه غواړي چي برياليتوب په لومړي ځل د دوی په برخه سي. خو د واکسين د مؤثريت او ټولو اړخونو په هکله د پوهېدلو له پاره څو کالونو وخت ته اړتيا وي. د بیونټېک او فيزر له خوا جوړ سوي واکسين په هکله لا هم تر اوسه ټول معلومات نه سته چي کوم جانبي عوارض لرلای سي.
انځور: Zeljko Lukunic/PIXSELL/picture allianceپه اروپايي اتحاديه کي ويل کيږي چي ښايي د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ مياشتي څخه د انسانانو واکسين کول پېل سي. خو دا چي لومړی به دغه واکسين کومو کسانو ته ورکول کيږي په هکله يې د آلمان «اخلاقي کميسون» غونډي لرلې او خپل وړانديزونه يې وړاندي کړل. نور هيوادونه هم د دغې پوښتني له پاره په جواب موندلو بوخت دي.
انځور: Schott