1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کرونا په بحران کي طبي اکسېجن مخ پر کمیدو دی»

۱۳۹۹ اسفند ۸, جمعه

د ملګرو ملتونو په حواله کرونا پاندیمي په نړۍ کي د طبي اکسیجن د کمښت سبب سوې ده. د روغتیا نړیوال سازمان په دې برخه کي د افغانستان په گډون له ځینو سختو اغیزمن سوو هیوادونو سره، د  میلیونو ډالرو مرستو غوښتنه کړې ده.

Peru | Coronavirus
Peru | Behandlung von Covid-19 Patienten
انځور: Oscar Rosario/AFP

د روغتیا نړیوال سازمان په رهبرۍ یوې نړیوالي ډلي چي د کرونا بحران له پاره طبي تجهیزات او زیربنا برابروي، د پنجشنبې په ورځ وویل: »دا خبره په ځینو هغو شتمنو او بې وزلو هیوادونو کي صدق کوي چي د اټکلونو له مخي پکښي شاوخوا د کرونا ۵۰۰ زره ناروغان د مصنوعي تنفس له پاره، هره ورځ د اکسیجن څه ناڅه ۱،۱ ميلیونو سلنډرونو ته اړتیا لري.

د کوچنيانو د ملاتړ ادارې (يونسف) څخه، هینرییته فورې څرګنده کړې چي د کرونا پاندیمي، هغه طبي اکسیجن له بشپړ اضطراري حالت سره مخامخ کړ چي پخوا لا نیمګړتیا پکښي موجوده وه.

د هغې په خبره، ددې له پاره چي دغه نیمګړتیا په دوامداره توګه له منځه یووړل سي باید په اغیزمنو سوو هیوادونو کي روغتیايي سیستم بهتره سي. په دې ډول به د هغو کوچنیانو او نوو زیږیدلو ماشومانو ژوند وژغورل سي چی باید مصنوعي تنفس ورکړل سي.

د روغتیا نړیوال سازمان په رهبرۍ دغي ډلي څرګنده کړې ده چي د دې له پاره چي په ۲۰ سختو اغیزمن سوو هیوادونو کي دغه نیمګړتیا له منځه ولاړه سي، نو ۹۰ میلیونو ډالرو عاجلو مرستو ته اړتیا سته.

دغه پیسې به د مثال په ډول، مالاوي، نایجیریا او افغانستان ته ورکړل سي. ټول کال او په نړیواله سطحه د طبي اکسیجن کمبود ته په کتوسره حتی ۱،۶ میلیارډو یورو ته اړتیا لیدله کیږي. سربیره پردې د طبي اکسیجن له کمښت سره د مقابلې له پاره یو ځانګړی کاري ټیم هم جوړ سوی دی.

گ.پ/ن.ز (AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب