د جون تر پایه ۳۳۷ میلیونه دوزه د کرونا واکسین ویشل کیږي
۱۳۹۹ بهمن ۱۶, پنجشنبهد «Gavi» په نوم د واکسین نړیوال ائتلاف د چهارشنبې په ورځ په ژنیف کې وویل چې ټاکل شوې ده د نړۍ د ډیر شمیر هیوادونو له پاره ۳۳۷ میلیونه دوزه د استرا زینیکا او ۱،۲ میلیونه د بیونتیک/فایزر واکسینونه وویشل شي.
د Gavi رپوټ پر بنسټ په پام کې ده چې دا واکسینونه د نړۍ په ۱۴۵هیوادونو کې او په مجموع کې په هغو هیوادونو کې چې د مرستې غوښتنه یې کړې ده وویشل شي. په دغه ډله کې له افغانستان څخه نیولی تر زمبابوې پورې هیوادونه شامل دی.
په پام کې ده چې د دغو واکسینونو استول د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې پیل شي او په راتلونکو میاشتو کې په اوسط ډول د دغو هیوادونو د نفوس ۳،۳ سلنه برخه واکسین شي.
بیونتک/فایزر یوازنی واکسین دی چې د روغتیا نړیوال سازمان څخه یې بیړنی جواز ترلاسه کړی دی. خو ټاکل شوې ده چې د استرا زینکا واکسین جواز چې د استول کیدو او تسلیمیدو له پاره یو شرط ګڼل کیږي، په راتلونکو اونیو کې ښایي صادر شي.
د Gavi اتحادیې په فهرست کې همدارنګه د کاناډا، سعودي عربستان او سینګاپور هیوادونه هم شامل دي. خو آلمان په دې نوملړ کې نه دی شامل، په داسې حال کې چې دغه هیواد هم د نوموړي ائتلاف په ۱۹۲ غړو هیوادونو کې شامل دی.
هغه هیوادونه چې پخپله یې د خپلې اړتیا وړ واکسینونه تیار کړي دي دغې اتحادیې ته یې غوښتنلیک نه دی وړاندې کړی.
د کووید-۱۹، پر وړاندې د واکسین نړیوال پروګرام کوواکس، له دا ډول پروګرامونو سره په پام کې لري چې د امکان تر حده د هغو هیوادونو ملاتړ وشي چې واکسین ته اړتیا لري.