1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا واکسين په اړه هغه حقايق چي په خبر نه واست

۱۳۹۹ دی ۴, پنجشنبه

تاسو به په قوي احتمال سره په ټولنيزو رسنيو يا نورو کسانو څخه د واکسين د اغېزو او نورو خطرونو په اړه ادعاوي اورېدلي وي. دغه راز د واکسين چټک توليد او تائيد کيدای شي تاسي د هغه د ايمني کيدلو په اړه شکمن کړي.

Symbolbild Corona-Impfstoff
انځور: picture-alliance/Sven Simon

د امريکا متحده ايالتونو د ناروغيو د کنترول او مخنيوي مرکز(سي دي سي) د رپوټ په حواله د کرونا واکسين به تر ډير وخت پورې له ناسمو انګيرنو څخه ليري پاتې نه شي او اړينه ده چې سر له اوسه د هغې په اړه واقعيتونه خپاره کړو.

کرونا واکسين تاسي نه ناروغه کوي

د کرونا هر واکسين چې تر اوسه پورې توليد شوی او يا ترينه ګټه اخيستل کيږې، کوم ژوندی ويروس پکښې نشته چې د کوويد ۱۹ ناروغۍ سبب شي. د دغه هر واکسين هدف زموږ د بدن د دفاعي سيستم روزنه ده چې څرنګه کرونا ويروس وپيژني او ورسره مبارزه وکړي. کله کیدای شي په دغه بهير کې د يوه کس تبه شي. دا يو طبيعي حالت چې د انسان د بدن دفاعي سيستم د واکسين پر وړاندي غبرګون ښيي.

هغه کسان چې په کرونا اخته شوي هم واکسيناسيون ته اړتيا لري

سپارښتنه کيږي چي حتی هغه کسان بايد هم واکسين شي چي د کرونا ناروغي يې تيره کړې وي. ځکه تر اوسه پوري کارپوهان نه پوهيږي چي هغه کس چي په کرونا اخته شوی او بيرته ترې رغېدلی وي، څه وخت له دغي ناروغۍ خوندي وي. دغه وخت له يو تر بل انسانه پوري توپير لري. ځينې لومړني شواهد دا ښيې چې دغه ډول طبيعي خونديتوب ښاي ډيره موده پاتې نشي.

واکسين ستاسې (دي ان آې) نه بدلوي

د (سي دي سي) د اعلان له مخې، ام آر ان آې واکسينونه د بدن حجرې داسي روزي چې څرنگه پروتين جوړ کړي څو دغه بيا د دفاعي سيستم سبب شي. ام آر ان آې واکسين په ژنتيک کې د بدلون توان نه لري او هيڅکله د حجرې هستې يعنی هغه ځای ته چي زموږ DNA پکښې ده، نه ننوځي او له هغه سره اړيکي نه نيسي.

کرونا واکسين پر چټکو ازموينو او توليد سربيره بې خطره دی

د درمل جوړولو ډېرو شرکتونو د دغه ويروس د نړيوال کيدو په دليل د واکسين جوړولو په برخه کي په بېړي سره پانگونه وکړه. خو دا په دې معنی نه ده چې دغه شرکتونه دې ايمني قراردادونه له پامه غورځوي او ډيري ازمويني نه کوي.

تر واکسيناسيون وروسته هم بايد ماسک وي

که څه هم دا امکان لري چې واکسين ستاسي د ناروغه کيدلو مخه ونيسې، خو دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چې آيا تر واکسينيدو وروسته هم ويروس انتقاليدای شي که نه. تر هغه چې د واکسين اغيز ډير روښانه نه شي احتياطي اقدامات لکه د ماسک تړل، فزيکي واټن او په پرله پسې ډول دلاسو پريمنيځل به اړين وي. په ډېر ښه حالت کې به لا نږدې تر يوه کاله پورې د ماسک اغوستل او ټولنيز واټن ضروري وي.

د ويروس د بڼې بدلون، واکسين نه بې اغيزې کوي

کرونا هم لکه د نورو ويروسونو په شان بڼه بدلوي او که بياهم په راتلونکې کې بڼه بدله کړې، واکسين بيا هم ګټور دی. ځکه د ناروغۍ نخښې کمزوري کوي او په روغتون کي د خاصې پالنې، د بستري کيدلو اړتيا او د مرګ ګواښ کموي.

د کرونا نوي بڼه خاصې نخښې نه لري

ويروسونه مدام بڼه بدلوي، نو ځکه روغتيايي کارپوهان د دغه نوي بڼې له پيژندلو څخه تعجب نه کوي.

د بريتانيا د اکسپرس د رپوټ په حواله، د کرونا نوي بڼه چې (وي يو آې) بلل شوې ده، د ۲۰۲۰م کال د دسمبر پر لومړۍ نيټه وپېژندل شوه چې ۷۰ سلنه تر نورو چټکه ده. خو څرنګه کولی شئ چې پوه شئ چې د کرونا په نوې او که په زړه بڼه اخته شوي ياست؟

د نوي بڼې نخښې هماغه پخوانۍ دي، تبه، ستړيا، د بدن درد، لړزه، د مرۍ يا ستونې درد،ټوخی او په سينه کي درد دی. ځکه نو ډيره ستونزمنه ده چې پوه شئ چې د ويروس په نوې او که پخوانۍ بڼه اخته شوي ياست.

د کارپوهانو په خبره که څه هم د ويروس د نوې بڼې د خپريدلو چټکتيا ډيره ده، خو هيڅ داسې شواهد نه شته چې وښيي چي دغه بڼه دي تر هغي بلي وژونکې وي يا تر هغې بلي د سختي ناروغۍ سبب کيږي. سره له دې مهمه ده چې لا هم ټولنيز واټن وساتل شي او د ماسک اغوستلو ترڅنگ په کورنو کي له راټوليدو څخه ډډه وشي.

ويروسونه په طبيعي ډول د پراخيدلو پر مهال بدلون مومي، ځينې يې زيات او ځينې يې کم. ډير کله دغه بدلونونه د ويروس په ضرر تماميږې او حتی هغه له منځه وړې. په ۲۰۱۹م کال کې د کرونا ويروس له پيدا کيدلو راهيسې يې بڼي بدلي شوي دي. سارس کوو۲ يو RNA ويروس دی، چې په پرله پسې ډول يې بڼه بدله کړې او بدلون پکي راځې.

DW ف.س/ح

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب