1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د کرونا د مړو شمیر له يو ميلیون واوښت

۱۳۹۹ مهر ۸, سه‌شنبه

جانز هاپکينز پوهنتون رسما اعلان کړی چې د کرونا ناروغۍ له امله د مړو شوو کسانو شمیر له يو ميلیون څخه اوښتی دی. د روغتيا نړيوال سازمان په محتاط ډول وايي د دې احتمال شته د قربانيانو شمیر له دوو ميلیونو څخه هم واوړي.

Indien Coronavirus Delhi | Friedhof
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/SOPA Images/A. K. Sing

روغتيايي کارپوهانو وړاندوينه کړې وه چې د کرونا ناروغۍ له امله د مړو شوو کسانو شمیر به د روانې اوونۍ په جريان کې له يو ميلیون څخه واوړي. دغې وړاندوينې د روانې اوونۍ په لومړۍ ورځ (دوشنبه د سپتمبر ۲۹مه) تحقق پيدا کړ.

د جانز هاپکينز پوهنتون له خوا د خپرو شوو ارقامو له مخې، په نړۍ کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړو شوو کسانو شمیر يو ميلیون او ۸۶۷ تنو ته رسیدلی دی.

لومړي اغيزمن هيوادونه

امريکا متحده ايالات د مړينې د څه باندې ۲۰۵ زره پيښو په درلودلو، په لومړي ځای کې قرار لري. تر امريکا وروسته برازيل د ۱۴۲ زره او هند د څه باندې ۹۵ زره مړو په درلودلو، په دوهم او دریمو ځایونو کې دي.

په کرونا ويروس د اخته شوو کسانو شمير هم اوس مهال له ۳۳ ميليون څخه اوښتی دی. امریکا متحده ايالات، برازيل او هندوستان د نړۍ په سطحه تر ټولې ډيرې مثبتې پيښې لري. امريکا د کرونا ناروغۍ څه باندې ۷ ميلیونه، هندوستان نژدې ۶ ميلیونه او برازيل څه باندې ۴ میلیون او ۷۰۰ زره مثبتې پيښې لري.

د روغتیا نړيوال سازمان انديښنې

روغتيايي کارپوهان په دې خبره ګډ نظر لري چې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو اصلي شمیر، د خپريدونکو رسمي آمارو په پرتله، لوړ دی. د دغه کار علت د کرونا ناروغۍ د تستونو لږ امکانات ښودل کیږي چې دا په بې وزلو هيوادونو کې په بشپړه توګه صدق کوي.

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي که چيرته نړۍ د کرونا وبا پر وړاندې د یو نړيوال تعامل له مخې په ګډه مبارزه ونه کړي، د دې احتمال شته چې د دغې ناروغۍ د قربانيانو شمیر دوه برابره شي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي د دې احتمال شته چې د کرونا د قربانيانو شمیر دوه برابره شيانځور: Robert Michael/dpa-Zentralbild/dpa/picture-alliance

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ په امريکا کې د ۱۵۰ ميلیونو تيستونو د ویش خبره کړي خو د نړۍ اکثره هيوادونو دغو تیستونو ته په کافي اندازه لاسرسی نه لري. دغه کار د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه هم سخته کړې ده.

د تیستونو د کمښت ستونزه

د روغتیا نړيوال سازمان په يوې اعلاميه کې ويلي دي چې په نژدې راتلونکې کې به پر بې وزلو هيوادونو د کرونا ناروغۍ ۱۲۰ ميلیونه ارزان بیه تيستونه وويشل شي.

د کرونا تيست بیه ۵ ډالره اعلان شوې ده. د تيست ښه والی د نتيجې له ژر ښودلو سره تړاو لري. د روغتیا نړیوال سازمان په خپل  رپوټ کې ويلي دي چې د دغو تیستونو نتیجه د ۱۵ او ۳۰ دقیقو په منځ کې معلوميږي. په نړۍ کې د ارزانه تيستونو ويش به وشي کړای د کرونا ناروغۍ په تشخيص او د دغې وبا پر وړاندې مبارزه کې موثره واقع شي. د روغتیا نړيوال سازمان وايي چې ۱۲۰ ميلیونه تيستونه به د ۶ مياشتو په دننه کې پر ۱۳۳ هيوادونو وويشل شي.

د روغتيا نړيوال سازمان مشر، تدروس آدهانوم ويلي دي کومې پيسې چې دغه سازمان د کرونا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې له پاره له هيوادونو راټولې کړي له هغو څخه به د تیستونو په اخیستلو او ويشلو کې کار واخلي.

دويچه وله ف/م.ک.ص./ب.ص.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب