1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له کرونا روغ شوي کسان يوازي څو میاشتي خوندیتوب لري

۱۳۹۹ دی ۲۶, جمعه

په بریتانیا کې يوې څيړنې ښودلې چې هغه کسان چې د کرونا ناروغي يې تيره کړي وي په ډير احتمال سره به د دغي ناروغۍ پر وړاندي يوازي پنځه مياشتې خوندي وي. هغوی د انتي بادي په لرلو سره بيا هم کولی شي دغه ويروس انتقال کړي.

UK Covid-19 | Intensivstation
انځور: Steve Parsons/Getty Images

د بريتانیا د روغتيا وزارت د کارپوهانو لومړنیو څيړنو ښودلې ده چې هغه کسان چې يو ځل په کرونا اخته شوي وي او دوی يې پر وړاندې انتي بادي لرلې وي ډير نادر دي. دغه څېړنه چې پر ۶۶۱۴ کسانو ترسره شوي له دوی څخه يې ۴۴ کسان پرې بیا اخته شوي دې.

خو دغو کارپوهانو خبرداری ورکړی دی چې د دغي څېړنې د موندنو له مخې د پاندمې خپريدلو په پيل کې د ۲۰۲۰م کال په لومړيو مياشتو کې چې څوک په کرونا اخته شوي اوسې امکان لري چې په دغه ناروغۍ بيا اخته شي.

دې کارپوهانو خبرداری ورکړی دی چې هغه کسان چې طبعي ايمنې لري،يعني هغوی په کرونا د اخته کيدلو له لارې د کرونا ويرس پر وړاندي انتي بادي تولید کړي، امکان لري اوس هم سارس ويروس په پزه او مرۍ کې ولري او پرته له دې چې وپوهيږې هغه نورو ته انتقال کړي.

د بریتانيا د طبي ادارې لومړۍ مشاوره او د دغې څېړني يوه لیکواله سوزان هاپکنز وويل: «موږ اوس پوهيږو هغه کسان چې په دې ويروس اخته شوي او پر وړاندې يې انتي بادي جوړه کړې، له بيا اخته کيدلو څخه خوندې دي. خو دا په غوڅه توګه نه شې ويل کيدای او موږ نه پوهيږو چې دغه ايمني توب به څومره موده دوام وکړي.»

دغه کارپوهې زیاته کړه: «په دي معنا که تاسې باور ولرئ چې پخوا په دې ناروغۍ اخته شوي ياست او اوس به خوندې اوسئ، که هم ژر نه خو دغه امکان شته چې بیا په دې ويروس ککړ شئ او نورو ته يې انتقال کړئ.»

کارپوهانو چې په دې څېړنه کې يې برخه اخيستې ده پر خلکو يې ټينګار کړی دی چې د دوی موندنې له پامه و نه غورځوي. د ادينرو په پوهنتون کې د ايمنې پيژندنې او سارې ناروغیو کارپوه الینور ريلي وويل: «دغه معلومات د دې پيغام ورکوي چې په اوس وخت کې هر څوک په عملې ډول نورو کسانو ته د دغه ويروس ليږدونکې دي او باید د هغې له مخې چلن وکړي.

په بريتانيا کې په دې څيړنه کې له تيري جون مياشتې راهيسې په لسونو زره روغتيايي کارپوهانو په پرله پسې ډول د کرونا ناروغۍ په هکله او د دغه ويروس پر وړاندې انتي بادي لرل تر ازمويني لاندې نيولې دي.

د دغي څېړنې کارپوهانو د جون مياشتې له اتلسمي نيټې څخه د نوامبر تر ۲۴ پورې د ۶۶۱۴ ګډون کوونکو څخه چې مخکې يې د کرونا ويروس پر وړاندې انتي بادې لرله د بيا اخته کيدلو ۴۴ احتمالي پيښې موندلې دي. دغه شمير په کرونا اخته کسانو کې خونديتوب ۸۳ سلنه ښيي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب