1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان له کرونا سره د مبارزې له پاره مرستو ته اړتيا لري»

۱۴۰۰ اسفند ۴, چهارشنبه

د کرونا نوي څپې ته په کتو سره، د سره صليب نړيوال فدراسيون د افغانستان له پاره د سمدستي مرستو غوښتنه کړې ده. د روغتيا نړيوال سازمان په حواله په دغه هيواد کي د کرونا ۵۰ سلنه تيستونه مثبت دي.

Afghanistan | Coronavirus | Impfzentrum in Kabul
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د سره صليب نړيوال فدراسيون او د سرې مياشتي نړيوالي ټولني د چهارشنبې په ورځ د يوې بيانيې په ترڅ کي اعلان وکړ چي روغتيايي خدمات، تيستونه او همدارنگه واکسينونو ته سخته اړتيا ليدل کيږي.

کرونا ويروس د افغانستان په ټولو برخو کي خپور سوی او د نوموړي هيواد روغتيايي سيستم يې چي پرته له دې هم تر سخت فشار لاندي وو، لاپسي اغيزمن کړي دي. همدارنګه زياته سوې ده چي په لسونو تاسيسات ، چي پکښي د کوويد ۱۹ ناروغان ساتل کيدل، د درملو او پرسونل ته د پيسو او نورو عملياتي لگښتونو د کمښت له امله تړل سوي دي.

په نوموړي هيواد کي د کوويد ۱۹ له ۳۷ عامه تاسيساتو څخه، تر لسو لږ يې فعال دي چي دا نه سي کولاي د ناروغانو له غوښتنو سره مطابقت وکړي.

د روغتيا نړيوال سازمان يا«ډبليو اچ او» په حواله په دا وروستيو کي د کرونا شاوخوا ۵۰ سلنه تيستونه مثبت ختلي دي. په کابل کي کرونا ته ځانگړي سوي يوازيني روغتون سرطبيب، طارق اکبري د آلمان د رسنيو آژانس ته ويلي دي چي د هغه په کلينيک کي له سلو بسترونو څخه ۸۹ يې په ناروغانو ډک دي. همدارنگه د ناروغانو او د مړو شمير په دوامداره توگه مخ پر لوړيدو دی.

د روغتيا نړيوال سازمان په خبره، په افغانستان کي د دغي د پانديمي له پيل راهيسي د کرونا ۱۷۲ زره او د دغه ويروس له امله د څه د پاسه ۷۵۰۰ کسانو د مړيني پيښي ثبت سوي دي. سربيره پردې په دغه هيواد کي ډير لږ کسان تيست کيږي، له همدې کبله څارونکي د لازياتو هغو پيښو څخه خبري کوي چي ثبت سوي نه دي. د »ډبليو اچ او« په حواله د اټکلونو له مخي د فبرورۍ تر وروستيو ورځو پوري ۳۷ ميليونه کسانو ته ۵،۴ ميليون دوزه واکسين لگول سوي دي.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل