1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: په کرونا د اخته کسانو شمېر ډېر لوړ سوی

۱۴۰۰ خرداد ۱۳, پنجشنبه

په افغانستان کي د کرونا پاندیمي د دریمي څپې په ترڅ کي په دغه ویروس د نوو اخته سوو کسانو شمېر مخ پر ډېریدو دی. روغتونونه د آکسیجن او ناروغانو له پاره د بسترونو له کمښت څخه شکایت کوي.

Afghanistan Corona-Pandemie
انځور: Wakil Kohsar/Getty Images/AFP

د عامي روغتیا وزارت نن پنجشنبه (۲۰۲۱م کال د جون ۳) په کرونا د اخته کسانو شمیر اعلان کړ. د نوموړي وزارت په حواله ۲۰ ورځي مخکي لا هره ورځ ۲۰۰ کسان په دغه ویروس اخته کیدل خو د چهارشنبې په ورځ د هغو شمیر ۱۵۰۰ ته رسیدلی دی.

محلي رسنیو په روغتونونو کي د ناروغانو د بیروبار او آکسیجن د کمښت رپوټونه ورکړي دي. په کابل کي د امریکا متحده ایالاتو سفارت د پنجشنبې په ورځ د اخته کسانو لوړ شمیر ته په کتو سره صحي خبرداری ورکړ. هغوی ويلي دي چي په روغتونونو کي د ځای د کمښت له کبله امريکايي اتباعو ته د بسترېدو اجازه نه ده ورکړل سوې.

د پنجشیر د والي یوه ویاند د طلوع نیوز سیمه ایز ټلویزیون ته ویلي دي چي د پنجشیر دره د کرونا د ویروس د پراخوالي د خطر له امله د سیلانیانو پرمخ تړل سوې ده. د رواني اونۍ له پیل راهیسي په افغانستان کي د واکسین کمبود لیدل کیږي او له همدې کبله نورو کسانو ته د واکسین لګولو اجازه نه ورکول کیږي.

د عامي روغتیا وزارت ویلي دي چي اوس یوازي هغو کسانو ته واکسین لگول کیږي چي د واکسين دوهمه دوره يې ده. افغانستان له نږدې ۳۷ ميليونه نفوس سره اټکل کیږي چې ۹۶۸ زره دوزه واکسسين يې ترلاسه کړی.

د ثبت سوو ارقامو له مخي د کرونا پاندیمي له پیل راهیسي په افغانستان کي څه د پاسه ۷۶ زره کسان په دغه ویروس اخته سوي او تر ۳۰۵۰ زيات ترې مړه سوي دي. داسي اټکل کیږي چي اصلي ارقام تر دې هم ډیر لوړ وي.

GP/NZ/AG

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل