1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولني د واکسين سند د اعتبار موده محدوده کيږي

۱۴۰۰ بهمن ۱۳, چهارشنبه

د اروپايي ټولني کمېسيون: د اروپايي اتباعو د واکسين سند پرته له دريم واکسينه، فقط د يو څه وخت له پاره اعتبار لري. هغو کسانو چي ۹ مياشتي مخکي دوهم واکسين لگولی، له دغي نېټې وروسته، په نه واکسين سوو کسانو کي شامليږي.

Coronavirus Symbolfoto Impfprivilegien
انځور: Weber/Eibner-Pressefotopicture alliance

د اروپايي ټولني د غړو په ډېريو هيوادونو کي د کرونا دريم واکسين »بوستر« هرکلی دومره پراخ نه وو، لکه تمه چي يې کيده. اوس د اروپايي ټولني کمېسيون پريکړه کړې ده چي د دغي ټولني له سرحدونو څخه تيريدل د هغو کسانو له پاره چي دوه دوزه واکسين يې لگولی وي، فقط د يو څه وخت له پاره آسانيږي او په عين حال کي به هغوی دريم واکسين لگولو ته هم تشويق سي.

د جرمني د لومړي تلويزيون د "تاگس‌شاو"په نامه ويبپاڼي د فبرورۍ مياشتي پر لومړۍ نېټه رپوټ ورکړ چي د اروپايي ټولني کمېسيون د تگلاري له مخي، د دغي ټولني د هغو اتباعو د کرونا د واکسين لگولو سند چي تر اوسه يې دريم واکسين نه دی لگولی، په داسي حال کي د اعتبار وړ دی چي له دوهم واکسين څخه يې تر ۹ مياشتو ډېر وخت نه وي تير سوی.

د اروپايي ټولني کمېسيون وياند اريک مامر، وايي چي هدف د يوي داسي تگلاري رامنځته کول دي چي وکولاي سي د دغي اتحاديې په ټولو هيوادونو کي عملي سي.

د واکسين د لږ اغيز پر وړاندي غبرگون

دغه ډول پريکړه د هغه واقعيت په نظر کي نيولو سره کیږي چي په کوويد ۱۹ ناروغۍ باندي د اخته کيدو په مخنيوي کي، د کرونا واکسين اغېز مياشت په مياشت راکميږي.

د ترسره سوو پلټنو پر اساس، هر څومره چي ډېر وخت د کرونا د دوهم واکسين له لگيدو څخه تير سوی وي، د بدن د دفاعي سيستم قدرت د کوويد ۱۹ ناروغي پر وړاندي راکميږي او په هغه باندي د سخت اخته کيدو د خطر امکان لا پسي ډيريږي.

د اروپا په پارلمان کي د جرمني د مسيحي ديموکرات گوند استازي، ډاکټر پيتر ليزه سپارښتنه کوي چي واکسين سوي کسان بايد حد اکثر شپږمياشتي تر دوهم واکسين وروسته، دريم يا بوستر واکسين ولگوي او زياتوي چي دا کار تر دوهم واکسين درې مياشتي وروسته هم سرته رسيدلای سي.

آيا د دريم واکسين سند به د نامحدود وخت له پاره اعتبار ولري؟

د اروپا پارلمان دغه استازي ټينگار کوي چي حقيقت خبره داده چي د اروپايي ټولني د غړو په ډيريو هيوادونو کي د دريم واکسين لگول، حتي د هغو کسانو له پاره چي هغه غواړي، د نوبت اخيستل آسانه کار نه دی.

هغه زياتوي، پر همدې اساس د اروپايي ټولني کمېسيون داسي يوه عملي تگلاره انتخاب کړې او له دې ځايه حرکت کوي چي ښاريان د دې له پاره چي واقعاً وکولای سي دريم واکسين ترلاسه کړي، وخت ته اړتيا لري.

په اوس وخت کي د اروپايي ټولني د واکسيناسيون سند د اعتبار د وخت په اړه، د هغو کسانو له پاره چي دريم واکسين يې هم لگولی، کوم محدوديت په نظر کي نه دی نيول سوي او تصميم نيوونکي د هغو پلټنو نتايجو ته انتظار باسي چي د دريم واکسين تر لگولو وروسته د معافيت دوره مشخصه کړي.

په کرونا پوري مربوط قوانين په مختلفو هيوادونو کي يو له بل سره توپير لري او له همدې کبله هغه کسان چي د رخصتۍ د تيرولو له پاره کوم هيواد ته سفر کوي، نو بايد په هغه کي له اعتبار وړ مقرراتو سره آشنا وي.

د "تاگس‌شاو" د رپوټ له مخي د اروپايي ټولني دغه ډول مقررات حداقل له تيوري لحاظه د مسافرانو يو کار آسانوي او هغه داچي هغوی مجبور نه دي، د اروپايي ټولني غړو هيوادونو ته د ورننوتو پر وخت، د کرونا او يا هم پي سي آر د تست منفي نتيجه ښکاره کړي.

په عين حال کي دغه ډول مقررات د اروپايي ټولني د غړو په ټولو هيوادونو کي نه رعايت کيږي، ځيني هيوادونه لکه اتريش اوس هم د داخليدونکو مسافرو د منفي تست پر ښکاره کولو باندي ټينگار کوي او د پيتر ليزه په نظر، دا هم له امکانه ليري نه بريښي چي ځيني نور هيوادونه هم د اروپايي ټولني د کمېسيون له پريکړي څخه متفاوت مقررات وضع کړي.

جوړ سوي کسان او د اروپايي هيوادونو متفاوت مقررات

د اروپا په پارلمان کي د مسيحي ديموکرات گوند استازي وايي، د لا ډيرو شديدو اقدامات له پاره د ځينو هيوادونو دليل کيدای سي دا وي چي د هغوی تدابير، د هغو هيوادونو د مسافرو له پاره دي چي په هغه کي د عمومي واکسيناسيون فيصدي کښته او په کوويد ۱۹ باندي د اخته کيدو کچه لوړه وي.

د اروپايي ټولني نوو مقرراتو، په کرونا باندي اخته او له هغې څخه رغول سوو کسانو له پاره هم محدوديتونه په نظر کي نيولي، د دغو اتباعو د واکسيناسيون سند هم تر بيرته رغيدو وروسته د اروپا په ټوله اتحاديه کي فقط شپږ مياشتي اعتبار لري. دغه موده په آلمان کي دريو مياشتو ته راکمه سوې ده.

دا چي سرپټو ځايونو لکه رستورانونو يا د سپورت جمنازيمونو ته د ورتگ پر وخت بايد کوم مقررات په نظر کي ونيول سي، دا کار د اروپايي ټولني د غړو هيوادونو پر غاړه دی او د مختلفو اروپايي هيوادونو مقررات هم يو له بل سره ډير توپير لري.

GP/NZ/DW.Farsi

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل