1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا ویروس نوو ډولونو د بریتانیا کارپوهان اندیښمن کړي

۱۳۹۹ بهمن ۲۲, چهارشنبه

په بریتانیا کي د کرونا ویروس دوه نور تغیر سوي ډولونه هم کشف سوي دي. د کارپوهانو يوې ډلي د دغو ډولونو يو يې د « سختي اندیښنې وړ» په کتګورۍ کي شامل کړی دی.

Coronavirus- COVID-19 - Mikrografie
انځور: picture-alliance/CDC

هغو کارپوهانو چي حکومت ته په دې اړه مشورې ورکوي، څرګنده کړې ده چي د کرونا ویروس غه دواړي نوي بڼي د جنوبي افریقا او برازیل له ډول سره شباهت لري. لکه څنګه چي په لندن کي د روغتیا وزارت خبر ورکړی دی، یو له هغو څخه یې چی اول په بریستول کي راښکاره سو کارپوهانو ډیر خطرناک درجه بندي کړی دی.

د کرونا د موجوده نوي ډول په هکله اندیښنې

د هغه علت دادی چي په موجوده نوي ډول (E484K) کي جینیتیکي تغیر ته اشاره سوې. کارپوهان دغه جینیتیکي بدلون په جنوبي افریقا او برازیل کي د سارس کووید ۲ ډول څخه پیژني. هغه د کرونا ویروس په سپایک – پروتین باندي اغیز کوي او پر واکسین او یا هم د کرونا د ناروغۍ پر تیریدو سربیره د بدن د معافیت د کمزورۍ سبب کیږي.

انځور: Thomas Brégardis/MAXPPP/dpa/picture alliance

خو د انګلستان د عامي روغتیا له ادارې څخه سوسن هاپکینس دا خبر محدودوي چي د کرونا E484K ډول د تیر کال له اپریل مياشتي راهیسي په بیلابیلو شکلونو او په وار وار سره راښکاره سوی وي. همدارنګه د هغه دوهم ډول B.1.1.7 هم چي اول په لیورپول کي راښکاره سوی دی. د بریستول او لیرپول ډولونه تر اوسه پوري په بریتانیا کي په مجموعي ډول ۷۶ پیښو کي ترسترګو سوي.

د لومړنیو نتایجو له مخي، په بریتانیا کي د کرونا ويروس د نوي ډول پر وړاندي د بیوتیک فایزر او آسترازینکا واکسین اغیزمن ثابت سوی. په دې ترڅ کي بې اعتمادي په دې برخه کی موجوده ده چي آیا د آسترازینکا واکسین د جنوبي افریقا د نوي ډول په مقابل کی بشپړ معافیت رامنځته کوي او که څنګه. له همدې کبله جنوبي افریقا په اول سر کي د آسترازینکا واکسين د پیلولو کمپاين په ټپه ودراوه.

DW.GP.NZ

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب