1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن د کرونا ویروس د سرچينې په هکله د نوو پلټنو غوښتنه کړې

۱۴۰۰ خرداد ۶, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن ویلي دي چي د دغه هیواد اطلاعاتي سازمانونه مطمئن نه دي چي د کرونا ویروس له یوه حیوان څخه انسان ته انتقال سوی او که له کوم لابراتوار څخه يې دباندي سرایت کړی.

USA Joe Biden mit Atemschutzmaske in Wilmington, Delaware
انځور: Jonathan Ernst/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د می مياشتي ۲۶) د کرونا ویروس د منشا په هکله د ژورو پلټنو غوښتونکی سوی دی.

بایدن په یوې اعلاميه کي ویلي دي چي د هیواد اطلاعاتي سازمانونه يې د دوو احتمالي سناریوگانو په هکله په یوه نظر دي، یوه یې دا ده چي دغه ویروس په ډیر احتمال سره په کرونا ویروس باندي اخته حیوان سره د تماس له لاري پراخ سوی او یا هم په لابراتوار کي د یوې پیښې د رامنځته کیدو په نتیجه کي یې دباندي سرایت کړی دی.

بایدن زیاته کړې چي کافي معلومات لا په لاس کي نه سته چي ووایو له دغو دواړو سناریوگانو څخه کومه یوه ډیره احتمالي ده. د هغه په خبره له ۱۸ څخه دوه اطلاعاتي آژانسونه په دې نظر دي چي دغه ویروس له حیوان څخه انسان ته انتقال سوی، خو یو بل آژانس بیا له لابراتوار څخه د هغه سرایت ممکن بولي او دواړه آژانسونه د خپلو ارزونو په هکله لږ او یا هم په متوسط ډول ډاډمن دي.

بایدن ویلي دي چي د امریکا متحده ایالاتو ملي لابراتوارونه باید په دغو پلټنو کي مرسته وکړي او له چین څخه یې غوښتي دي چي په نړیوالو پلټنو کي همکاري وکړي. هغه تمه لري چي ددغه ډول پلټنو نتایج به د ۹۰ ورځو په ترڅ کي معلوم سي.

بایدن ویلي دي: »امریکا متحده ایالات همدارنگه په ټوله نړۍ کي له خپلو هم نظرو شریکانو سره کار کوي تر څو پر چین باندي فشار راولي چي پر بشپړو، شفافو او شواهدو ولاړو نړیوالو پلټنو کي گډون وکړي او په دې اړه شواهدو او ارقامو ته د لاس رسي زمینه برابره کړي.«

شک او گومان

د امریکا متحده ایالاتو ځیني حکومتي چارواکو له لابراتوار څخه د دغه ویروس د راوتلو د فرضیې په اړه شک ښکاره کړی. د سپیني ماڼۍ مشاور ډاکټر انتوني فاوچي د کرونا ویروس په هکله د چهارشنبې په ورځ وویل چي هغه او نور کارپوهان په دې نظر دي چي ډیره احتمالي سناریو داده چي د ویروس پراخیدل یوه طبیعي پیښه ده خو هیڅ څوک سل په سلو کي په دې هکله ډاډ نه سي ورکولای.

فاوچي د امریکا د سنا مجلس په یوه استماعیه غونډه کي وویل: »لکه څنګه چي اندیښنې او آوازې ډیري دي او هیڅوک په قطعي ډول په دې هکله نه پوهیږي، زما په نظر موږ داسي پلټنو ته اړتیا لرو چي کاملاً شفاف وي او ټول موجوده معلومات تر ارزوني لاندي ونیول سي.«

د جمهور رئیس جو بایدن لوی مشاور، اندي سلاویت د کرونا ویروس په هکله د سې شنبې په ورځ وویل: »موږ د چین له خوا د یوه بشپړ شفاف بهیر غوښتونکي یوو. موږ اړتیا لرو چي د روغتیا نړیوال سازمان په دې قضیه کي مرسته وکړي. موږ د دې احساس نه کوو چي داسي کوم څه دي په اوس وخت کي ولرو.«

بایدن پس له هغه دغه څرگندوني کوي چي د ځینو رپوټونو له مخي د چین په ووهان ښار کي، چیري چی د ۲۰۱۹م کال په سپتمبر کي دغه ویروس ظاهراً د اول وار له پاره پراخ سو، د ویروس پیژندني د یوه لابراتوار پلټونکي د دغه ویروس تر خپریدو یوه میاشت مخکي لا ناروغان سوي ول.

چین له لابراتواره د کرونا ویروس د راوتلو پر فرضیې انتقاد کړی

د ولسمشر جو بایدن تر څرگندونو وروسته، په واشنگټن کي د چین سفارت په خپل ویبپاڼه کي یوه اعلامیه خپره کړه او له یوه لابراتواره یې د دغه ویروس د خپریدو نظریه د »توطئې تیوري« بللې ده.

د چین سفارت پرته له دې چي د ولسمشر جوبایدن نوم واخلي ویلي دي چي »ځیني سیاسي قوتونه« د کرونا ویروس د منشأ په اړه د »تورلگولو لوبه« پیل کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د روان کال په لومړیو کي په دې اړه پلټني وکړې خو ويې نسوای کولای چي د کرونا ویروس د منبع حیوان مشخص کړي. په هغه وخت کي داسي اندېښنې موجودي وې چي چین په دې پلټنو کي په کافي اندازه همکاري نه ده کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان ټیم دې نتیجې ته رسیدلی دی چي له لابراتواره د دغه ویروس پراختيا له امکانه ډیره لیري بریښي.

کرونا ویروس تقریباً د نړۍ په ټولو هیوادونو کي پراخ سوی او د جانز هاپکینز پوهنتون د ارقامو له مخي یې د څه د پاسه ۳ میلیونو انسانانو ژوند اخیستی دی.

GP/NZ ( Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل