د فرانسې د روغتیایي چارواکو په وینا د شنبې په ورځ په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیر ۴۵۰۰۰ وو. د مړو شوو کسانو شمیر ۱۱۶ تنه ښوول شوی دی. په دې ترتیب د کرونا وبا له پېل راهیسې په فرانسه کې د دغي ناروغۍ له کبله د مړو شوو کسانو شمیر ۳۴۷۶۱ کسانو ته رسیدلی دی.
د رپوټونو له مخې دا مهال په فرانسه کې ۲۵۷۰ کسان تر عاجل مراقبت لاندې دي. کله چې د سږ کال په اوایلو کې په فرانسه کې د کرونا وبا خپل اوج ته رسیدلې وه نو تر ۷۰۰۰ زیات کسان تر عاجل مراقبت لاندې وو. د چارواکو په وینا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس اخته ۱۲۹۸ کسان روغتونونو ته لیږدول شوي دي. د شنبې له ورځې راهیسې ۱۶۴۵۴ کسان چې د کرونا علایم یې درلودل روغتونونو ته وړل شوي دي.
د اروپا په کچه تر هسپانيا وروسته فرانسه دوهم هیواد دی چې د جمعې په ورځ پکې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر یو میلیون اوښتی وو. دا چې د کرونا ویروس د خپریدو مخه ونیول شي، فرانسوي چارواکو د هیواد په ډیرو برخو کې پر تګ راتګ بندیز لګولی دی. د شنبې له ورځې راهیسې باید ۴۶ میلیونه د فرانسې اوسیدونکي د شپې له نهو بجو څخه د سهاره تر شپږو بجو پوري په خپلو کورونو کې پاتې شي. دغه اقدامات د شپږو اونیو له پاره نافذ شوي دي.
زموږ له آرشیف څخه:
په اروپايي هيوادونو کې کرونا ناروغۍ تر کميدو وروسته، اوس يو ځل بيا دغې وبا زور اخیستی دی. حکومتونه په دې هڅه کې دي چې د کرونا ويروس د لا ډير خپريدو د مخنیوي له پاره نوی محدودیتونه ولګوي.
انځور: Philippe Lopez/AFP/Getty Imagesپه آلمان کې د هغو ښارونو شمير مخ پر ډيريدو دی چې د کرونا ويروس خطر پکې لوړ دی. مونشن د آلمان وروستي لوی ښار دی چې په دې ډله کې شامليږي. په برلین کې وروسته د ۷۰ کلونو پر شپې ګرځيدو بنديز لګول شوی دی. لږ تر لږه د اکتوبر میاشتې تر پايه بايد د شپې پر ۱۱ بجو ټول دوکانونه او سوداګريز مرکزونه تړلي وي.
انځور: Fabrizio Bensch/Reutersد چک جمهوريت د کرونا ويروس له ويرې اوس پر عمومي يا ملي قرنطين فکر کوي. د اکتوبر له پنځمې د ماسکونو اغوستل جبري شوي، په غونډو کې بايد له لسو کسانو ډير اشتراک و نه کړي. مغازو ته هم امر شوی دی چې د ځوانانو د راټوليدو د مخنیوی له پاره دې د وایفای خدمات بند کړي.
انځور: Gabriel Kuchta/Getty Imagesد هسپانيا کابينې د کرونا د مثبتو پيښو له ډيريدو سره د مقابلې له پاره، په پلازمينه مادرید کې ۱۵ ورځنی بيړنی حالت وضع کړی. دغه اقدام حکومت ته فرصت ورکړ چې د ټول هيواد په سطحه قرنطين عملي کړي چې دغه کار اعتراضونه هم له ځانه سره لرل. دغه حالت وروسته له هغې وضع شو چې د مادريد سيمه ایز حکومت د ټول هيواد په سطحه د ملي قرنطين غوښتنه رد کړه.
انځور: SOPA Images/ZUMA Wire/picture-allianceپه پاريس کې د کرونا د مثتبو پيښو په بيا ډيريدو سره بارونه په خپل حال تړلي پاتې شول. فرانسې یوازې د يکشنبې په ورځ د کرونا نژدې ۲۷ زره نوې مثبتې پيښې اعلان کړې. دا په دغه هیواد کې د کرونا ناروغۍ د خپريدو له پيله تر اوسه، په يوه ورځ کې تر ټولو ډيرې مثبتې پيښې دي.
انځور: Kiran Ridley/Getty Imagesپولند کې هم د کرونا پيښې له سره ډيري شوي، خو ښوونځي لا هم خلاص دي. خو نوي ټولنيز محدوديتونه پکې لګول شوي دي. د بيلګې په توګه د هغو کسانو له پاره چې عمرونه يې د ۶۰ او ۶۵ کلونو تر منځ دي، د هغوی له پاره د سهار له لسو بجو تر غرمې پورې ځانګړي دوکانونه خلاص وي. د ماسکونو اغوستل د ټولو له پاره اجباري شوي دي. پولند له ۳۸ ميلیونه نفوس سره د کرونا څه باندې ۱۲۰ زره مثبتې پيښې لري چې ۲۹۷۲ کسان يې مړه دي.
انځور: Reuters/K. Pempelسلواکیا د اکتوبر له ۱۳مې نېټې څخه امر کړی دی چې په غونډو کې باید تر شپږو کسانو ډير نه وي. د کورنيو غړي استثنا دي. د ماسکونو اغوستل اجباري دي او د هر ډول ټولنيزو مناسبتونو لمانځل، په کلیساو کې د مذهبي مراسمو په ګډون، ممنوع دي. ورزشي کلپونه تړل شوي او رستورانټونو ته اجازه نه لري چې دننه مشتريانو ته ډوډۍ ورکړي. دغه انځور د سپتمبر ۳۰مې دی چې پکې د هاکي لوبې مينه وال د اعتراض پر مهال ليدل کيږي.
انځور: Pavel Neubauer/dpa/picture-allianceد انګلستان حکومت، د کرونا د خطر له مخې، ټول هيواد په درو درجو «متوسط»، «لوړ» او «ډير لوړ» ويشلی دی. حکومت په دې اړه خلکو ته يو «درې درجه يي» سیستم معرفي کړی دی. د دغه سیستم له مخې، ليورپول او شمال لوېديځ اينګلند په «ډيره لوړه درجه» خطرناک ځایونو کې راځي. په دغو ښارونو کې به محدودیتونه ډير شي، لکه د ورزشي کلپونو، شرابخانو او قیمارخانو په څير ځایونو بندول.
انځور: Justin Tallis/AFP/Getty Images