د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل او د آيالتونو د لومړي وزيرانو تر منځ دغه غونډه «تاريخي» بلل شوې ده. ډېر ژورناليستان حيران ول چې د دې معنی به څه وي. يوازې دا حقيقت چې دغه غونډه په لومړي ځل په څلورو مياشتو کې په حضوري او فزيکي ډول د صدرعظمې په اداره کې دايره شوې ده، نه په مجازي او ويډيويي توګه، د دې تشريح نه وه. خو د غونډې په يوه سند کې بيا يوه اشاره ورته شوې وه: د کرونا د چټکې خپرېدنې بهير يو «تاريخي بعد» لري، ځکه چې هغه هېوادونه چې کنترول يې په لاس کې ساتلی، په اقتصادي او اجتماعي توګه تر نورو ښه له بحران څخه تېريږي.
تر دغې اته ساعته غونډې وروسته په خبري کنفرانس کې مېرکل زياته کړه چې دغه وبا د «پېړۍ يو چیلنج» دی. نه يوازې د دې په سر اوس پرېکړه کيږي چې څو تنه ښايي مړه شي، بلکې دا هم چې اقتصاد او د خکلو رفاه ساتل کېدای شي او که نه. د هغې په خبره دغه څه په تېره بيا په ځوانانو پورې اړه لري چې لا ډېر کلونه په مخ کې لري.
د هغې په وينا بايد خلک اوس له «مېلو» څخه تېر شي څو وروسته ښه ژوند وشي کولی. دا ځکه چې آلمان هم بې انتها مالي امکانات په اختيار کې نه لري: «آلمان د يو بل ټولبند اقتصادي وس نه لري.»
انځور: Geisler-Fotopress/picture-alliance په خبري غونډو کې د مېرکل د دروني وضعيت اټکل ډېر سخت وي. خو کله چې يې آواز لا دروند او تاکيد يې زيات وي، نو خبره بل ډول وي چې دا هم داسې يوه شېبه وه. هر چا حس کړل چې مېرکل اوس ډېره جدي وه.
کومې پرېکړې وشوې؟
د دغه تاکيد او غونډې ته د دومره تمې خلاف پرېکړې هومره جدي نه دي. په اصل کې د «هوت سپوت» يعنې د اوسنيو سختو ځپل شويو سيمو ستراتيژي له لويو ښارونو څخه ټول هېواد ته غځول کيږي. کله چې د اخته کسانو شمېرې له ټاکل شوو حدودو څخه واوړي، نو بارونه او رستورانونه د شپې تر يولسو بجو وروسته تړل کيږي. همداراز د ګروپونو په شکل کې د خلکو راټولیدو او پر خصوصي مېلو بنديز لګول کيږي.
کله چې په يوه سيمه کې د ۱۰۰ زرو اوسېدونکو په سر د ۵۰ اخته کسانو له شمېر څخه تجاوز کيږي، نو حد اکثر لس کسان له دوو بېلو کورنيو څخه کولی شي چې په ګډه سره وګوري. سربېره پر دې به په هغسې عمومي واټونو کې چې ډېره ګڼه ګوڼه پکې وي، د ماسک اغوستل اجباري وي. خو د اړيکو محدودول يوازې يوه توصيه ده چې دقيق پلي کول يې پر آيالتي حکومتونو پورې اړه لري.
کای الکساندر شولڅ/ن ص/ن ز
زموږ له آرشیف څخه:
په اروپايي هيوادونو کې کرونا ناروغۍ تر کميدو وروسته، اوس يو ځل بيا دغې وبا زور اخیستی دی. حکومتونه په دې هڅه کې دي چې د کرونا ويروس د لا ډير خپريدو د مخنیوي له پاره نوی محدودیتونه ولګوي. انځور: Philippe Lopez/AFP/Getty Images په آلمان کې د هغو ښارونو شمير مخ پر ډيريدو دی چې د کرونا ويروس خطر پکې لوړ دی. مونشن د آلمان وروستي لوی ښار دی چې په دې ډله کې شامليږي. په برلین کې وروسته د ۷۰ کلونو پر شپې ګرځيدو بنديز لګول شوی دی. لږ تر لږه د اکتوبر میاشتې تر پايه بايد د شپې پر ۱۱ بجو ټول دوکانونه او سوداګريز مرکزونه تړلي وي.
انځور: Fabrizio Bensch/Reuters د چک جمهوريت د کرونا ويروس له ويرې اوس پر عمومي يا ملي قرنطين فکر کوي. د اکتوبر له پنځمې د ماسکونو اغوستل جبري شوي، په غونډو کې بايد له لسو کسانو ډير اشتراک و نه کړي. مغازو ته هم امر شوی دی چې د ځوانانو د راټوليدو د مخنیوی له پاره دې د وایفای خدمات بند کړي.
انځور: Gabriel Kuchta/Getty Images د هسپانيا کابينې د کرونا د مثبتو پيښو له ډيريدو سره د مقابلې له پاره، په پلازمينه مادرید کې ۱۵ ورځنی بيړنی حالت وضع کړی. دغه اقدام حکومت ته فرصت ورکړ چې د ټول هيواد په سطحه قرنطين عملي کړي چې دغه کار اعتراضونه هم له ځانه سره لرل. دغه حالت وروسته له هغې وضع شو چې د مادريد سيمه ایز حکومت د ټول هيواد په سطحه د ملي قرنطين غوښتنه رد کړه.
انځور: SOPA Images/ZUMA Wire/picture-alliance په پاريس کې د کرونا د مثتبو پيښو په بيا ډيريدو سره بارونه په خپل حال تړلي پاتې شول. فرانسې یوازې د يکشنبې په ورځ د کرونا نژدې ۲۷ زره نوې مثبتې پيښې اعلان کړې. دا په دغه هیواد کې د کرونا ناروغۍ د خپريدو له پيله تر اوسه، په يوه ورځ کې تر ټولو ډيرې مثبتې پيښې دي.
انځور: Kiran Ridley/Getty Images پولند کې هم د کرونا پيښې له سره ډيري شوي، خو ښوونځي لا هم خلاص دي. خو نوي ټولنيز محدوديتونه پکې لګول شوي دي. د بيلګې په توګه د هغو کسانو له پاره چې عمرونه يې د ۶۰ او ۶۵ کلونو تر منځ دي، د هغوی له پاره د سهار له لسو بجو تر غرمې پورې ځانګړي دوکانونه خلاص وي. د ماسکونو اغوستل د ټولو له پاره اجباري شوي دي. پولند له ۳۸ ميلیونه نفوس سره د کرونا څه باندې ۱۲۰ زره مثبتې پيښې لري چې ۲۹۷۲ کسان يې مړه دي.
انځور: Reuters/K. Pempel سلواکیا د اکتوبر له ۱۳مې نېټې څخه امر کړی دی چې په غونډو کې باید تر شپږو کسانو ډير نه وي. د کورنيو غړي استثنا دي. د ماسکونو اغوستل اجباري دي او د هر ډول ټولنيزو مناسبتونو لمانځل، په کلیساو کې د مذهبي مراسمو په ګډون، ممنوع دي. ورزشي کلپونه تړل شوي او رستورانټونو ته اجازه نه لري چې دننه مشتريانو ته ډوډۍ ورکړي. دغه انځور د سپتمبر ۳۰مې دی چې پکې د هاکي لوبې مينه وال د اعتراض پر مهال ليدل کيږي.
انځور: Pavel Neubauer/dpa/picture-alliance د انګلستان حکومت، د کرونا د خطر له مخې، ټول هيواد په درو درجو «متوسط»، «لوړ» او «ډير لوړ» ويشلی دی. حکومت په دې اړه خلکو ته يو «درې درجه يي» سیستم معرفي کړی دی. د دغه سیستم له مخې، ليورپول او شمال لوېديځ اينګلند په «ډيره لوړه درجه» خطرناک ځایونو کې راځي. په دغو ښارونو کې به محدودیتونه ډير شي، لکه د ورزشي کلپونو، شرابخانو او قیمارخانو په څير ځایونو بندول.
انځور: Justin Tallis/AFP/Getty Images