1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م. م: کرونا د سياحت سکتور نیږدې ۲ ټریلیونه ډالر زیانمن کړی

۱۴۰۰ آذر ۸, دوشنبه

په روان کال کې د ۲۰۲۰م کال په پرتله د سیلانۍ سکتور مثبت لوري ته روان وو خو بیا هم د ۲۰۱۹م کال په پرتله ډیره لار په مخ کې لري. کرونا، د واکسینونو ناعادلانه ویش او د کرونا د تازه بڼې یې لاملونه په ګوته کیږي.

UK London | Heathrow Airport | Neue Coronavirusvariante
انځور: Leon Neal/Getty Images

د سیلانۍ یا سیاحت په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر یا (UNWTO) په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي چې نړۍ به د کرونا له کبله د سیلانۍ یا سیاحت په سکتور کې نیږدې ۲ ټریلیونه ډالر تاوان وویني. ملګرو ملتونو د نړیوال توريزم يا سیاحت په هکله خپل تازه رپوټ نن د دوشنبې په ورځ خپور کړی دی. د دغه رپوټ په حواله، د سیاحت سکتور په همدې اندازه تاوان تر دې مخکې په ۲۰۱۹م کال کې هم تجربه کړی وو.

که څه هم د تیر میلادي کال د جولای نه تر سپتمبر میاشتې په پرتله په روان میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د سیاحت سازمان په دغه سکتور کې ۵۸ سلنه زیاتوالی ثبت کړی خو په ۲۰۱۹م کال کې دغه کچه بیا ۶۴ فیصده وه. یوازې د روان میلادي کال په اګست او سپتمبر میاشتو کې د سیلانیانو شمیر ۶۳ سلنې ته رسیدلی وو چې د ۲۰۱۹م کال په پرتله بیا هم کم شوی وو. په دې ترتیب په دغو میاشتو کې د سیلانۍ سکتور د کرونا د وبا په موده کې خپلې لوړې کچې ته رسیدلی وو.

که څه هم د ۲۰۲۱م کال په دریمه ربع کې په اروپا او امریکا کې د توریزم یا سیاحت سکتور څه نا څه ښه شوی وو، په آسیا او پاسیفیک سیمه کې بیا د سیلانۍ سکتور د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۹۵ سلنه ټیټ شوی وو. یو شمیر هیوادونو لکه آسترالیا، نیوزیلنډ، سينګاپور او چین بیا د کرونا په برخه کې شدیده پالیسي غوره کړې او پر نړیوالو سفرونو یې جدي محدودیتونه وضع کړي وو. د شمیرو له مخې د نړۍ د هیوادونو په ډله کې ترکیې، کرواسیا او مکسیکو بیا د سياحت په برخه کې ښه پرمختګ کړی دی.

ملګري ملتونه په نړۍ کې د کرونا ضد د واکسینونو نا مساوي ویش او کرونا د نوې بڼې را څرګندیدل د دغه سکتور د سقوط عوامل په ګوته کوي. د کرونا د اومیکرون نوې بڼې لا له وړاندې نه ځینې هیوادونه اړ کړي چې پر نړیوال تګ راتګ باندې محدودیتونه وضع کړي او یو شمیر هیوادونو بیا له اروپايي هیوادونو پر راتلونکو پروازونو هم بندیز وضع کړی دی.

پر همدې موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز البوم: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل