د کرونا ضد واکسين جوړولو په روانه نړيواله سيالي کي د (Desert King) په نوم د چلي هيواد يو درمل جوړوونکی شرکت په مخکښو شرکتونو کي شمير کيږي. دغه شرکت د (Quillaja) په نوم ونې له پوستکي څخه د ځانګړو موادو د رابېلولو مغلقه طريقه جوړه کړېده چي هيله سته د کرونا ضد واکسين په جوړولو کي به مرسته وکړي. يادې ونې ته په عربي ژبه «قولاجه» ويل کيږي. ياد د چلي هيواد شرکت د ونې له پوستکي څخه پوډر جوړوي چي د دغو موادو رانيونکې د امريکايي ( Novavax) شرکت بريتانوۍ څانګه ده.
ياد شرکت د سپتمبر په ۲۵مه نېټه اعلان وکړ چي له يادو موادو څخه يې د کويد ۱۹ څخه د ساتنې داسي واکسين جوړ کړي دي چي د ازموينې په دريم پړاو کي قرار لري. په دې ترڅ کي به دغه واکسين پر ۱۰ زرو داسي رضاکارانو وازمويل سي چي عمرونه يې د ۱۸ او ۸۴ کالونو تر منځ وي. د نوو واکيس شرکت يولسم شرکت دی چي د واکسين ازمويلو دريم پړاو ته رسيږي.
د چلی هيواد د «دېزرت کينګ» رئيس، اندرېس ګونڅالېس اټکل کوي چي د واکسين د ازموينې له دريم پړاو وروسته به ښايي د ۲۰۲۱ په پيل کي لا د واکسين جوړېدنې پروسه پېل سي. خو دا چي د واکسين د ويش انتظام به څنګه کيږي، دا لا نه ده څرګنده.
طبعي بيولوژيک سرعت زياتوونکی
قولاجه يا (Quillaja saponaria) ونه په خپل تېزخړ رنګ او زيات درزونه لرونکي پوستکي کي د زاپونين په نوم مواد لري. دغه مواد د دې په دې مشهوره دي چي د صابون په شان د مايعاتو پر سطحه اغېز کوي. دا ځکه چي د اوبو سره د تماس سره سم د اوبو پر سطحه زګ شانته نازکه بله سطحه جوړوي. زاپونين د دې لامل کيږي چي د مايعاتو سطحي فشار راکم کړي او په دې توګه د هغو موادو د سره ګډېدو کار آسانه کړي چي يو د بل سره نه ګډيږي، د بېلګي په توګه لکه غوړي او اوبه.
زاپومين پر مايعاتو د ياد اغېز تر څنګ يوه بله دا ځانګړتيا لري چي د بدن د خليو دننه ته د واکسين د انتي ژېن (Antigen) په داخل کولو کي مرسته کوي. ګونڅالېس وايي چي واکسين له دوو برخو جوړ وي «چي يوه برخه يې انتي ژېن او بله برخه يې انتقال کوونکي مواد تشکيلوي.» د نوموړي په وينا په داسي حال کي چي انتي ژېن د بدن مدافعي نظام فعاله کوي، د هغوی د انتقال له پاره د ترانسپورتي موادو اړتيا وي چي دا مواد زاپومين هم لري. د دغه کارپوه به وينا زاپومين د ياد اغېز تر څنګ د بدن د مدافعيت د نظام په غبرګون کي چټکوالی رامنځ ته کوي.
د چلي هيواد ياد درمل جوړونکي شرکت د قلوجه له وني څخه ۵۰ بېل د زاپومين ډولونه تر تحقيق لاندي نيولي او ورڅخه دوه يې مشخص کړي دي. دغه دوه ډولونه د QS7 او QS21 په نوم ياد سوي چي و خليو ته د انتيګېن د انتقال وړتيا لري.
د چلي بومي اوسېدونکو ماپوچه په ۱۷مه عيسوي پيړۍ کي لا موندلي ول چي د قولاجه ونې پوستکی طبي رغوونکی اثر لري. دغه ونې تر ۲۰ مترو پوري جګيږي او تنه يې تر يو نيم متر پوري قطر ته رسيږي. ماپوچه درمل جوړونکو به د ونې پوستکی د ګروړبي د ورکولو له پاره مريض ته ورکاوه. دا چي د دغې وني پوستکی په اوبو کي زګ کوي، نو د طعبي صابون په توګه هم استعمالېدلای سي.
د چلي سره تړاو لرونکی د درملو ياد شرکت غواړي چي د قولاجه ونې په داسي توګه د اړينو مواد د ځيرمي له پاره وکاروي چي ورته کوم ګواښ پېښ نه سي. دغه شرکت غواړي چي د دغو ونو د بقا له پاره هم ځانګړې تګلاره پلي کړي.
م.ګ./ا.ا./ن.ص.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (14.08.2020):
په نړۍ کي هر کال نژدې ۱۸ ميليونه انسانان په سرطان اخته او هر کال په اوسط ډول ۸ ميليونه ترې مړه کيږي. مهم لاملونه يې ناسم خوراک، تمباکو، ژنيتيکي او ورته نور دلايل دي. په سرطان اخته سوي هندي فلمي ستوري دلته پېژندلای سئ:
د هندي فلمونو ژورنالست کومل نهاتا ټويټ وکړ چي سنجېدت سرطان لري. په رسنيو کي داسي انګېرل کيږي چي سنجېدت د سږو د دريمې يا څلورمي درجې په سرطان اخته دی. د علاج له پاره و امريکا ته د هغه د ژر تر ژره سفر خبري هم کيږي. سنجېدت ويلي چي تر درملنې لاندي دی او له خلکو يې هيله کړې چي اندېښنې ونه کړي.
انځور: Eros Internationalممثلي سونالي بېندرې د لوړې اندازې ميتاستاز سرطان درلود. کله چي سرطان په لومړي ځل په بدن کي را څرگنديزږي نو ورته د لومړي ټکي سرطان ويل کيږي. کله چي د سرطان حجرې خپرې سي او د بدن نورو برخو ته سرايت وکړي نو بيا د ميتاستاز پړاو بلل کيږي. نوموړې په نيويارک کي له درملنې وروسته روغه سوه.
انځور: DW/P. ManiTtewariد هندي فلمي نړۍ ستوري عرفان خان په ۲۰۱۸ کال کي اعلان وکړ چي د سرطان په ناروغۍ اخته سوی دی. له دغه اعلان څخه وروسته نوموړی تر زيات وخته له فلمي نړۍ څخه ليري پاته سو. خو په ۲۰۱۹ کال په «انګلش ميډيم» فلم کي بيا راڅرګند سو. هغه د لوړې درجې نويروندوکرين سرطان درلود او د ۵۳ کالونو په عمر ورڅخه مړ سو.
انځور: picturealliance/AP Images/T. Jewellد هندي فلمونو ستوري وينود کهنا په ۲۰۱۷ کال له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه. هغه د اينې په سرطان اخته ؤ. وينود کهنا د بي جي پي ګوند څخه د ګورداسپور په استازيتوب د پارلمان غړی هم ؤ. هغه په ۲۰۱۵ کال د شاه رخ خان په «ديوالې» فلم کي د وروستي ځل له پاره د سېنما پر پرده راڅرگند سو. د ناروغۍ په وروستي پړاو کي د اوبو د کمښت له کبله د هغه بدن ډېر کمزوره سوی ؤ. د هغه وخت انځورونو يې مينه وال زښت خواښينه کړي ول.
انځور: Getty Images/AFP/STRDELراجېش کهنا د «آنند» په نوم فلم کي د يو داسي کس رول ادا کړی ؤ چي د سرطان په ناروغي اخته وي. هغه په خپل ژوند کي په رشتيا په دغه ناروغۍ اخته سو. ويل کيږي چي د ژوند په وروستيو شلو ورځو کي هغه متيقين سوی ؤ چي نور يې ژوند پای ته رسېدلی دی او د ۲۰۱۲ کال د جولای په ۱۸مه نېټه يې د سرطان سره مبارزه بايلوده او ومړ.
انځور: APپه ۲۰۱۲ کال داسي خبرونه خپاره سول چي هندۍ ايکټره منيشا کويرالا په سرطان اخته ده. د هغې مينه وال سخت خواشينه سول کله چي يې د هغې هغه خپاره سوي انځورونه وليدل چي پکښي پر سر يې ورېښته نه ول. هغې په يوه مرکه کي وويل چي دا چي په کورنۍ کي يې د سرطان په ناروغۍ نور کسان هم اخته سوي ول، د دې اخته کېدنه دې ته د تعجب وړ نه وه.
انځور: Getty Imagesانوراګ باسو چي د «ګېنګسټر» او «مرډر اېنډ برفي» په شان فلمونو ډايرېکټر ؤ، په ۲۰۰۴ کال خبر سو چي د سرطان په ناروغۍ اخته دی. ډاکټرانو ورته وويل چي د ژوند پای يې رارسېدلی دی خو انوراګ باسو د سرطان سره په مبارزه کي بريالی سو او ژوندی پاته سو.
انځور: APنامتو ايکټره ممتاز په ۲۰۰۲ کال د سينې په سرطان اخته سوه. هغې ۶ ځله شيمو درملنې او ۳۵ د وړانګو درملنې وګاللې. د هغې عمر هغه وخت ۵۴ کاله ؤ. نوموړې چي اوس تر۷۰ کالو زيات عمر لري، کله په لندن کي او کله په ممبی کي د خپلي کورنۍ سره ژوند کوي.
انځور: I. Mukherjee/AFP/Getty Imagesد سنجېدت مور او د خپل وخت د هندي فلمي نړۍ ستورې نرګس هم په سرطان اخته سوې وه. هغه د درملنې له پاره د سنجېدت او د هغه د پلار سونيل دت سره د امريکا متحده ايالاتو ته د درملنې له پاره ولاړه. د سنجېدت د لومړي فلم «روکي» بازار ته تر راوتلو څو ورځي مخکي هغې په روغتون کي ساه ورکړه.