1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په چین کی تقریباً یو میلیون کسان د کرونا پر ضد واکسین سوي

۱۳۹۹ آذر ۱, شنبه

د سینوفارم چینایي شرکت ویلي چي د کرونا ضد خپل واکسین یې تر اوسه پر شاوخوا یو میلیون انسانانو تطبیق کړی . دا په داسې حال کې چي تر اوسه لا په تجربوي پلټنو کي د دغه واکسین د اغیزې په هکله شواهد نه دي وړاندی سوي.

China Corona-Pandemie | Sinopharm
انځور: picture-alliance/Xinhua/Zhang Yuwei

دسینوفارم په نامه د دوا جوړولو چینایی شرکت دغه خبر د نوامبر پر ۲۰ مه نیټه د «وی چت» په نامه د پیغام رسونې د سرویس له لاری خپور کړی دی. د دغه شرکت رییس لیو جینگ ژن په یوې مرکې کي وویل چې د یوې اضطراري برنامې پر اساس، تر اوسه تقریباً یو میلیون کسان په چین کي د کرونا په مقابل کي واکسین سوي دي. هغه زیاته کړې چی تر اوسه د دغه واکسین د جدي جانبي اغیزو په هکله رپوټ نه دی ورکول سوی، بلکه په ډیرو لږو پیښو کي سپک علایم لیدل سوي.

د چین دولتي رسنۍ له څو اونیو راهیسي د ځانگړو ډلو لکه پوځي منسوبینو، طبي پرسونل او همدارنگه دیپلوماتانو او سترو دولتي شرکتونو د کارکوونکو له واکسیناسیون څخه خبر ورکوي. دا په داسې حال کې چي تر اوسه لا پر دغو کسانو د بالینی واکسیني تحقیقیاتو دریمه پړاو نه دی بشپړ سوی.

سینو فارم ویلی چي تولید سوی واکسین یې تر اوسه د عربي متحده اماراتو، بحرین، مصر، اردن، پیرو او ارجنتاین په شمول په لسو هیوادونو کي خپله دریمه بالینی مرحله تیره کړې ده.

نوموړي شرکت که څه هم تر اوسه د تجربوي پلټنو په جریان کي د دغه واکسین د اغیز په هکله شواهد نه دي وړاندې کړي، خو ادعا کوي چی د واکسین په تولید کي له هره اړخه په نړۍ کي مخته دی.  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب