طالبان: د پاکستان د تېرې شپې په ډزو کې ۴ ملکیان وژل شوي
۱۴۰۴ آذر ۱۵, شنبه
په کندهار کې طالب چارواکي وايي د پاکستان د دسمبر د ۵مې او ۶مې تر منځ شپې په بریدونو کې ۴ ملکیان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي. دواړه لوري پر یو بل د «بې دلیله» ډزو تور لګوي چې له کبله ېې د تېرې شپې نښته رامنځ ته شوه.
په سپين بولدک کې د طالبانو ولسوال عبدالکریم جهاد وویل چې په بيګانیو ډزو کې څلور ملکیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې مشر، علي محمد حقمل وویل چې پاکستاني ځواکونو «له سپکو او درونو ګوليو» استفاده کړې چې په کې د ملکيانو کورونه لګېدلي دي. د تلف شوو کسانو په هکله جزئیات نه دي ورکړل شوي.
نور ولولۍ: طالبان: د پاکستان په برید کي ۱۰ ملکیان وژل سوي دي
ځايي خلکو وویل چې نښتې د ماسخوتن په شاوخوا ۱۰نیمو بجو پیل شوې چې نژدې دوه ساعته وروسته پای ته ورسېدې.
هاخوا د چمن ښارګوټي یوه روغتون وویل چې په دغو ډزو کې درې کسان چې سطحي ټپيان شوي ول دوی ته وروړل شول چې تر درملنې وروسته رخصت شول.
پاکستان او طالبان د تېرې شپې نښتو د پيل په تړاو یو بل پر «بې ډلیله» ډزو تورن کړي.
د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد تېر ماښام پر اکس شبکه ولیکل: «متأسفانه چې نن ماښام پاکستاني اړخ یوځل بیا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان په طرف بریدونه پیل کړل، چې د اسلامي امارت ځواکونه هم غبرګون ته اړ شول.»
پاکستان هم ورته ادعا کړې وايي لومړی د افغانستان له لوري پرې ډزې وشوې او د دوی ځواکونو ېې ځواب ورکړ.
نور ولولۍ: په افغانستان کې له پاکستانه د وارداتو له بندیدو وروسته د درملو د کمښت په هکله اندیښنې
د پاکستان د صدراعظم یو ویاند مشرف زيدي په دې هکله پر اکس شبکه ولیکل: «لږ مخکې د افغان طالبانو رژیم» د پولې په اوږدو کې «پر بې دلیله ډزو لاس پورې کړ چې زموږ وسله وال ځواکونو له لورې فوري، وړ او شدید ځواب ورکړل شو.»
د تېرې شپې نښتې د اکتوبر میاشتې خونړيو نښتو وروسته کيږي چې په کې له دواړو خواو په لسونو کسان وژل شوي ول. هغه مهال طالبانو د ډيورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوسته عملیات ترسره کړل. طالبانو ویل چې پاکستان د کابل په ګډون د افغانستان پر ځینو برخو حملې وکړې اودغه «انتقامي عملیات» ېې د پاکستان د حملو په ځواب کې ترسره کړل. تر هغه وروسته دواړه لورو ترمنځ اوربند وشو.