د نیمروز کروند ګرو وړاندوینه کړي، چې سږکال په دغه ولايت کی د پنبې حاصلات د تير کال په پرتله لس برابره زياتيږې. په نيمروز کې د کرنې او مالدارۍ وزارت ریاست ويلي،چې سږکال د پنبې حاصلات پنځه زره ټنه ته لوړ شوي، چې له تير کال سره د پرتلنې له مخې لس برابره زيات شوي. دا په داسې حال کې ده په دغه ولایت کې تير کال د پنبې حاصلات يوازې ۵۶۰ ټنه ول.
د نيمروز د کرنې او مالدارۍ وزارت رياست وايي، چې په دغه ولایت کې د خلکو علاقه د پنبې کرلو ته ډيره شوې ده. زياته شوې چې د چابرجک، خاشرود او د دغه ولایت په نورو ولسواليو کې پنبه کرل کيږې او هر کال يې حاصلات زياتيږې.
د نيمروز ولايت د کرنې او مالدارۍ د رياست يو تن مسؤل ذبيح الله اوليا زاده وايي، چې سږکال په دوه زره او ۲۵۰ هکتاره زمکه کې پنبه کرل شوې او تمه کيږې چې له هغې څخه به پنځه زره ټنه پنبه راټوله کړل شي.
انځورونه: په افغانستان کې د پنبې له کښته د تار تر جوړیدو
افغان بزگران له ډیر پخوا راهيسي پنبه دانه کري. یو وخت افغانستان په سیمه کې د پنبې او نخي کاليو ستر تولیدوونکي هيواد وو. په افغانستان کې د پنبې ډیري کارخاني هم موجودې وې چې په زرونو کسانو پکښې کار کاوه.
انځور: Getty Images/Afp/Aref Karimiپه ټول افغانستان کې اوس د پنبې د کښت کچه کښته شوې ده. ډیر بزگران وایي چې د پنبې د بیې د کښته والي له کبله هغوی نور بوټي کري.
انځور: Getty Images/Afp/Manpreet Romanaله پنبې څخه له غوړو نیولي بیا تر کالو پوري توکې تولیدیږي. پخپله د پنبې دانې بوټی کیدای شي چې د سون موادو او یا هم د نورو بوټو له پاره د کیمیاوي کود په توگه وکارول شي.
انځور: Getty Images/Afp/Noorullah Shirzadaافغانستان درې لسیزي دمخه په ۲۰ زره هکتاره ځمکه کې پنبه کرله او هر کال به یې ۳۵۰ زره ټنه پنبه ځني اخيستله.
انځور: Getty Images/Afp/Noorullah Shirzadaپنبه د غنمو د حاصلاتو تر ټولولو وروسته کرل کیږي. کله چې د پنبې ۶۰ سلنه غوزي خولې خلاصي کړي بیا يې نو حاصلات ټولیږي. تر دې وروسته بیا له دانو څخه د پنبو جلا کولو بهیر پیلیږي.
انځور: APله پنبې څخه دانې د ماشین په مرسته بیلیږي. په افغانستان کې تر کورنیو جگړو مخکې د روسیې او آلمان په مرسته د پنبې لویې کارخانې جوړې شوې وې خو هغه د جگړو له کبله له منځه ولاړې.
انځور: Getty Images/Afp/Noorullah Shirzadaپه افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر ړنگیدو وروسته په ځینو ولایتونو کې د پنبې کارخانې یووار بیا فعاله شوې خو اوس هم دغه سکتور ډیري مرستې ته اړتیا لري.
انځور: Getty Images/Afp/Farzana Wahidyتر هغه وروسته چې پنبه له دانو بیله شي، کارخانو ته استول کیږي، څو ورڅخه تار تولید شي. پر دې سربیره پنبه په خپل لومړي شکل هم پلورل کیږي. د پنبې له دانې څخه بیا غوړي جوړیږي.
انځور: Getty Images/Afp/Manpreet Romanaپه لومړي سر کې له پنبې څخه جوړ شوی تار سپین وي، وروسته بیا د رنگ په گډولو سره بیلابیل رنگونه تولیدیږي.
انځور: Getty Images/Afp/Shah Maraiد کارخانو تر څنگ په کلیو کې ښځي په سنتي ډول هم له پنبې څخه تار جوړوي.
انځور: Getty Images/Afp/Aref Karimiپه وروستیو کلونو کې یو شمیر نړیوالو مرستندویه سازمانونو افغان میرمنو ته داسې ماشینونه ورکړل چې په مرسته یې هغوی له پنبې تار جوړولای شي.
انځور: Getty Images/Afp/Aref Karimiتر هغه وروسته چې له جوړو شوو تارونو سره رنگ یوځای شي هغوی بیلابیل رنگونه خپلوي.
انځور: Getty Images/Afp/Qais Usyanاوس مهال په افغانستان کې د نساجي ډیري لږ فابریکې فعالي دي، د دغي برخي د ودې له پاره لا ډیر کار ته اړتیا شته.
انځور: Getty Images/Afp/Aref Karimiافغانستان له خپلې پنبې څخه یو شمیر تولید شوي ټوکران بهر ته هم صادروي.
انځور: Getty Images/Paula Bronsteinافغانستان یو وخت په سیمه کې د پنبې یو لوی تولیدونکی وو، په وروستیو کلونو کې په دې برخه کې بیا ډیري هڅي رواني دي.
انځور: DW د نیمروز ولايت د کرنې ریاست دغه چارواکې، د پنبې حاصلاتو زیاتیدل په دغه ولايت کې د پنبې له کرلو سره د خلکو د علاقي زياتوالې په گوته کوي. د دغه ولایت کروندګر د پنبې له کرلو څخه راضي دي. د نیمروز په چابرجک ولسوالۍ کې د منصور بلوچ په نامه يو کروندګر، چې له دوو کالو راهيسې پنبه کري د حاصلاتو زياتیدلو ته خوشبینه دی او وايې، چې د پنبې حاصلاتو زياتیدل او نړیوال بازار ته يې لاره موندل د دې سبب شوي، چې د دغه ولایت ډير شمير کروندګر د پنبې کرلو ته وهڅيږې. منصور بلوچ په دغه ولایت کې د اوبو کمښت د کروندګرو ستره ستونزه ګڼي او له حکومت څخه غواړي چې په دي لاره کي ورسره مرسته وکړي.
په افغانستان کې اوس هم يو شمير ښځې او ماشومان د پنبې په کروندو او د نخ توليداتو په برخه کې کار کويانځور: Getty Images/Afp/Aref Karimiپنبه د غنمو حاصلاتو له راټولولو وروسته کرل کیږی. د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلين زياتوي چې پنبه د غنمو په پرتله کمو اوبو ته اړتیا لري. په دغه ولايت کي دوه ډوله پنبه کرل کيږي، چې يو ډول يې په کال کي درې ځلي حاصل ورکوي او بل ډول يې په کال کي یو ځل.
افغانستان د پنبي پخوانی توليدونکی
د پنبې کرل په افغانستان کې له لرغونو کرنیزو محصولاتو څخه ګڼل کيږې. يو مهال دغه هیواد په سیمه کي د پنبې، نخ او نخي کاليو له مهمو توليد کونکو هيوادونو څخه ګڼل کيده او داسې فابريکې يې درلودې، چې په سلونو کسانو په کي کار کوو. خو کرار کرار دغه محصولات کمرنګه شول. نیمروز،پروان، کنړ، روزګان، فاریاب، هرات، بغلان، جوزجان، کاپیسا، ننګرهار، سمنګان، سرپل، هلمند او کابل له هغه ولايتونو څخه دي،چې پنبه په کي کرل کيږي.
له پنبې څخه کيدی شي له خوړو نیولي تر پوشاک پورې توليد وشي. د پنبه دانې له غوړو څخه په پخلي او هم په طبابت کي ګټه پورته کيږي.له تفالي څخه يې د څارویو خوراک، له مالوچو يې نخي محصولايت توليدیږې او بوټې يې کیدای شي چې په کیمياوي سره کې ترينه ګټه پورته شي.
پنبه د افغانستان له مشهورو صادراتي توکو څخه ګڼل کيده چې په دغه هیواد کي دري لسیزي پخوا نږدي ۲۰ زره هکتاره زمکه کي کرل کیدله او په کال کې د پنبې حاصلات ۳۵۰ زره ټنه وو. اوس هم ډير شمير کلیوال د پاخه عمر خلک، ځوانان، ښځې، نارينه او حتي ماشومان د پنبې په کروندو او د نخي توليداتو په برخه کي کار کوي.
زموږ له آرشيف څخه:
انځوریز رپوټ: هرات کې د«افغانستان د سپیني طلا» فابریکه پرانيستل شوه
په هرات کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د « افغانستان د سپیني طلا» په نوم د پنبې د محصولاتو لمړنۍ فابریکه پرانیستل شوه. دغه لويه فابریکه د افغانستان د آزادۍ جشن په ورځ پرانستل شوه. انځورونه دلته وگورئ:
انځور: DW/S. Tanha د افغانستان ولسشمر محمد اشرف غني د افغانستان د خپلواکۍ ۹۸ کليزې په مناسبت هرات ولایت ته سفر وکړ.
انځور: DW/S. Tanha هغه په دغه سفر کې يوه فابریکه پرانيستله چې د«افغانستان سپینه طلا» يې نوم دی.
انځور: DW/S. Tanha له «سپیني طلا» څخه مطلب «پنبه» ده کوم چې دغه نبات د افغانستان په ډيرو سيمو کې کرل کيږي.
انځور: DW/S. Tanha په دغه فابریکه کې له پنبې څخه په ورځ کې ۷ زره ټنه نخ توليديږي.
انځور: DW/S. Tanha دا په افغانستان کې د نخ جوړونې لمړنۍ لويه فابریکه ده چې د کورنيو جګړو وروسته پرانيستل کيږي.
انځور: DW/S. Tanha دغه فابریکه په نوې تکنالوژۍ سمبال ده او د توليداتو کچه يې لوړه ده.
انځور: DW/S. Tanha دغه فابريکه د خصوصي سکتور لخوا رغول شوې چې څه باندې ۶ ميليونه ډالر پانګه ورباندې شوې ده.
انځور: DW/S. Tanha په فابريکه کې د توليد د خط لپاره په لمړي سر کې له ۲۰۰ څخه زيات ځوانان په کار ګمارل شوي دي.
انځور: DW/S. Tanha په هرات کې د نخو د توليد دغه فابریکه به د هيواد له اړتيا څخه علاوه، چين او ترکيې ته هم نخ صادروي.
انځور: DW/S. Tanha اشرف غني د هيواد د اقتصاد په تاريخ کې د هراتي پانګوالو رول ځلاند یاد کړ او ټينګار ېې وکړ چې دغه ولایت هيڅ کله ندی لويدلی او بیا به هم د هيواد په يوه پرمختللي صنعتي قطب بدل شي.
انځور: DW/S. Tanha د فابريکې د مسئولينو پروينا د پنبې له دانې څخه دغه راز د غوړيو، صابون او د اوبدلو په صنعت او توليد کې هم کار اخيستل کیږي.
انځور: DW/S. Tanha د دغې فابريکې لپاره يوازينۍ ستونزه امنيتي وضعيت دی. د فابريکه کارګرانو داسې جامې پرتن دي چې ورباندې ليکل شوي دي: « مونږ د ګران افغانستان اقتصادي سرتیري یو».
انځور: DW/S. Tanha