د شپاړلس کلنۍ په عمر امريکا متحده ایالاتو ته ولاړه او هلته یې يو کال ژوند وکړ. په هانور کې یې د حقوقو تر زده کړې وروسته د بريتانيا په «London School of Economics» کې نړيوال قوانين ولوستل.
۴۰ کلنه انالېنا بېربوک په لومړي ځل په ۲۰۱۸م کال کې د ګوند د يوه کنفرانس پر وخت خلکو وپيژندله. د آلمان د ختیځ براندنبورګ ايالت اوسيدونکې دا سياستواله بيا د ګوند له دوو مشرانو څخه يوه وټاکل شوه.
د ګوند د مشرې په توګه تر ټاکل کيدو وروسته هم د هغې هلې ځلې سستې نه شوې. هغې خپل سياسي مشخصات نور هم روښانه کړل او ځان یې د اقليم بدلون ته د ځواب ورکوونکې يوې کارپوهې په توګه مطرح کړ.
هغې هیڅکله هم د بهرني سياست د تګلارې د مهمو مسئلو په اړه د خپل نظر له څرګندولو ډډه نه ده کړې. همدا راز یې تل د ښی اړخه تندلاریتوب او له پرديو سره د دښمنۍ ګواښونو يادونه هم کړې ده.
له هغه راهيسې چې دغه د دوو اولادونو مور د ګوند ګډه مشره ده، زرغون ګوند تر شل سلنې زياتې رایې ترلاسه کړي دي. پر دې سربيره یې ګوند د اروپايي پارلمان او همدا راز په سيمه ایزو ټاکنو کې هم ښې پايلې ولرلې.
که څه هم چې بېربوک او د زرغون ګوند د هغې ملګری مشر روبیرت هابېک دواړه د نورو ګوندونو له سياستوالو سره چې محافظه پال ګوندونه هم پکې شامل دي، د ممکنه شريکو موخو له پاره خبرو ته يو څه زړه نا زړه دي، خو د ۲۰۲۱م کال تر ټاکنو وروسته په برلین کې د محافظه پالو او زرغون ګوند ترمنځ د يوه احتمالي ائتلاف له پاره ګنګوسي ډېر دي.
خو بېربوک د خپل ګوند چې له محافظه پال اتحاد له تګلارو سره ډېر توپير لري، يوه په روښانه توګه ټاکل شوي دريځ له پاره ډېر زيار ايستلی دی. د مثال په ډول نوموړې غواړي چې آلمان بايد د ۲۰۳۸م کال تر ټاکل شوي مهلت مخکې له ډبرو سکرو انرژۍ څخه لاس واخلي. هغه همدا راز آلمان پر لويو لارو په ساعت کې د ۱۳۰ کيلومترو د سرعت حد ټاکلو پلوۍ هم ده.
انگلا ميرکل د آلمان صدارت مانۍ کې لومړنۍ ميرمن ده. که څه هم چې هغې هيڅکله هم له دې موضوع يوه ستره سياسي مسله نه ده جوړه کړې خو ځينې ښځې د میرکل له ځانگړي حمايت څخه برخمنې وې. د مثال په توگه انگريت کرمپ - کارنباور، اورزولا فون ډېر لاين، او يوليا کلوکنر.
انځور: picture-alliance/M. Schreiber
محتاط چلن
ميرکل ډېر له احتياط څخه کار اخلي. هغه چې څه نظر د نړۍ د ځينو دولتي او حکومتي مشرانو په اړه لري، واضح کوي يې نه، يا چپ پاتيږي او يا یې هم مبهم بيانوي. د دې ډول کسانو سره په چلن کې د دولت اصول تعقيبوي.