1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منظور پښتېن وايي زندان کې ورسره زور زیاتی شوی

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ آذر ۲۴, جمعه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تر اوه ورځني بند وروسته د پنجشنبې په ورځ محکمې ته وړاندې شو. د نوموړې نېول کېدو ته په خواله رسنیو کې هم کلک غبرګون ښودل شوی.

آرشیف انځور: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین
آرشیف انځور: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتینانځور: Mohammad Usman/DW

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، د پښتون ژغورنې غورځنګ یا PTM  مشر د پنجشنبې پر ورځ د ترهګری ضد محکمې ته وړاندې کړای شو.

په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېدونکو ویډیوګانو کې ښکاري چې منظور پښتین داسې مهال محکمې ته وړاندې کیږي چې لاسونه یې ولچک شوي. هغه د یوه خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا زور زیاتی ورسره شوی، وویل: «هو زور زیاتی شوی، خو زور زیاتی پرېږده که په اتومي بم هم کېنول شوم، له خپله دریځه نه په شا کیږم.»

د انجینر احمدزي په نوم د اکس خواله رسنۍ یوه کارن پر خپله اکس پاڼه د منظور پشتین ویډیو خپره کړې او د رحمان بابا په یوه شعر یې د نوموړي دریځ ستایلی دی.

منظور پښتین له خپلو پلویانو غوښتي چې د پاکستان حکومت پرضد اعتراضونو ته دوام ورکړي.

د ترهګری پرضد محکمه کې د قاضي د پرېکړې پر بنسټ، به منظور پشتین په قضايي توقیف کې پاتې وي.

د هغه وکیل رسنیو ته ویلي چې تمه ده راتلونکې دوشنبه په ضمانت خوشې شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین شاوخوا یوه اونۍ وړاندې هغه مهال ونېول شو، کله چې نوموړي غوښتل د بلوچستان پرلت ته وینا وکړي. د بلوچستان پولیسو ادعا کړې چې د منظور پښتين  پلویانو پرې ډزې کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل