1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

څلور هیوادونه د کرونا ۱۰ میلیونه واکسینه ترلاسه کوي

۱۳۹۹ اسفند ۱۳, چهارشنبه

پاکستان، بنګله دیش‎، نایجیریا او اندونیزیا به د کوواکس پروګرام له خوا تر جون میاشتي پوري هر یو تر ۱۰ ميلیونه اضافه د کرونا ضد واکسیونونه وړیا ترلاسه کړي. تر ټولو لومړی بیا ګانا ته تیره اونی رسیدلي ول.

Serbien spendet Covid-19 Impfungen an Bosnien und Herzegowina
انځور: Serbian Presidential Press Service/AP/picture alliance

کوواکس نړيوال پروګرام د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د مارچ ۲) خبر ورکړی دی چي نایجریا، انګولا، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، کمپوچیا، جنوبي کوریا او کولمبیا به هم د دغه پروګرام له لاري د کرونا واکسیونونه ترلاسه کړي.

ګواکس غواړي ددې کال په اولو شپږو میاشتو کي د کرونا واکسین تقریبأ ۲۳۷ ميلیونه دوزه ۱۴۲ هغو هیوادونو ته ولیږي، چي لږ او یا متوسط عاید لري.

د ګاوي- Gavi په نامه د واکسیونونو د اتحادیې رئیس، سېټ برکلي ژورناليستانو ته وویل: «زموږ هدف دادی چي د امکان تر حده پوري ډیر انسانان له کرونا څخه وساتو.» خو په اوس وخت کي د کرونا واکسیونونه لږ په اختیار کي سته، ځکه چي شتمنو هیوادونو ډیره اندازه ځانو ته ریزرف کړي دي.

د کرونا-ابتکارونو په نامه دغه پروګرام په ټوله نړۍ کي د کرونا واکسیونونو د عادلانه ویش له پاره کار کوي. هغه یې په ګډه سره د روغتيا نړيوال سازمان، د ګاوي د واکسیونونو اتحادیې او څيپي اتحاد له خوا توزیع کوي.

انځور: Cyrille Bah/AA/picture alliance

له کوواکس پروګرام سره د دنیا تقریباً ۱۹۰ هیوادونه یوځای سوي دي، چي پکښي ۹۲ هغه هیوادونه دي، چي لږ او یا متوسط عاید لري، لکه پاکستان، هندوستان، ویتنام او نور.

کوواکس غواړي دې هدف ته ورسیږي، چي په همدې کال کي لا هر هیواد ـ بې تفاوته ده چي موړ او یا غریب وي ـ تر ټولو له خطر سره مخامخ ۲۰ فیصده اتباع یې د کرونا ویروس په مقابل کي واکسین سي.

دغه پروګرام د واکسین تولیدولو ډیرو شرکتونو سره د ۲ ميلیاردو دوزو قراردادونه امضأ کړي او هم یې له نورو هغو شرکتونو سره د یوه ميلیارد واکسین د پلاس راوړلو قراردادونه امضا کړي دي چي لا یې واکسینونو ته تر اوسه پوري اجازه نده ورکړل سوې.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب