1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

په آلمان کي د کرونا وبا نوی ريکارډ

۱۳۹۹ دی ۱۰, چهارشنبه

کرونا ويروس لا هم په ټوله نړۍ کې د خپريدو په حال کې دی. په آلمان کې په لومړي ځل په ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۲۹ کسان د دغي وبا له امله مړه شوي دي. امریکا ته بيا نوی کرونا ويروس رسیدلی دی.

Deutschland | Krankenschwester neben Coronapatient
انځور: Ina Fassbender/AFP/Getty Images

روبرت کوخ انستيتيوت د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د دسمبر ۳۰) رپوټ ورکړی دی چې په آلمان کې د کرونا ناروغۍ له امله په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۲۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دا په دغه هيواد کې له دغې ناروغۍ څخه د مړيني نوی ريکارډ دی. تر دې وړاندې په آلمان کې په ۲۴ ساعتونو کې د مړينې تر ټولو لوړ شمېر ۹۶۲ وو.

د دغه رپوټ په حواله، په آلمان کې د تيرو ۲۴ ساعتونو په جريان کې د کرونا ناروغۍ ۲۲ زره ۴۵۹ نوې پيښې ثبت شوي دي. 

د وروستيو ارقامو له مخې، په دغه هيواد کې تر اوسه ټول ټال ۳۲ زره او ۱۰۷ کسان د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

په آلمان کې د کرونا واکسين د تطبیق په برخه کې زړو خلکو او روغتيايي کارکوونکو ته اولويت ورکړل شوی دی. د آلمان فدرالي حکومت يو ځل بيا ټينګار کړی دی چې د کرونا ويروس ضد واکسين به اجباري نه وي او تطبیق يې د هر شخص خپل تصميم ته پريښودل کيږي.

له بلي خوا په امريکا کې د کرونا د نوي ډول ويروس، لومړۍ پيښه ثبت شوې ده. نوی کرونا ويروس د ابتلا او خپريدو چټک توان لري چې نخښې يې په لومړي ځل په وروستيو کې په بريتانيا کې وليدل شوې.

د رپوټونو مطابق، د امريکا په کلورادو ايالت کې په يو ۲۰ کلن ځوان کې نوی کرونا ويروس ليدل شوی دی. دغه ځوان اوس په قرنطين کې دی. هغه تر دې وړاندې بریتانيا ته سفر نه وو کړی.

امريکا متحده ايالات د کوويد ۱۹ ناروغۍ د ابتلا په برخه کې هم د نړۍ په کچه په لومړي ځای کې قرار لري. په دغه هيواد کې شاوخوا ۱۹نيم ميليونه کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې څخه يې څه باندې ۳۳۵ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کرونا د نوی ډول ويروس نخښې د انګلستان له سويل پرته اوس په کاناډا کې هم ليدل شوي دي.

دویچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب