1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

د کرونا وبا سره د پلاستیک مصرف زیات شوی دی

۱۳۹۹ آبان ۱۶, جمعه

تر اوسه ويل کيدل چې د کرونا وبا يوازینۍ مثبته پایله د چاپيریال ساتني وضعيت کې ښه والې دی، خو تر اوسه لږ تر لږه په اروپا کې دغه اغيز هم منفي شوی دی.

Malysia Handschuhproduzent Top Glove
انځور: picture-alliance/AP Images/V. Thian

د چاپيريال ساتنې اروپایي آژانس اعلان کړی چې د کرونا وبا يوازې په لنډه موده کې پر چاپيريال مثبت اغيز لرلی او کرار کرار يې منفي اغیزې راښکاره کيږې.

د چاپيريال ساتنې اروپايې آژانس د رپوټ له مخې په تګ راتګ کي د محدوديتونو له کبله او له کور څخه د کار کولو په زياتیدو سره د اروپا په ډيرو ښارونو کې د هوا کیفیت ښه شوی وو. خو په تدریجي ډول له پلاستيک څخه د زیاتې ګټې اخیستنې له کبله پر چاپیریال د کرونا وبا منفې اغیزې زیاتي شوي دي.

د دې علت له پخوا څخه هم په زياته کچه له پلاستيکي موادو څخه کار اخیستل دي. د هغې له جملې څخه يو ځل کاریدونکي دستکشې، پلاستيکي جامې چې له ويروس څخه د حفاظت په موخه کارول کيږې او پر دې سربیره عفونیت ضد موادو بوتلونه دي.

 پر دې سربیره په اروپا کې ډير شمير رستورانونه چې یوازې مشتریانو ته د د خوړو د وړلو اجازه لري، هم له پلاستيکي لوخو څخه ګټه اخلي. دغه راز د پلورنځيو تړل کیدل او له کورونو څخه بهر ته د تګ راتګ محدوديدل، هم د دې سبب شوی چې خلک په آنلاین ډول توکې راونیسې او دغه محصولات ډير کله په پلاستيکي بستو کي تړل شوي وې. 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (04.12.2018):

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب