1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

په آلمان کې د کرونا بې سارې پيښې

۱۴۰۰ آبان ۲۷, پنجشنبه

په آلمان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا تر ۶۵۰۰۰ نوې پېښې ثبت شوي دي. روغتیایي چارواکو خبرداری ورکړی دی چې ښایي پېښې تر دې هم زیاتې وي.

Deutschland Stuttgart Corona-Impfung
انځور: AFP

آلمان د پنجشنبې په ورځ د کرونا ویروس د پېښو خپل ریکارډ مات کړ او په ۲۴ ساعتانو کې  ۶۵۰۰۰  پېښې ثبت شوې دي. دا لومړی وار دی چې د کرونا وبا له پېل راهیسې په یوه ورځ کې دومره زیاتې پېښې ثبتیږي. تر دې دمخه په یوه ورځ کې د کرونا د ثبت شوو پېښو شمیر ۶۰۰۰۰ وو.

په عین وخت کې د روبرت کوخ انستیتوت مشر لوتر ویلر، خبرداری ورکړی دی چې ښایي د اصلي پېښو شمیر تر دې هم لوړ وي.

د ویلر په خبره هغه په دې باور دی چې په یوه ورځ کې د کرونا پېښو اصلي شمیر تر راجستر شوو «دوه یا درې چنده» زیات وي. 

د رابرت کوخ انستیتوت مشر د راتلونکو ورځې ترخې وړاندوینې په اټکلولو سره له سیاسي مشرانو غوښتي دي چې د نوو پيښو د مخنیوي له پاره عاجل اقدامات ترسره کړي: «موږ به واقعان یو بد کرسمس ولرو، که چیرې موږ متقابل اقدامات ترسره نه کړو.»

د رابرت کوخ انستیتوت مشر لوتر ویلرانځور: picture alliance/dpa

هغه د کوید پالیسې په هکله د اقداماتو په تړاو هم ناهیلي څرګنده کړې ده: «دا نوره د تحمل وړ نه ده چې زه او زما نور ډیر همکاران یې له تیرو ۲۱ میاشتو راهیسې وایو او ښایي اوس هم نه وي منل شوي.»

روغتیایي چارواکي د تماس نیولو محدویت، د کلبونو او بارونو د بندیدو او د ټول هیواد په کچه د «۲جي» مقرراتو د نافذیدو غوښتنه کوي. ۲جي، د هغه قانون لنډیز دی چې رستورانونو او هوټلونو ته یوازې د هغو خلکو تګ ممکنوي چې یا یې د کرونا ضد واکسین کړي وي او یا له دغې ناروغۍ بیرته رغیدلي وي.

ویلر په داسې یوه وخت کې دغه څرګندونې کړي دي چې په پام کې ده د آلمان صدراعظمه د ۱۶ ایالتونو له مشرانو سره د پنجشنبې په ورځ  وویني، څو د ټول هیواد په کچه د کرونا د نوو پيښو په تړاو پر اقداماتو وغږیږو.

روغتونونه تر فشار لاندې دي

په وروستیو اونیو کې په آلمان کې د خلکو د واکسین کیدو کچه تر ۷۰ سلنې کمه ده چې په نسبي ډول د نورو لویدیځو اروپایي هیوادونو په پرتله ټیټه ده.

دا غږ مخ پر خږیدو دی چې په آلمان کې لا هم نور زیات خلک ځانونه واکسین کړي او حکومت پر هغو خلکو سخت محدودیتونه وضع کړي چې واکسین شوي دي، څو له دې لارې واکسین کولو ته وهڅول شي.

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکې د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا له هغو خلکو چې واکسین شوي نه دي، د واکسین کیدو غوښتنه وکړه. د هغې په خبره کله چې کافي خلک واکسین شوي نو دا له پاندمي څخه د راوتلو لاره ده.

په عین وخت کې د کرونا نوې څپې د آلمان په ځینو برخو کې روغتونونه له فشار سره مخامخ کړي دي.

په داسې حال کې چې په عاجلو واټونو کې د کرونا د ناروغانو شمیر مخ پر زیاتیدو دی، روغتونونه له دغه وضعیت سره د مبارزې هڅه کوي، نه یوازې له دې کبله چې د ناروغانو شمیر مخ پر زیاتیدو دی، بلکې د روزل شوي پرسونل کمښت هم شته. 

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل