کرېکټ: یو ۱۳ کلن لوبغاړی په ۱۱ ميليون هندي روپیو وپېرل شو
۱۴۰۳ آذر ۶, سهشنبهد هند د بهار ایالت ځوان بیستمين يا توپ وهونکی وېبو سوریاونشي د سږ کال هند غوره لیګ «ای پي ال» کې تر ټولو ځوان اخېستل شوی لوبغاړی دی، چې په دې سره یې په ای پي ال کې د کم عمره لوبغاړي د لوبېدلو تاریخ هم جوړ کړو.
په ای پي ایل سوداګریز لیګ کې د لوبېدلو لپاره د لوبغاړو د پېر بولۍ ترسره کېږي، چې لوبډلې د لوبغاړو تړون لپاره خپلمنځي سیالي ترسره کوي.
له وېبو سوریاونشي سره د تړون لپاره راجستان رایلز او ډیلي کپیټلز دواړو لیواله وه خو بلاخره د راجستان رایلز له لوري په يو کروړ او لس لکو هندي روپیو وپیرل شو.
سوریاونشي به د هند د پخواني پیاوړي توپ وهونکي راهول ډراوړ لخوا روزل کیږي او په هغه لوبډله کې به شامل شي چې یو شمیر نور هندي لوبغاړي پکې شامل دي.
وېبو سوریاونشي څوک دی؟
دا کیڼ لاسی توپ وهونکی د بهار ایالت اوسېدونکی دی او هغه مهال د خبرونو سرټکی او د پام وړ شوو چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې نوموړی د خپل ایالتي لوبډلې له لوري د لوبډلې برخه شو. هغه وخت دی یوازې ۱۲ کلن وو.
د یو پیاوړي اوپنینګ توپ وهونکي په توګه سوریاونشي د سپټمبر په میاشت کې د اسټرالیا په خلاف د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره غوره شو او په دغه یو ورځنیو سیالیو کې یې د استرالیا خلاف سلیزه ووهله.
خو ای پي ېل لیګ شل اوریز فارمیټ سیالۍ دي او نوموړي تر اوسه یوازې یوه شل اوریزه سیالۍ ترسره کړې ده.
د حسن رضا ریکارډ او د ای سي سي اصول
د هغو لوبغاړو لپاره د عمر محدودیت نشته چې غواړي په ای پي اېل سوداګریز لیګ کې برخه واخلي یا پرې د لوبډلو له لوري بولۍ ترسره شي.
اوس د دې امکان شته چې وېبو سوریاونشي به د سږ ۲۰۲۵ م کال په ای پي اېل لیګ کې ولوبېږي.
خو د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) په ۲۰۲۰م کال کې په دې برخه کې قوانین وضع کړي وو، چې له مخې یې په هره نړیواله سیالۍ کې د ګډون کوونکي لوبغاړي عمر باید لږ تر لږه ۱۵ کاله وي.
بورډونو هم د لوبغاړو خوندیتوب ته په پام سره د نړیوال کرېکټ لپاره د عمر دغه محدودیت تایید کړی او ویلي یې دي چې دا به په ټولو فارمټونو کې پلي شي.
ای سي سي په یوې خپرې کړې اعلامیه کې هم ویلي وو، چې لوبغاړي باید لږ تر لږه ۱۵ کاله عمر ولري.
خو ای سي سي دا هم ویلي چې په استثنايي حالاتو کې کرېکټ بورډ کولی شي له دغه ادارې څخه د ځانګړې اجازې غوښتنه هم وکړي څو تر ۱۵ کلونو کم عمره لوبغاړي د خپل هېواد استازیتوب وکړای شي.
ښايي همدا لامل وي چې سوریاونشي به د راتلونکي کال په فبرورۍ او مارچ میاشت کې د کېدونکې چمپینز ټرافي برخه نه وي.
تر دې وړاندې پاکستاني توپ وهونکي حسن رضا په نړیوال کرېکټ کې د ډیبیو يا پيل کولو تر ټولو کم عمره لوبغاړي ریکارډ خپل کړی وو.
نوموړي په ۱۹۹۶ کال کې د ۱۴ کلونو او ۲۲۷ ورځو په عمر ټېسټ لوبه وکړه. رضا په ۷ ټیسټ او ۱۶ یو ورځنیو لوبو کې د خپل هېواد استازیتوب کړی. خو دا د ای سي سي د اوسنیو قوانیو له اعلان ۲۴ کاله مخکې خبره ده.