افغان کريکټر نجيب تره کی ومړ
۱۳۹۹ مهر ۱۵, سهشنبه
د افغانستان کريکټ بورډ د معلوماتو پر اساس ۲۹ کلن نجيب الله تره کی د تېرې جمعې په ورځ په جلال آباد ښار کې د يوې ترافیکي پېښې پر وخت سخت ټپي شوی وو.
د کريکټ بورډ له خوا په يوه ټويټ کې ويل شوي: « د افغانستان کريکټ بورډ د يوه پياوړي توپ وهونکي (بيټس مين) پر مړينه سخت خواشينی دی. نوموړی يو ډېر ښه انسان هم وو.»
هغه چې له تېري اوونۍ راهيسې په جلال آباد کې تر درملنې لاندې وو، دوې ورځې تر مخه د کابل يوه روغتون ته انتقال کړل شوی وو.
نجيب تره کي په ۲۰۱۴م کال کې خپله لومړۍ نړیواله لوبه د «ټي ټوينټي» نړيوال جام سياليو کې چې په بنګله ديش کې ترسره شوې وې، وکړه.
په ۲۰۱۷م کال کې يې د ایرلنډ پر خلاف خپله يوازنی يوه ورځنۍ نړيواله لوبه ترسره کړې وه.
نوموړی په تېره ميلادي مياشت کې په کابل کې د افغانستان د کرېکټ ليګ په لوبو کې چې د شپږيزې په نوم ياديږي، هم ولوبيدی. هغه د مس عينک لوبډلې غړی وو او په خپله وروستۍ لوبه کې یې ۳۲ منډې جوړې کړې وې.
د نجيب تره کی پر مړينه د کريکټ مينه والو د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې پخوانيو او اوسنیو لوبغاړو سخت خواشينه څرګنده کړې ده او د افغانستان کريکټ بورډ هم د هغه مړينه يوه ستره او نه جبرانيدونکي ضايع بللې ده.
د نوموړي د جنازې مراسمو نن، سه شنبه د جلال آباد په شيرزي لوبغالي کې ادا شول چې د ننګرهار والي ضياء الحق امرخيل، د کريکټ بورډ اجرايوي ريئس او د کريکټ بورډ نورو غړيو، د ملي لوبډلې لوبغاړو او د کرېکټ او د نوموړي یو شمير مينه والو پکې ګډون درلود.