1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

د کریکټ نړېوال جام؛ پاکستان به په هند کې لوبې نه کوي

۱۴۰۴ آذر ۵, چهارشنبه

هندوستان او پاکستان د کریکټ د ۲۰۲۶ شل اوریز نړېوال جام سیالیو کې په یو ګروپ کې دي. د فبروري په ۷مه د پیلېدونکي دغه ټورنمنټ لوبې به په هند او سريلنکا کې وي خو که پاکستان په پای لوبه کې له هند سر مخ کېږي، هند ته به نه ځي.

د هند او پاکستان د کریکټ لوبغاړي د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر په ۲۱مه د آسیا جام سیالیو پر مهال
هندوستان او پاکستان د کریکټ د راروان شل اوریز نړېوال جام سیالیو کې په یو ګروپ کې دي خو پاکستان به خپلې لوبې په هند کې نه کويانځور: Fadel Senna/AFP

د کریکټ نړېوالې شورا (آي سي سي) په یوه اعلامیه کې د کریکټ شل اوریز نړېوال جام سیالیو ګروپونه اعلان کړل. آي سي ويلي د ټورنمنټ سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال د فبروري له ۷مې د مارچ تر ۸مې د سریلانکا په درو او د هندوستان په پنځو لوبغالو کې ترسره کيږي. په دغه ټورنمنټ کې ۲۰ ټیمونه برخه لري چې په ۴ ګروپونو وېشل شوي چې په هر ګروپ کې ۵ ټمونه دي.

افغانستان د کریکټ راروان شل اوریز نړېوال جام په ډي ګروپ کې له نیوزیلند، جنوبي افریقا، کاناډا او متحده عربي اماراتو سره دی. 

هند او پاکستان په یوه ګروپ کې دي، خو پاکستان به له هند سره د خرابو سیاسي اړیکو درلودلو په دلیل خپلې ټولې سیالۍ په سریلانکا کې کوي. ټاکل شوې چې د دغه تورنمنټ پایلوبه به د مارچ په ۸مه د هندوستان په حیدر آباد کې کيږي، خو که پاکستان پایلوبې ته وځي په هغه صورت کې به هم پاکستان هندوستان ته نه ځي او پایلوبه به د سریلانکا په کولمبو کې ترسره کيږي.

پاکستان او هند چې دواړه شدید حریف ګاونډي او د اټومي ځواک لرونکي هېوادونه دي، د ۲۰۲۵م کال په می میاشت کې ېې ترمنځ وسله والې نښتې وشوې چې پر ورزشي ډګر ېې هم خپل اغیز پريښې دی. روان کال د کریکټ آسیا کپ ټورنمنټ اتلولي هندوستان وګټله خو دغه ټیم د کریکټ د آسیا کپ شورا له مشر محسن نقوي چې د پاکستان داخله وزیر هم دی، له لاسه د اتلولۍ جام له اخیستلو ډډه وکړه.

د سیالیو په جریان کې له ټولو ګروپونو ۸ غوره لوبډلې به د نیمه پایلوبې څلور ټیمونو ته د رسېدو له پاره مبارزه کوي.    

د تورنمنټ لومړنۍ لوبه به د فبروري په ۷مه نېټه د هندوستان په ممبۍ ښار کې د هند او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ وي چې دواړه په A ګروپ کې دي. 

استرالیا او سریلانکا په بي ګروپ کې دي چې استرالیا، ایرلند زیمبابوې او عمان هم په کې شامل دي.

په C ګروپ کې انګلستان او ویست اينډیز، ایټالیا، بنګله دېش او نیپال شامل دي. په دوی کې اینګلنډ او وېست اینډیز هغه ټیمونه دي چې هر یو ېې دوه ځله اتلولي ګټلې ده او د ايټالیا له پاره به د کریکټ په نړېوال جام سیالیو کې لومړی ځل وي چې برخه اخلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل