«انګلستان دې له افغانستان سره د کرېکټ سيالۍ تحريم کړي»
۱۴۰۳ دی ۱۸, سهشنبهد بریتانیا د پارلمان ځینو غړو د انګلستان له کرېکټ بورډ غوښتي، چې له افغانستان سره د بشري حقونو او ښځو د زده کړو په برخه کې د محدوديتونو له وجې له کرېکټ سیالیو بایکاټ وکړي.
خو د انګستان کرېکټ بورډ، د پارلمان د لیک په غبرګون کې ویلي چې د کرېکټ په تړاو باید د ټولو هېوادونو له لوري یو ډول چلند وشي.
د انګلستان د کرېکټ له لوبډلې څخه چې په پام کې ده په راتلونکې میاشت په چمپینز ټرافي سیالیو کې له افغانستان کرېکټ لوبډلې سره مخامخ شي، د بریتانیا د پارلمان ځینو غړو ترې له افغان کرېکټ لوبډلې سره د لوبې نه کولو غوښتنه کړې ده.
د بریتانیا پارلمان د تیرې دوشنبې په ورځ په یو لیک کې چې د شاخوا ۱۶۰ غړو له لوري لاسلیک شوی، د انګلستان له کرېکټ بورډ (ECB) غوښتي، چې په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو د چلند په غبرګون کې له دغه سیالیو تیر شي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یادې ډلې د ښځو پر کار، زده کړو او یو شمېر ټولنیزو ازادیو بندیزونه ولګول.
د طالبانو په بندیزونو کې ښځې له ټولو ورزشي سیالیو منع شوي او ډېر شمېر ورزشکارنې مجبورې شوي چې هېواد پرېږدي.
ټاکل شوې د انګستان کرېکټ ملي لوبډله د راتلوونکې فبرورۍ میاشتې په ۲۶ مه نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې د چمپینز ټرافي په ګروپي سیالیو کې له افغانستان سره مخ شي.
د بریتانیا پارلمان له لوري کرېکټ کرېکټ بورډ ته په استول شوي لیک کې ویل شوي: «موږ له کرېکټ بورډ څخه غوښتنه کوو چې د فبرورۍ په ۲۶ مه نېټه د کرېکټ نړیوالې شورا د چمپینز ټرافي ګروپ سیالیو کې د افغانستان په وړاندې د راتلونکې لوبې بایکاټ ته پام وکړي ترڅو دا روښانه سیګنال واستوي چې دا ډول ناوړه سرغړونې به ونه زغمل شي.»
خو د انګستان کرېکټ بورډ، د پارلمان د لیک په غبرګون کې ویلي چې د کرېکټ په تړاو باید د ټولو هېوادونو له لوري یو ډول چلند وشي.
د انګستان د کرېکټ بورډ اجرایوي رییس ریچارډ ګولډ ویلي چې په نړیوال کرېکټ کې باید له افغانستان سره ټول هېوادونه یو ډول چلند وکړي.
ګولډ ویلي، د انګستان کرېکټ بورډ په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو چلند په کلکه غندي خو دا چې د کرېکټ نړیوالې شورا د افغاستان د کرېکټ په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې، نو دوی به د «ای سي سي» په چوکاټ کې سیالیو ته دوام ورکړي.
کرېکټ؛ آسترالیا له افغانستان سره د لوبو سیریز لغوه کړ
انګلستان تر دې مخکې په ۲۰۲۳ کال کې د کرېکټ په ۵۰ اوریزه نړیوال جام کې او همدارنګه د ۲۰۲۲ کال په شل اوریز نړیوال جام کې له افغانستان سره مخامخ شوی وو.
تېر کال اسټرالیا د ښځو لپاره د بشري حقونو د خراب وضعیت له امله له افغانستان سره د شل اوریزو لوبو لړۍ لغوه کړه.