یونس خان د چمپینز ټرافي لپاره د افغان لوبډلې روزنکی ټاکل شوی
۱۴۰۳ دی ۱۹, چهارشنبه
د افغانستان کرېکټ بورډ نن، چهار شنبه «۲۰۲۵م کال د ډسمبر ۸» د ټولنیزو شبکو له خپلو رسمي پاڼو خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۵م کال د اتلانو جام چې ټاکل شوې په پاکستان کې او ځيني لوبې یې دوبۍ کې ترسره شي، د افغان لوبډلې د روزنې او څارنې لپاره یې د دغه هېواد پخوانی پیاوړی توپ وهونکی يونس خان د روزونکي په توګه ټاکلی دی.
د افغانستان کرېکټ بورډ له دې وړاندې هم ورته لنډ مهالي روزونکي ګمارلي وو.
د افغانستان کرېکټ بورډ په ۲۰۲۳م کال کې د پنځوس اوریز نړيوال جام سياليو لپاره د کوربه هېواد هند د ملي لوبډلې د منځ لیکې پخوانی پیاوړی توپ وهونکی اجی جدیجا او د ۲۰۲۴م کال د شل اوریز نړیوال جام لپاره د کوربه هېواد ویسټ انډیز پخوانی پیاوړی توپ اچوونکی ډي جی براو د لنډمهالي روزنکي په توګه ټاکلی وو.
د کرېکټ یو شمېر څارونکو او مینه والو د کرېکټ بورډ له یادې پرېکړې تود هرکلی کړی دی او په خبره یې چې په تیرو دوو نړیوالو جامونو کې ورته روزونکي د افغان لوبډلې لپاره ګټور ثابت شوي دي.
د اتلانو جام یا چمپینز ټرافي سیالۍ به د روان کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۵ نېټه پیل شي.