1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

«په افغانستان کې د تاریاکو تولید زیات شوی»

۱۴۰۰ آبان ۲۶, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان له مخدره توکو او جرایمو سره د مبارزې دفتر د یوه رپوټ پر بنسټ، په افغانستان کې د تاریاکو تولید ډېر شوی او بیه یې لوړه شوې ده.

Mohnfeld zur Opium-Gewinnung in Afghanistan
آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د ملګرو ملتونو سازمان له نشه یې توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر(UNODC) د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د نوامبر ۱۶) په ویانا کې وویل چې په افغانستان کې د تاریاکو د فصل د راټولولو په وخت کې چې په جولای میاشت کې پای ته رسیدلی دی ۶۸۰۰ ټنه تاریاک تولید شوي دي چې دا د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۸ سلنه زیاتوالی ښيې.

د افغانستان تاریاک د نړۍ پر غیر قانوني بازار تسلط لري. طالبان چې په اګست  میاشت کې په افغانستان کې واک ته رسیدلی، په افغانستان کې د مخدره توکو د کاروبار اصلي ګټه پورته کوونکې ګڼل کیږي.

د ملګرو ملتونو سازمان له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر د رپوټ پر بنسټ په روان عیسوي کال کې په افغانستان کې له ۱،۸ څخه تر ۲،۷ میلیارده ډالرو پورې د مخدره توکو کاروبار شوی دی.

د افغانستان د اقتصاد راکړې ورکړې یو پر لسمه برخه پر تاریاکو تکیه کوي.

د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله: «د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې دوامداره ناڅرګند وضعیت د دې سبب شوی دی چې د اګست او سپټمبر په میاشتو کې د تاریاکو بیې ډیرې لوړې شي او د کوکنارو کښت ته هڅونه لا زیاته شي.» له همدې امله د ملګرو ملتونو بیړنیو مرستو ته اړتیا ته، څو په سیمه کې د کوکنارو کښت د کمولو له پاره بدیلې پروژې پرې تمویل کړای شي، ځکه بزګران اوس د راتلونکي کال د فصل له پاره امادګي نیسي.

سربیره پر دې(UNODC)  په افغانستان کې د میتامفیتامین په نوم تحریکوونکي درملو د تولید زیاتیدو خبرداری هم ورکړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز