د یادونې وړ ده چې روسیې په ۲۰۱۴م کال کې د کریمیا ټاپو له خپلې خاورې سره الحاق یا یو ځای کړ او په توره بحیره کې د روسیې د سمندري بیړیو اصلي اډه هم په همدې ټاپو کې موقعیت لري.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و. ا
دغه پل بايد کریمیا نيمه ټاپو له روسیې سره ونښلوي
تر اوسه پوري د کریمیا او روسیې تر منځ تگ راتگ یوازي د کښتۍ له لاري ممکن وو، خو اوس د پوتین د جودو یو پخوانی ملگری چي د ((SGM) په نامه شرکت مشر دی، غواړي د یوه ستر پُل په جوړولو سره دغه حالت ته بدلون ورکړي.
انځور: Reuters/P. Rebrov
د کیرچ په نامه بندري ښار له سړکونو څخه تیریدل، لوی زړه غواړی. د اوبو یوه تنگه لار د کریمیا نیمه ټاپو له روسیې څخه جلا کوي. تر اوسه به دغه یوازنۍ لار په اوکراین کي تیریدله خو اوس به هر څه بدلون ومومي. دغه لیم کاران اوس د يوه داسي ستر پُل پر جوړولو کار کوي چي روسیه به په مستقیم ډول د کریمیا له نیمه ټاپو سره وموښلوي.
انځور: Reuters/P. Rebrov
له پاسه کنترول
د داسي یوې لويي پروژې کارونه یوازي له الوتکې څخه ښه څارل کیدای سي. له همدې کبله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي شخصاً دغه کار پر غاړه واخلي. د (SGM) شرکت په حواله، د دغه پُل تر بشپړیدو وروسته به هره ورځ پرې، تر۴۰ زرو پوري نقلیه وسایل او تر۴۷ پوري ریلگاډي تگ راتگ وکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Klimentyev/Sputnik/Kremlin Pool
یو پخوانی ملگری
(SGM) شرکت له ۲۰۱۵م کال راهیسي پر دغي پروژې کار کوي. ارکادي روټنبیرگ چي د پوتین د جودو پخوانی ترینر دی، ددغې کمپنۍ یو له خاوندانو څخه دی. هغه نن ورځ د پوتین له باوري کسانو څخه شمیرل کیږي. د نوموړي پُله تر جوړیدو مخکی لا امریکا متحدو ایالاتو پر نوموړي شرکت هغه وخت خپل بنديزونه وضعه کړل چی د نورو ترڅنگ یې، د المپیايي لوبو له پاره د سوچي د ستودیوم په جوړولو کي برخه اخیستې وه.
انځور: Reuters/P. Rebrov
توري بحیرې ته لار
هر هغه کښتۍ چی له دغې لاري تیریږي، یا د Asowschen له بحیري څخه راځي او یا غواړي هلته ولاړي سي. له هغه ځایه بیا د«دن» رود پیلیږي. دغه رود «والگا» ته لار لري چي د روسیې د کښتیو داخلي ترانسپورت له پاره مهم بلل کیږي.
انځور: Reuters/P. Rebrov
دغه پُل باید ډیر مستحکم وي
دغه ډول اوسپنیزې میلې به په راتلونکی کي د موټرانو او یا ریلگاډو د پټلۍ زور راوړي. پخوا به د اوبو پر دغه تنگه لار جوړ سوي پلونه د لنډ وخت له پاره وه. په دوهمه نړیواله جگړه کي یوه آلماني سازمان یې د جوړیدو هڅه وکړه، خو مخکی له دې چي یې کار بشپړ سي، په ژمي کي د هغه اوسپنیزي میلې یخ ووهلې او له منځه ولاړې.
انځور: Reuters/P. Rebrov
هدف ته د رسیدو لار
د نوموړي پُل هغه برخي چي د موټرانو له پاره، له لویو لارو څخه تیریږي، باید په ۲۰۱۸م کال کي لا جوړي سي خو د ریلگاډو لار بیا یو کال وروسته. نوموړی پُل به د تگ راتگ یوازنی لاره وي چي روسیه به کریمیا نيمه ټاپو سره ونښلوي. تر اوسه پوري روسي موټران او ریلونه د بیړیو په مرسته له دغې لاري څخه اوښتل.
انځور: Reuters/P. Rebrov
له کانکریټو او اوسپنوڅخه جوړ سمبول
تر بشپړیدو وروسته به دغه پُل د روسيې تر ټولو ستر پُل وي. خو بیا هم د روسیې حکومت د هغه د جوړیدو د کار د پیل او پای ته رسیدو له پاره ډیر وخت پلان کړی نه دی. اولویتونه معلوم دي. روسیه او کریمیا نيمه ټاپو باید ژر تر ژره یو له بل سره وصل سي تر څو په دې ډول پر خپل گډ راتلونکي باندي برلاسي سي.