1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محرم اسناد؛ په افغانستان کې د بریتانيې احتمالي پوځي حضور

۱۴۰۰ تیر ۶, یکشنبه

په بریتانیا کې یوه تن د بس په تمځای کې د دغه هیواد د دفاع وزارت ۵۰ پاڼې محرم اسناد موندلي دي. دغه اسناد د نورو ترڅنګ د ناټو ماموریت تر پای وروسته، په افغانستان کې د بریتانیا د نظامي حضور پروګرام ښکارندویې کوي.

BRitische Truppen Soldaten in Afghanistan

د بریتانیې حکومت د یکشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۲۷ نیټه) ویلي دي چې د دغه هیواد د بس په یوه تمځای کې د فوق سري اسنادو د موندل کیدو څرنګوالی ارزوي.

هغه اسناد چې په خلاصه ډول د بریتانیې د یوې جنګي بیړۍ چې د اوکراین په اوبو کې په حرکت کې وه او د کریمیا په ساحل کې د روسي بیړیو له خوا پرې د خبرداري ډزې شوې وې هم افشا کوي.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي دي چې تیره اونۍ ورته یوه کارمند اطلاع ورکړه چې اسناد یي ورک کړي دي. نوموړي وزارت ویلي دي چې په دې اړه څیړنې پيل شوي دي.

د شمالي آیرلنډ وزیر براندون لوئیس، د یکشنبې په ورځ وویل: «باید دا کار نه وای شوی. د دې موضوع په اړه په وخت اطلاع ورکړل شوې وه.... د دې موضوع په اړه یو داخلي تحقیق جریان لري.»

یوه نا پيژندل شوي شخص «بي بي سي» ته ویلي دي چې د تیرې سه شنبې په ورځ يي د بریتانیي د دفاع وزارت محرم طبقه بندي شوي اسناد چې ۵۰ صفحې کیږي د دې هیواد په سویل کنت سیمه کې د بس د یوه تمځای شاته موندلي دي.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي چې د دغو افشاء شویو اسنادو یوه برخه په افغانستان کې د ناټو ماموریت تر پای ته رسیدو وروسته په دغه هیواد کې د بریتانیې د احتمالي نظامي حضور پروګرام ارایه کوي.

بریتانیا چې د ناټو غړی او د دې نظامي تړون یو له بنسټ ایښودونکو څخه ده، له ۲۰۱۴م کال را په دیخوا یي په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته رسولی دی او په دې وروستیو کې یې اعلان وکړ چې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱ نیټې پورې به له امریکا او ناټو سره په ورته وخت کې خپل پاتې ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

یوه ناپيژندل شوي کس ادعا کړې چې دغه اسناد یې د بس په یوه تمځای کې موندلي ديانځور: imago/INSADCO

د روسیې او بریتانیې ترمنځ تشنج

د لندن او مسکو ترمنځ تشنج هغه وخت زور واخیست کله چې د کریمیا په کیپ فیولنت سواحلو کې خبرداري ورکوونکي ډزې وشوې.

روسیې په ۲۰۱۴م کال کې د اوکراین د کریمیا ټاپو له خپلې خاورې سره یوځای کړه، هغه اقدام چې د نړیوالې ټولنې ترڅنګ د اکثرو هیوادونو له خوا په رسمیت ونه پيژندل شو.

دغه اسناد ښيې چې د بریتانیې چارواکي په دې پوهیږي چې له دې سمندري مسیر څخه استفاده کیدای شي د روسانو له احتمالي غبرګون سره مخامخ شي، او مسکو تصور کوي چې «بریتانیا ویریدلې او تیښته کوي».

یوه بل سند کې ویل شوي هغه مسیر چې د بریتانیې جنګي بیړۍ تر شا پریښې دی «د اوکراین له حکومت سره تعامل ته...هغه څه چې بریتانیا یې د اوکراین د قلمرو اوبه بولي» فرصت برابروي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د بریتانیې سفیر احضار کړی وو او سخت اعتراض یې کړی دی. د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف، د بریتانیې دا کار «په قصدي توګه تحریکول» بللی دی.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د بریتانیې د جنګي بیړۍ(HMS Defender)  د دغه اقدام په غبرګون کې یې خبرداري ورکوونکي ډزې او د حرکت په مسیر کې یې بمبار کړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب