د پاريس د بريدونو پنځمه کليزه
۱۳۹۹ آبان ۲۳, جمعهله موسيقۍ سره مينې د پاريس په باتاکلان تالار کې د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۱۳مه کابو د سېرژ مايستراسي ژوند اخيستی وو. خو دغې مينې له بريدونو وروسته ده ته بېرته قوت هم وربخښلی دی. دغه نن ۶۶ کلن انځورګر او موزيک غږونکي د پاريس له بريدونو وروسته د سندرو ليکنه او کمپوز پيل کړل.
د ده يوه سندره «باتاکلان» هم نوميږي او هغه کيسه رانغاړي چې د زوی له سترګو څخه يې د بريد په شپه څنګه خوب تښتېدلی وو. سېرژ مايستراسي د بريد د پايلو په هکله وايي: «زه بيخي ويرندوکی او ډارن شوی وم. زه له کوره وتلو او په ښار کې د بايسکل چلولو څخه حتی ډارېدم. زما تصور دا و چې زه په نخښه شوی وم.»
د هغه په خبره «د موزيک د لارې مې وکولی شول خپل احساسات او هغه څه چې مې ليدلي وو، بيان او څرګند کړم.»
ترهګري او ټکان ورکوونکې پايله يې
د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۱۳مه تروريستانو د پاريس په بېلابېلو برخو کې ۱۳۰ تنه د حملو او ځانمرګو بريدونو له لارې ووژل. يوازې د باتاکلان د موسيقۍ په تالار کې ۹۰ تنه د يوه کنسرت پر مهال ووژل شول. دا يوازیني بريدونو نه ول چې فرانسه يې په تېرو څو کلونو کې لړزولې ده. د ۲۰۱۵ کال راهيسې ترهګرو څه باندې ۲۵۰ تنه قتل کړي او د زرګونو نورو ژوندي پاته شوو خلکو په اذهانو کې یې رواني او په بدنونو کې فزيکي ټپونه رامنځ ته کړي دي.
ليزا لوي/ن ص/س ر