1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موټر او ترانسپورتاروپا

د فُټبال وتلی ستوری، رونالدو په کرونا اخته دی

۱۳۹۹ مهر ۲۷, یکشنبه

۳۵ وتلي فوټبالران، د هغې جملې څخه څو واري جهاني قهرمان رونالدو قرنطین دي. په همدې دلیل دوې مسابقې نه تر سره کیږي. پر رونالدو باندي تور لګول کیږي، چي د کرونا قیودات یې نه دي مراعت کړي، خو هغه دا خبره نه مني.

Fußball Champions League I Juventus vs Olympique Lyonnais
انځور: Imago Images/Gribaudi/ImagePhoto

پرون شنبه ماښام (د اکتوبر ۱۷ مه) د ایټالیا د فټبال څوواري قهرمان او د یووینتوس تورین د فُټبال د نوي ستوري، کرونتون لیدو ته تللی ؤ، خو د هغه سره په دغه کاري سفر کي کریستیانو رونالدو ملګری نه ؤ. د رسنیو په حواله رونالدو شاید په خپله حوض کي لامبو کوي. د هغه ځای څخه به د رونالدو په خبره په انستاګرام او تویتر کي عکسونه ولیږي. هغه وايي،«زه جوړ یم. زه په قرنطین کي یم او د کرونا مقررات مراعتوم.»

رونالدو د اکتوبر پر۵ مه د یوونتوئیس د ټيم ساحه د پرتګال د فُټبال ملي ټیم ته د ورتلو په نیت پریښووله. خو د کرونا قیوداتو د مقرراتو پراساس هغه نباید دا کار کړی او د ساحې څخه وتلی وای. ځکه چي په یوونتوئیس کي تر دې دمخه دوه نفره په کرونا اخته وه. هغوی باید د نورو څخه منزوي سوي او پاته نور کسان باید په ګروپي انزوا کي ساتل سوي وای. خو د هغه څخه رونالدو ولاړی.

د پرتګال په ملي ټیم کي بیا رونالدو د اکتوبر پر ۷ مه د هسپانیې په مقابل کي مسابقه وکړه. د اکتوبر پر ۱۲ مه بیا د رونالدو د کرونا ټست مثبت راوختی. خو دا چي هغه په یوونتوئیس کي په کرونا اخته سوی وي یا د پرتګال د ملي ټیم په منځ کي، دا تر اوسه پوري معلومه نه ده.

په کرونا تر اخته کیدو وروسته، رونالدو مستقیمأ خپل کور ته د قرنطین دپاره نه ولاړی، بلکي د پرتګال څخه یې تورین ته سفر وکړ. خو ورسره شخصي طبي پرسونل ملګرتیا کوله. اوس دغه پرتګالی په خپل لوکس قرنطین کي قرار لري.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب