د کیوبا پخواني ولسمشر راول کاسترو د جمعې په ورځ (د اپریل میاشتې ۱۶) په هاوانا کې د کمونیست ګوند سلګونو غړو او استازو ته په وینا کې وویل چې کیوبا تیاره ده، له امریکا سره «د نوي ډول اړیکي» رامنځته کړي.
د کیوبا د انقلاب د رهبر فیدل کاسترو [چې په ۲۰۱۶م کال کې د ۸۸ کلنۍ په عمر کې مړ شو]، ورور ډاډ ورکړ چې کیوبا به «د انقلاب او سوسیالیزم له اصولو» لاس پر سر نه شي.
۸۹ کلن رائول کاسترو په خپله ګوندي کنګره کې د کیوبا د کمونیست ګوند د عمومي مونشي په توګه له خپلې دندې د استعفاء ورکولو پر مهال وویل چې د کیوبا د ښې او ډاډمنې راتلونکي په هیله خپله دنده پای ته رسوي.
پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: کيوبايانو د فيدل کاسترو سره مخه ښه وکړه
رایول کاسترو د خپل ورور د خښولو په مراسمو کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې هغه ته یې ورور وصیت کړی وو چې له مرګ وروسته د څوک د هغه په یاد څلې نه جوړوي او د دې هیواد هیڅ سړک یا لار د هم د هغه په نامه نه نومول کیږي. انځور: Getty Images/R.Arangua د سانتیاګودکوبا ښار د کیوبا په په جنوب شرق کې موقعیت لري او د دې هیواد د تاریخي انقلاب د رامنځ ته کیدو مرکز ګڼل کیږي.
انځور: Getty Images/R.Arangua تمه ده چې د فدل کاسترو جسد چې د دغه انقلاب مشري یې کوله د همدې ښار په هدیره کې خاورته وسپارل شي. په ټوله کیوبا کې له نن وروسته د فدل کاسترو د مړینې له امله د نهو ورځو له پاره سرتاسري ماتم اعلان شوی دی.
انځور: Getty Images/P.Pardo د شنبې په ورځ چې دیسمبر میاشتې له ۴مې نیټې سره برابره ده، د سانتیاګودکوبا د ښار په مختلفو څنډو او میدانونو کې لسګونه زر کیوبایان را ټول شوي وو او د خپل انقلابي رهبر سره یې د وروستي ځل له پاره مخه ښه وکړه.
انځور: Reuters/E. De La Osa د فیدل کاسترو جسد له هاوانا ښار څخه تر سانتیاګو پورې تر ۹۰۰ کیلومتر مزل وروسته بالاخره په دې ښار کې خاورو ته وسپارل شو.
انځور: Getty Images/AFP/R. Arangua په دې مراسمو کې د د نړۍ ګڼ شمیر مشرانو برخه اخیستې وه چې له دې جملې څخه د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو، د بولویا ولسمشر اوو مورالس، د برازیل پخوانیو ولسمشرانو لویز ایناسیو لولا دا سیلوا او دیلما روسف ګډون درلود.
انځور: Getty Images/AFP/R. Arangua د فوټبال د نړۍ وتلې څیره دیګو مارادونا هم د دې مراسمو د ګډونوال په کتار کې شتون درلود.
انځور: Reuters/E. Alonso فیدل کاسترو د تیرې نومبر میاشتې په ۲۵ نیټه د ۹۰ کلونو په عمر د کیوبا په پلازمینه هاوانا کې له اوږدمهالې ناروغۍ وروسته ومړ.
انځور: Reuters/C. Garcia Rawlins د فیدل کاسترو جسد د تیرو څو ورځو په ترڅ کې د کیوبا په مختلفو ښارونو کې وګرځول شو او زرګونو کسانو یې د احترام له پاره سړکونو ته راغلي وو. په هغه لار چې د کاسترو جسد انتقالیدو، د تاریخې لارې په نامه یادیږي.
انځور: Reuters/C. Garcia Rawlins په ۱۹۵۹م کال کې د فیدل کاسترو په مشرۍ یاغیانو د «آزادۍ د کاروان» تر نامه لاندې یو انقلاب پیل کړ چې له همدې لارې مخ پر وړاندې یې پرمختګ وکړ.
انځور: Reuters/C. Garcia Rawlins په ۱۹۵۹م کال کې د فیدل کاسترو په مشرۍ یاغیانو د «آزادۍ د کاروان» تر نامه لاندې یو انقلاب پیل کړ چې له همدې لارې مخ پر وړاندې یې پرمختګ وکړ.
انځور: Reuters/C. Garcia Rawlins مخکې له دې چې په ۲۰۰۶م کال کې کاسترو د حکومت واګې خپل ورور رایول کاسترو ته وسپارې، هغه د ۴۷ کلونو له پاره په کیوبا کې حکومت وکړ.
انځور: Reuters/E. Alonso د کاسترو د مړینې له امله په ټوله کیوبا کې د نهو ورځو له پاره ملي ماتم اعلان شوی او په دې ترڅ کې به د موسیقۍ کنسرتونه او ورزشي لوبې نه ترسره کیږي.
انځور: Reuters/E. Alonso د کاسترو ورور، رایول کاسترو د خپل ورور د خښولو په مراسمو کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې هغه ته یې ورور وصیت کړی وو چې له مرګ وروسته د څوک د هغه په یاد څلې نه جوړوي او د دې هیواد هیڅ سړک یا لار د هم د هغه په نامه نه نومول کیږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Abd
ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې په ۱۹ نیټه) به د دغه هیواد ۶۰ کلن ولسمشر میګوئل دیاز کانل، د ګوند د نوي رهبر په توګه وټاکل شي.
د رائول کاسترو له استعفاء سره د نوموړي او د ورور د زمام دارۍ دور یې وروسته له شاوخوا ۶۰ کلونو څخه پای ته رسیږي. کاسترو ورونه له شپږو لسیزو د ډیرې مودې راهیسې د حکومت په راس کې ول. فیدل کاسترو ته اوس هم په کیوبا کې درناوی کیږي. هغه له ۱۹۵۹ څخه تر ۲۰۰۶م کاله پورې د حکومت د مشرۍ مسئولیت په غاړه درلود.
رائول کاسترو په ۲۰۰۶م کال کې په موقت ډول د خپل ناروغه ورور ځای ناستی شو او دوه کاله وروسته بیا د «کیوبا د خلق کنګرې» په رایو د پنځو کلونو له پاره د دغه هیواد ولسمشر وټاکل شو. هغه مخکې اعلان کړی وو چې تر دې دورې وروسته به له اجرایوې دندو استعفاء وکړي.
راول کاسترو په ۲۰۱۸م کال کې د کیوبا د جمهوري ریاست مسئولیت میګوئل دیاز کانل ته ورسپارلی وو او دا دی اوس یې د ګوند تر ټولو لوی مقام هم کانل ته وسپاره.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص