لاس اينجلس کې ګرځبندیز او په نورو ښارونو کې د مظاهرو پېليدل
۱۴۰۴ خرداد ۲۱, چهارشنبه
د امريکا متحده ايالاتو د کليفورنيا ايالت د لاس اينجلس ښاروالې کېرن باس، د ښار په مرکزي برخه کې د ګرځبندیز د نافذولو اعلان کړی وو چې عمل پرې پېل شوی دی، خو په سيمه کې اوس هم ډېر مظاهره کوونکي موجود دي.
د کډوالو د نیولو پر ضد پیل شوې دا مظاهرې په پرله پسې پنځمه ورځ هم روانې وې او په ښار کې پر آسونو سپرو پولیسو د مظاهرينو د خپرولو هڅه کوله.
کېرن باس، خبريالانو ته وويل: «ما اضطراري حالت او په لاس اينجلس ښار کې د ګډوډۍ او چور و چپاول د مخنيوي په موخ ګرځبندیز نافذ اعلان کړی دی.»
اړونده موضوع: لاس اینجلس: د مظاهرو د مخنيوي په موخه د سمندري ځواکونو ګمارل
باس، د ټولنیزو رسنیو د ایکس شبکې له لارې وويل چې د ګرځبندیز اعلان د «خرابو افرادو د مخنیوي په موخه شوی دی کوم چې د ولسمشر ترمپ، له لوري ګډوډۍ ته له لمن وهنې څخه د ګټې پورته کولو هڅه کوي.»
نوموړې خبرداری ورکړ چې «قانون پلي کوونکي چارواکي به هغه کسان نيسي چې د ګرځبندیز څخه سرغړونه کوي او پر وړاندې به یې قانوني چلند کيږي.»
په نورو ښارونو کې هم مظاهرې پېل شوي
په دې ترڅ کې په نيويارک او شکاګو ښارونو کې هم د مظاهرو لړۍ پېل شوې ده. د نيويارک پوليسو تائيد کړې ده چې د سې شنبې او چهارشنې ترمنځ شپه کې یې په نیويارک کې يو شمیر احتجاج کوونکي نيولي دي.
د رپوټونو په حواله مظاهرې په ټوله کې سوله ایزې وې. څو زرو کسانو د نيويارک په منهېتن کې په مظاهرو کې ګډون کړی وو.
پوليس وويل چې هلته په رسېدو «د پولیسو افسرانو وليدل چې يو شمیر کسان پر سړکونو ناست دي او د موټرو د تګ راتګ مخه نيسي. مظاهره کوونکو ته په څو ځلي د سړک د خالي کولو لارښوونه وشوه، خو عمل پرې ونه شو. په پایلې کې يو شمیر کسان ونیول شول.»
د رسنیو په حواله په تکساس کې هم د مظاهرو له پاره چمتووالی نيول شوی دی.
ترمپ له «بهرني دښمن» سره د جګړې ادعا وکړه
ولسمشر دونالد ترمپ، د سې شنبې په ورځ د يوې وینا په ترڅ کې په لاس اینجلس کې د مهاجرت د تګلارې پر وړاندې مظاهره کوونکي «ځناور» او «بهرني دښمنان» وبلل. هغه وويل: «موږ به هیڅ غير ملکي دښمن ته د امريکا پر ښارونو د برید او د هغه د فتح کولو اجازه ور نه کړو.»
په يوه بله وينا کې نوموړي مظاهره کوونکي وغندل او ادعا یې وکړه چې د ۲۰۲۰م کال په ټاکنو کې چې ده پکې ماته خوړلې وه، درغلي شوې وه.
ترمپ، وويل: «تاسې چې په کليفورنيا کې څه وينئ هغه پر سوله، عامه امنيت او ملي خپلواکۍ باندې يو بشپړ بريد دی چې زموږ پر هېواد باندې د بهرنيانو بريد ته د دوام ورکولو په موخه د بهرنيو هېوادونو بیرغ په لاس فساد اچوونکو له لارې شوی دی.»
اړونده موضوع: امريکا: په لاس اينجلس کې مظاهرې او ناامني دوام لري
هغه وويل: «موږ به لاس اينجلس آزادوو او هغه به يو ځل بيا آزاد، پاک او خوندي کوو.»
بل لوري ته د کليفورنيا ګورنر ګیون نیوزوم، يو ځل بيا په لاس اينجلس کې د ملي ګارډ د ګمارلو د ترمپ، پر پريکړه سخت انتقاد کړی دی.
نوموړي وويل: «په کلک سترګۍ د زور د ناوړه استعمال له لارې داسې اور ته لمن وهل شوې ده چې زموږ خلک، زموږ [پوليس] افسران او ملي ګارډ ته یې خطر پيښ کړی دی.»
د کډوالو پر وړاندې د چاپو درولو غوښتنه
د لاس اینجلس ښاروالې کېرن باس، يو ځل بيا دا خبره تکرار کړه چې هغه غواړي ترمپ، د کډوالو د نیولو له پاره د چاپو لړۍ ودروي.
نوموړې وويل چې «زه د هغو کورنیو په اړه فکر کوم چې کار ته له تللو او ښوونځي ته له ورتګه ویره لري.»
هغې وويل چې د ورځني اړتياو د مغازو د آلماريو د خالي کيدو خبرونه ورکول کيږي ځکه هغه خلک چې دغه آلمارۍ ډکوي، کارونو ته نه ورځي.
باس وويل: «موږ هغه شراکت يا ونډې ته باید وګورو چې د کډوالو له لوري زموږ په سيمه ایز اقتصاد کې اچول شوې ده. کله چې تاسې کډوال ویروئ او هغوی کار ته راتلل نه غواړي نو تاسې زموږ د سيمه ایز اقتصاد پر زړه وار کوئ.»