1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قبرس د مهاجرو پر وړاندي اغزن دېوال جوړوي

۱۳۹۹ اسفند ۲۲, جمعه

د قبرس حکومت داسې يوه داسي اغزن دېوال جوړوي چې د شمالي ترکي قبرس برخې څخه د دغه ټاپو سويل ته د خلکو د اوښتلو مخه نيسي. نيکوسيا د دې پلان په هکله اروپايي ټولنې ته اطلاع ورکړې ده.

Zypern Stacheldraht an der Pufferzone bei Astromeritis
انځور: Loukianos Lyritsas/DW

قبرس غواړي د دغه ټاپو د شمالي ترکي برخې او سويل تر منځ اغزن دېوال پورته کړي. دغه کټاره به لومړی ۱۱ کيلومتره اوږدوالی ولري. د اغزن تار لرونکې دغې کټارې چې د نيکوسيا په لويديځ کې تېريږي، انځورونه د قبرس په تلويزيون کې ښکاره کړل شول.
امنيتي چارواکو په وار وار کډوال دلته نيولي دي چې اکثريت يې له سوريې او افغانستان څخه د ترکيې د لارې د قبرس شمالي ترکي برخې ته رسيږي. هغوی بيا د ټاپو سويلي برخې ته تېريږي چې په دې سره د اروپايي اتحاديې خاورې ته ننوځي. 
د قبرس ولسمشر، نيکوس اناستاسيادس، په تکرار سره له دغه حالت څخه شکايت کړی وو او له اروپايي اتحاديې څخه يې ملاتړ غوښتی وو.
د قبرس له نفوس څخه څه باندې ۳،۵ سلنه د هغه په خبره کډوال دي. د هغو مهاجرو او کډوالو شمېر چې قبرس ته رسيږي، په تېرو څو کلونو کې د اناستاسيادس په خبره ډېر زيات شوی دی. 
 


 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب