د چک پولیسو په يوه لارۍ کې په لسونو مهاجر موندلي
۱۳۹۹ آبان ۱۶, جمعهد چک جهوريت چاراکو د پنجشنبې په ورځ په ېوې لارۍ موټر کې ۴۸ تنه مهاجر موندلي دي. په ظاهره کې دغه مهاجر د سورې هيواد اتباع ښکاري چې غوښتل يې ځانونه آلمان او هالند هیوادونو ته ورسوي.
د پوليسو وياند بوهیمیل ملاسيک، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې دغه مهاجر هغه وخت وموندل شول چې د ګمرګ کارکوونکو لارۍ کې بار پلټه.
تر هغه وروسته دغو مهاجرو پولیسو ته ويلي دي چې له سورېې څخه راغلي دي او موخه يې آلمان او هالند ته رسيدل دي. د چک پوليس اوس هڅه کوي چې د دغو مهاجرو هويت تثبیت کړي.
د مالاسيک په آند، کیدای شي دغه افراد په چک کې خپلې د پناه غوښتنې وړاندې کړي او يا به د چکي چارواکو له خوا بيرته هغه هيواد ته واستول شي چې ورڅخه د چک خاورې ته داخل شوي دي.
چک چې د اروپايي ټولنې يو غړی هیواد دی او په ۲۰۱۵م کال کې په اروپا کې د مهاجرت د بحران له پیلیدو راهیسې د منځني ختيځ او افريقايي هيوادونو د مهاجرو له منلو څخه ډډه کوي.
(AFP) pa/af/mks/sr