د ګرینلنډ شخړه؛ وضعیت ښه شوی، خو کړکیچ پای ته نه دی رسیدلی
۱۴۰۴ بهمن ۱۹, یکشنبه
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر لارس لوکه راسموسن، د شنبې (د فیبرورۍ ۷ نیټه) په ورځ هیله څرګنده کړه چې د ګرینلنډ په هکله له متحده ایالاتو سره مذاکرات داسې یوې حل لارې ته ورسیږي چې د ګرینلنډ ځمکني بشپړتیا او د دې ټاپو برخلیک ته په کې درناوی وشي.
اړوند موضوعات: د المان صدراعظم: نوی عصر پیل شوی دی
راسموسن له خپلې ګرینلنډي سیالې ویویان موتزفلت، سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «مونږ له هم هغه پیل څخه روښانه کړې چې هره حل لاره باید زمونږ سرې کرښې مراعت کړي.»
نوموړي زیاته کړه چې ډنمارک تر اوسه پورې له دې کړکیچ څخه نه دی وتلی او حل لاره نه ده ترلاسه شوې، خو وضعیت له څو اونۍ مخکې څخه په کراتو بهتر شوی دی او نور «هیڅ ګواښ» شتون نه لري.
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا متحده ایالات دغو سرو کرښو ته درناوی کوي که نه؟ وویل چې د روانو خبرو اترو جزویات نه شي په ډاګه کولی. نوموړي زیاته کړه چې ډنمارک د خبرو اترو له پیلیدو څخه مخکې لا خپل دریځ په بشپړ روښانه ډول څرګند کړی و.
دونالد ترمپ سپینې ماڼۍ ته له بیرته راګرځیدو وروسته په وار وار د ګرینلنډ د مالکیت ادعا مطرح کړې ده او ویلې یې دي چې دغه ټاپو د امریکا د ملي امنیت له پاره حیاتي ارزښت لري.
له یوې خوا د ګرینلنډ پر سر د ډنمارک او اروپايي اتحادیې ترمنځ جنجال او له بلې خوا امریکا، د دې ټاپو د ترلاسه کولو له پاره د متحده ایالاتو له خوا له زور څخه د استفادې کولو احتمال په اړه انديښنې ډیرې کړې وې.
د امریکا ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې په دې اړه د هر ډول نظامي اقدام احتمال رد کړ اوپر المان او نورو اروپايي هیوادونو د تعرفو لګولو په اړه خپل ګواښونه یې بیرته واخیستل.
ترمپ ویلي و چې د ناټو له سرمنشي مارک روته سره «د ګرینلنډ په اړه د یوې موافقې پر چوکاټ» تفاهم ته رسیدلی دی، خو په دې اړه یې مشخص جزویات ور نه کړل. امریکا، ډنمارک او ګرینلنډ د دې معضلې د حل له پاره یوه ګډه کاري کمیته جوړه کړې ده.
«اوږده لاره په مخ کې لرو»
په همدې منځ کې د ګرینلنډ د بهرنیو چارو وزیرې د شنبې ورځې په مطبوعاتي غونډه کې د ټولو ښکیلو خوا ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو هرکلی وکړ او ویې ویل چې خبرې اترې تر اوسه پورې د متقابل احترام په فضا کې پرمخ تللې دي.
موتزفلت ټینګار وکړ چې د شرایطو د ارزونې له پاره اوس لا ډیر وخت شته دی او اوږده لاره په مخ کې لرو.
د ډنمارک حکومت له دغو خبرو اترو مخکې اعلان کړی و چې په شمالي قطب کې د چین او روسیې د فعالیتونو زیاتیدو په پام کې نیولو سره، د امریکا امنیتي اندېښنې درک کوي. خو په ورته وخت کې یې د ګرینلنډ ځمکنی بشپړتیا او حاکمیت خپلې «سرې کرښې» وبللې.
موتزفلت او راسموسن د کاناډا له بهرنیو چارو وزیرې آنیتا اناند سره د ګرینلنډ په پلازمېنه نوک ښار کې ولیدل. کاناډا د جمعې په ورځ له فرانسې سره د ورته یوه اقدام په ترڅ کې په ګرینلنډ کې خپله قونسلګیري پرانستله.
فرانسه د اروپايي اتحادیې لومړنی هیواد دی چې په ګرینلنډ کې یې خپله قونسلګیري پرانیستلې ده.
المان ویلې چې اوس مهال په ګرینلنډ کې د قونسلګیرۍ د پرانستلو اراده نه لري. د المان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې اوس مهال یو «افتخاري قونسل» په ګرینلنډ کې د المان د حکومت استازیتوب کوي.