1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډنمارک لږ ترلږه په یوه کال بند محکوم شوي مهاجر اخراجوي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ بهمن ۱۱, شنبه

د ډنمارک حکومت غواړي لږ تر لږه په یوه کال بند محکوم شوي بهرني اتباع په اتوماتیک ډول اخراج کړي. دغه هیواد په پام کې لري چې په سوریه کې خپل سفارت پرانیزي او له افغانستان سره همکاري پيل کړي.

د ډنمارک لومړۍ وزیره مت فریدریکسن
د ډنمارک حکومت هڅه کوي چې پناه غوښتونکي یوازې په مؤقت ډول په ډنمارک کې د پاتې کیدو چانس ولريانځور: Oliver Ziebe/WDR/dpa/picture alliance

د ډنمارک هیواد د مهاجرت وزارت د جمعې (د جنورۍ میاشتې ۳۰ نیټه) په ورځ د مهاجرت سیاست سختولو په لړ کې د نوو تدابیرو اعلانولو پر مهال وویل: «هغه بهرنیان چې د جرم مرتکب شوي، لکه د جسمي زیان رسولو یا د جنسي تیري په څیر جرمونو له کبله لږ تر لږه د یوه کال بند په سزا محکوم شوي دي، اصولاً باید اخراج شي.»

اړونده مطالب: ډنمارک غواړي مهاجر و افريقايي هيواد روانډا ته ولېږي

د ډنمارک د کډوالو چارو پخوانۍ وزيره په بند محکومه شوه

دغه تغیرات به د روان میلادي کال د مې میاشتې له لومړې نیټې څخه نافذ او عملي کیږي. د شخصي او کورنۍ ژوند د ساتنې په موخه د نړیوالو کنوانسیونونو له کبله تر اوسه پورې دا ډول اخراجونه په اوتوماتیک ډول نه ترسره کیږي.

ډنمارک له بریتانیې سره په ګډه له اروپايي اتحادیي څخه غوښتي دي چې په دې هکله دې د بشري حقونو په اروپایي کنوانسیون کې اصلاحات رامنځته کړي.

د ډنمارک لومړۍ وزیرې مت فریدریکسن د جمعې په ورځ خبري کنفرانس ته وویل: «دا سمه او اړینه خبره ده چې اروپایي هیوادونه یوه میز ته سره کښيني او ویلی شي چې بهتره به وي مونږ د مجرمینو پر ځای، د خپلو هیوادونو ساتنه وکړو.»

په ډنمارک کي پر نقاب باندي بنديز ولگېد

05:28

This browser does not support the video element.

فریدریکسن وویل په هغه وخت کې چې د بشري حقونو کنوانسیون د تدوین په حال کې و، هیڅ چا فکر نه شو کولی چې یو څوک دې له منځني ختیځ څخه «د نړۍ بهترین هیواد ته» تیښته وکړي او هلته دې بیا «پر نجونو او ښځو جنسي تیری وکړي.»

د ډنمارک د حکومت مشرې ټينګار وکړ: «په هغه وخت کې مونږ فکر نه کوو چې قربانیان به پخپله په مجرمینو بدل شي او زه کولی شم تاسې ته ډاډ درکړم چې له بده مرغه ډیری له دوی څخه همداسې شول.»

د ډنمارک د مهاجرت وزارت د شمیرو له مخې تر اوسه پورې یوازې ۷۰ سلنه بهرني اتباع چې د درنو جرمونو له کبله په یوه کال او یا تر دې په ډیر بند محکوم شوي، له دغه هیواد څخه اخراج شوي دي.

د ډنمارک حکومت هڅه کوي چې پناه غوښتونکي یوازې په مؤقت ډول په ډنمارک کې د پاتې کیدو چانس ولري. همدارنګه دغه هیواد غواړي په خپله خوښه بیرته د ستنیدو انګیزې زیاتې کړي او د اخراج د مرکزونو شرایط لا زیات سخت کړي.

ډنمارک د همدې موضوع له پاره اوس نیت لري چې په سوریې کې خپل سفارت پرانیزي او په افغانستان کې د طالبانو له ادارې سره همکاري پيل کړي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب