د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن له خوا د پاکستان د اټومي وسلو په اړه څرګندونو په ارتباط یي په پاکستان کې د امریکا سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته ور بللی دی.
د زرداري په خبره د جوبایډن خبرو حیران کړی دی او دا چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو کمیدو د کوم سوء تفاهم سبب شوی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په حواله هغه فکر نه کوي چې د امریکا د سفیر په احضارولو سره به له امریکا سره پر اړیکو کوم منفي اغیز پریوځي.
جو بایډن څه ویلي؟
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۱۶ نېټه) په کانګرس کې د خپل ګوند د ټاکنیز کمپاین کمیټې د هرکلي په مراسمو کې ویلي و«پاکستان شاید د نړۍ یو له خطرناکو هیوادونو څخه دی، ځکه اټومي وسلې یي غیرمنظمې دي.»
اړوند: د ناټو وسلې څرنګه له افغانستان څخه کشمير ته انتقالیږي؟
د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې په نړیواله کچه د مخ پر بدلیدونکي ژیو پولیټیکي وضعیت په پام کې نیولو سره کړې وې. هغه ویلي وو چې نړۍ په بدلیدو ده او هیوادونه د خپلو متحدینو په باره کې له سره غور کوي «او رښتیا خبره خو دا ده چې زه پر دې باور لرم چې نړۍ زمونږ پر لور ګوري، دا ټوکه نه ده. تر دې اندازې چې زمونږ دښمن هم له دې وضعیت سره د مقابلې له پاره زمونږ په طرف ګوري چې مونږ ورسره څنګه مقابله کوو او څه کوو.»
انځورونه: په پاکستان کې د وسلو نندارتون
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ۲۰۱۴ کال د دفاعي وسلو څلور ورځنې نندارتون د پنجشنې په ورځ (دسمبر ۴مه نیټه) پای ته ورسید. په دې نندارتون کې تر ۶۰ ډیرو نړیوالو او تر۷۰ ډیرو پاکستاني شرکتونو گډون کړی وو. انځور: DW/Rafat Saeed په دې نندارتون کې د نړۍ له مختلفو برخو څخه تر ۶۰ ډیرو استازو گډون کړی وو. همدارنگه تر ۷۰ زیات پاکستاني شرکتونو په دې نندارتون کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.
انځور: DW/Rafat Saeed د پاکستان په کرچې ښار کې دغه څلور ورځنی نندارتون د دوشنبې په ورځ پيل او د پنج شنبې په ورځ پای ته ورسید. د دغه نندارتون د پرانیستي په غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، هم گډون کړی وو.
انځور: DW/Rafat Saeed په دې نندارتون کې د یوه روسي چورلکي جوړونکي کمپنې له خوا هم یوه غرفه موجوده وه. داسې ښکاري چې په دې ورستیو کې د پاکستان او روسي تر منځ په دفاعي برخه کې همکاري ډیره شوې وي.
انځور: DW/Rafat Saeed دغه نندارتون ته په پاکستان کې د جوړو شویو وسلو له پاره د بازار موندنې په برخه کې د یوې لوې لاسته روړنې په سترگه کتل کیږي.
انځور: DW/Rafat Saeed په دې نندارتون کې د یوې غیر پاکستاني شرکت له خوا د ښارونو د څارنې له پاره کاریدونکي «یو ای وي» یا کمره لرونکي وړوکې الوتکه هم نندارې ته ایښودل شوې وه.
انځور: DW/Rafat Saeed په پاکستان کې جوړیدونکي زغروال موټر هم د بهرنیو نندارچیانو پام ځانته را واړوه.
انځور: DW/Rafat Saeed په نندارتون کې د پاکستان او چین له خوا په گډه جوړې شوې نوې جنگي الوتکې (جي ایف ۱۷ تندر) هم د خلکو پام ځانته را راواړوه.
انځور: DW/Rafat Saeed د نندارتون یو گډونوال د اوکراین په غرفه کې د دغه هیواد له خوا نندارې ته ایښودل شوې یو ټوپک گوري.
انځور: DW/Rafat Saeed د یوه چنایې کمپنۍ له خوا جوړ شوي زغروال واسکټونه او نور وسایل هم نندارې ته ایښودل شوي ول.
انځور: DW/Rafat Saeed د نندارتون نندرچیان د پاکستان هوایې ځواکونو له خوا نندارې ته ایښودل شوو جنگي الوتکو سره خاصه دلچسپي ښکاره کړه..
انځور: DW/Rafat Saeed یو بهرنې د پاکستاني پوځ د درنو وسلو په غرفه کې ایښودل شوي نمونې گوري.
انځور: DW/Rafat Saeed په پاکستان کې د پوځ له پاره جوړیدونکي خیمې یا سیار کمپونه د هر ډول آب و هوا سره د مقاومت توان لري.
انځور: DW/Rafat Saeed په دې نندارتون کې د پاکستان له خوا له جوړیدونکو بې پیلوټو الوتکو څخه نیولې بیا ترد لنډ واټن توپونه هم نندارې ته ایښودل شوې ول.
انځور: DW/Rafat Saeed
د پاکستان غبرګون
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د امریکا د سفیر پر احضار کولو سربیره د دوو سترو ګوندونو «پاکستان تحریک انصاف» او د «پاکستان مسلم لیګ ن» مشرانو هم د امریکا د ولسمشر د دغو څرګندونو په هکله حیرانتیا ښودلې او ویلې یي دي چې د پاکستان اټومي پروګرام د نړۍ یو له محفوظ ترینو پروګرامونو څخه دی.
اړوند: پاکستان ته اټوم بم جوړونکی عبدالقدير خان ومړ
د پاکستان د تحریک انصاف مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان په یوه ټويټ کې لیکلي دي: «پر دې زه دوه پوښتنې لرم: اول، زمونږ د اټومي صلاحیت په هکله د امریکا ولسمشر د کومو غیر مجاز معلوماتو پر بنسټ دې پایلې ته رسیدلی دی، په داسې حال کې چې د صدارت پر مقام کې د پاتې کیدو په سبب زه په دې پوهیږم چې زمونږ د اټومي وسلو د قوماندې او کنترول سیستم د نړۍ یو له محفوظ ترینو نظامونو څخه دی. دویم، امریکا چې په ټوله نړۍ کې یي په جنګونو کې یي لاس درلود، برعکس پاکستان په ځانګړي توګه وروسته له دې چې اټومي وسلو ته یي لاس رسی پيدا کړی دی هیڅ کله یي هم تیری نه دی کړی؟»
عمران خان په خپل تویټ کې د امریکا د ولسمشر دغه څرګندونې د پاکستان د موجوده حکومت د تګلارې ناکامي بللې ده.
د پاکستان د مسلم لیګ ن ګوند مشر نواز شریف چې درې واره د پاکستان لومړی وزیر هم پاتې شوی دی په خپل تویټ کې لیکلي دي: «پاکستان یو با مسئولیته اټومي هیواد دی چې نړیوالو قوانیونو او تګلارو ته په احترام کولو سره د خپلو ملي ګټو د ساتنې بشپړ توان لري.»
شریف په خپل تویټ کې زیاته کړې ده: «زمونږ اټومي پروګرام د هیڅ هیواد له پاره خطر نه دی. د ټولو مستقلو هیوادونو په څیر پاکستان هم د خپل حاکمیت، خپلواکه دولت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې حق لري.»
آژانسونه: ش.ن/ ا. و.ا
د دره آدم خېل د وسله جوړونې صنعت په انځورونو کي
د پاکستان په دره آدم خيل کې د اروپایې، امریکایې او روسي وسلو نقل په داسې مهارت سره جوړیږي چې پیژندل یې حتی د ډیرو له پاره ستونزمن وي. دا چې د دې وسلو بیه د اصل په مقابل کې ډيره ټيټه وي، نو ډیر پیریدونکي او مينه وال لري. انځور: DW/F. Khan د وسلو جوړولو یو تجربه لرونکی کارګر د خپلو شاګردانو او ډیرو ابتدایې سامان الاتو په مرسته د لاس په وسیله وسلې جوړوي. سیمه ایز خلک له تجربه لرونکو استاذانو څخه د وسلو د جوړولو هنر زده کوي.
انځور: DW/F. Khan دلته د چينایې ساخت توفنچې له ډیر مهارت او صفایې سره د لاس په وسیله جوړیږي. دا توفنجې په ټول پاکستان کې ډیرې مشهورې دي.
انځور: DW/F. Khan د بی روزګارۍ د زیاتوالي له امله ډیر تحصيل یافته ځوانان هم د خپلو پلرونو او نیکو په دې کسب(وسلو جوړولو) کې مصروفه دي. د دغو سیمو خلک د حکومت له بی توجهې څخه سرټکوي.
انځور: DW/F. Khan د دره آدم خيل د ځنو کارګرانو کار او هنر په ټول پاکستان کې مشهور دی او د دغه هیواد له مختلفو برخو څخه د لاس په وسیله د جوړو شویو وسلو فرمائشونه ترلاسه کوي.
انځور: DW/F. Khan په دره آدم خیل کې د وسلو جوړولو کومه نوې ټکنالوژی یا ماشينونه شتون نه لري. دلته د وسلو جوړولو په برخه کې له ډیرو پخوانیو ماشينونو او ابزارو څخه کار اخیستل کیږي.
انځور: DW/F. Khan په یو شمیر ګاونډیو هیوادونو کې داسې لیوالتیا موجودونه ده چې په دره آدم خيل کې جوړیدونکي وسلې د «ښکار او نورو مقاصدو» له پاره خريداري کړي، خو د قانوني ستونزو له امله دا کار نه شي کولی.
انځور: DW/F. Khan د «سرحد چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري» په نامه ادره په دره آدم خيل کې د جوړیدونکو وسلو نندارتون جوړوي، تر څو د «ښکار او نخښه وشتلو په موخه» دغو وسلو ته د نړیوال بازار پام را واړوي.
انځور: DW/F. Khan د ټوپک او توفنچو تر څنګ په دره آدم خيل کې کارتوس یا مرمۍ هم ترلاسه کیدای شي. ډیري دغه کارتوس هم په سیمه ایزه کچه جوړیږي.
انځور: DW/F. Khan په دغو مارکيټونو کې د توفنچو سربیره اوتوماتیکې وسلې یا ماشيندارې هم جوړیږي. سیمه ایز کارګر ادعا کوي چې په دره ادم خيل کې جوړیدونکي اتوماتیکي وسلې د هر یوه بهرني هیواد له وسلو سره سیالي کولی شي.
انځور: DW/F. Khan د وسلو تر څنګ په دغو مارکيټونو او کارخانو کې د وسلو د ساتنې له پاره له چرم «څرمنې» څخه جوړ شوي پوښونه هم ترلاسه کیږي. د دې صنعت په برخه کې هم په سلګونو کسان مصروفه دي.
انځور: DW/F. Khan په دره آدم خیل کې پر جوړیدونکو وسلو په واضح ډول د «مډ اِن چاینا» یا چين ساخت لیکل شوي وي.
انځور: DW/F. Khan