د قرغزستان او تاجيکستان په سرحدي نښته کي ۱۳ کسان وژل سوي
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۰, جمعه![Kirgistan Manöver in Batken Region](https://static.dw.com/image/57383757_800.webp)
د قرغزستان د عامي روغتیا وزارت د جمعې په ورځ (۲۰۲۱م کال د اپريل ۳۰) اعلان وکړ چي د تاجيکستان په سرحد کي د پنجشنبې د ورځي تر نښتو وروسته په قرغزستان کي د وژل سوو کسانو شمیر ۱۳ ته لوړ سوی او ۱۲۱ تنه نور ټپیان سوي هم دي.
څه د پاسه ۱۰ زره کسان د سرحد په دواړو خواوو کي ډاډمنو سیمو ته انتقال سوي دي. لکه څنګه چي د «باتکن» په نامه سرحدي سیمه کي حکومت اعلان کړی، نوموړي کسان په عاجلو سرپناوو او یا هم د خپلوانو په کورونو کی ځای پرځای سوي دي.
د پنجشنبې په ورځ د قرغزستان او تاجکستان د سرتیرو ترمنځ نښته رامنځته سوه چي له کلونو راهیسي تر ټولو سخته نښته بلل کیږي. خو په مرکزي آسیا کي دواړه ګاونډي هیوادونه ډیر ژر پر یوه اوربند باندي توافق وکړ چي د قرغزستان په حواله د پنجشنبې له ماښام راهیسي عملي سوی دی.
وروسته بیا سرتیري خپلو پوستو ته ستانه سول. تاجيکستان ددغي هوکړي پخلی د جمعې د ورځي په سهار وکړ.
د پاتکن د سیمي یوه پولیس ویلي دي چي د شپې هم نښتو ادامه درلوده، خو د ورځي په شان شديدي نه وې. نه یوازي امنیتي ځواکونو، بلکي ملکي کسانو هم یو پر بل باندي ډزي کولې.
دواړي خواوي د ملامتۍ گوته يو بل ته نيسي. داسي ښکاري چی دغه نښتي یو څه وخت مخکي د ملکي کسانو ترمنځ د اوبو د ویش پر سر د اختلاف په نتیجه کي رامنځته سوي. وروسته بیا قرغزستان د خپلو معلوماتو له مخي د تاجيکستان یوه پوسته ونیوله.
په مرکزي آسیا کي دغه دواړه ګاونډي هیوادونه له لسیزو راهیسي سرحدي اختلافات لري. په ۱۹۹۱م کال کي د پخواني شوروي اتحاد څخه د استقلال تر اخیستو وروسته په وار وار سره د هغوی ترمنځ سرحدي شخړي رامنځته سوي.
د پنجشنبه په ورځ غیرمعمولي سختو نښتو ددغو هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو د ممکنه زیاتیدو په هکله اندېښنې نوري هم زیاتي کړي دي.
GP/NZ/AG