د هند سټار سپورټس، په نوم شخصي تلویزوني چېنل ویلي دي: «په ډیرې خواشینۍ سره موږ د ښاغلي ډین میرون جونز د مړیني خبر خپروو.» جونز دا مهال په ممبۍ کې وو.
د دغه رسنې په رپوټ کې وړاندې راغلي دي: «هغه په ناڅاپي د زړه دریدو له کبله مړ شوی. موږ د هغه له کورنۍ سره ژوره خواشیني څرګندوو او په دې سخت وخت کې یې ملاتړ ته چمتو یو.»
جونز له اتیایمی لسیزي څخه تر نویمې لسیزي پورې د آسترالیا له پاره ۵۲ ټیسټ او ۱۶۴ یو ورځنۍ لوبې کړي دي، چې په ۱۹۸۷م کال کې یې نړیوال جام هم ګټلی وو. هغه د آسترالیا یو له مشهورو لوبغاړو څخه وو.
د افغانستان د ملي لوبډلې لنډه مهاله روزونکی
د افغانستان د کریکټ بورډ ویاند له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې جونز د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې لنډ مهاله روزونکی هم پاتې شوی دی. جونز په ۲۰۱۷م کال کې د افغانستان کې د کریکټ د شپږیزه لیګ د سیالیو تبصره کوونکی هم وو.
اړونده موضوع: اکرام علي خیل د ټنډولکر ۲۷ کلن ریکارډ مات کړ
هغه د پاکستان د سوپر لیګ سیالیو کې د لوبډلو روزونکی هم پاتې شوی دی او د کریکټ د سیالیو د تبصرو له پاره یې هم ډیرو هیوادوو ته سفرونه کړي دي.
په ټولنیزو شبکو کې د کریکټ د دغه لوبغاړي او اوسني مبصر په مړینه ډیرو خلکو خپله خواشیني څرګنده کړې ده.
زموږ له آرشيف څخه:
د ۲۰۱۴م کال د آسیا جام په سیالیو کې افغانستان څلور لوبې وکړې. افغانستان ته پاکستان، سریلانکا او هندوستان ماتې ورکړه خو له بنگله دېش څخه يې بيا لوبه وگټله. د افغانستان بالران په دغو لوبو کې ښه وځلیدل.
انځور: Reutersافغانستان خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ مياشتي پر ۲۵ له پاکستان سره وکړه. افغانستان د ټاس یا پچي تر گټلو وروسته، پاکستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. پاکستان په ټاکلو شوو ۵۰ اوورونو کې ۲۴۸ منډې جوړې کړې.
انځور: Reutersد پاکستان د لومړني لوبغاړي تر سوځیدو وروسته نور لوبغاړي هم ډیر ژر ژر وسوځیدل، خو د سمیع الله شینواري له لاسه د عمر اکمل کیچ ولوېد چې دې کار د پاکستان له بخت سره یاري وکړه او عمر اکمل تر سلو زیاتې منډې جوړي کړې.
انځور: Dibyangshu Sarkar/AFP/Getty Imagesافغان لوبډله د ۲۴۹ منډو په تعقیب کې په ۱۷۶ منډو وسوځیده. خو په ټوله کې افغان لوبډله په دغو سیالیو کې ښه وځلیده. ځکه چې نوري څلور سره لوبډلي د بشپړ غړیتوب لرونکي هیوادونه دي او افغانستان د دوهمي درجې درلودونکی دی. په ۱۹۹۳م کال کې د پاکستان لوبډله د ویسټ انډیز په مقابل کې یوازې په ۴۳ منډو سوځیدلې وه. په دغه انځور کې عمر اکمل د سلیزي تر پوره کیدو وروسته خپله بریا لمانځي.
انځور: Reutersافغانستان خپله دوهمه لوبه د کوربه هیواد بنگله دیش پر وړاندي تر سره کړه. افغانستان لومړی بېټنگ وکړ او بنگله دېش ته یې د ۲۵۵ منډو هدف وټاکه.
انځور: Reutersکه څه هم په لومړي سر کې افغان لوبغاړي یو په بل پسې ژر ژر وسوځیدل خو اصفر ستانکزي ۹۱ او سمیع الله شینواري په دغه لوبه کې ۸۱ منډې جوړې کړې.
انځور: Reutersخو د افغان بالرانو پر وړاندي د بنگله دیش لوبغاړي ټینگ نه شول او دغه لوبه یې په ۳۲ منډو وگټله. شینواري او ستانکزي یوازي په وروستیو لسو اوورونو کې ۱۰۷ منډي جوړې کړې او په دې ترتیب سره یې د افغانستان په بریا کې ډیر لوی نقش ولوبوه.
انځور: Reutersافغانستان خپله دریمه لوبه له سریلانکا سره وکړه. سریلانکا د پچي تر گټلو وروسته خپله منډو جوړولو ته ملا وتړله. په لومړي سر کې د سریلانکا تکړه توپ وهوونکي د افغان بالران پر وړاندي ټینگ نه شول.
انځور: Munir Uz Zaman/AFP/Getty Imagesسریلانکا د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۳ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۵۴ منډو هدف وټاکه. افغانستان د ټولو لوبغاړ په سوځیدو سره په ۳۸ اوور کې ۱۲۴ منډې جوړې کړې. سریلانکا دغه لوبه په ۱۲۹ منډو وگټله.
انځور: Dibyangshu Sarkar/AFP/Getty Imagesد افغانستان د کريکټ بورډ د اجرائیوي رئيس ډاکټر نور محمد مراد، د وینا له مخي دا پخپله د افغانستان له پاره لویه بریا وه، چې د آسیا په جام کې ولوبیږي. د ۲۰۱۲م کال د جنورۍ میاشتي پر ۱۱مه نیټه د سریلانکا او جنوبي افریقا د لوبډلو تر منځ لوبه شوې وه. د سریلانکا ټوله لوبډله په ۴۳ منډو سوځیدلې وه.
انځور: Dibyangshu Sarkar/AFP/Getty Imagesافغانستان خپله څلورمه او وروستۍ لوبه له هند سره تر سره کړه. په لومړي سر کې افغان توپ وهوونکو تیزه لوبه پیل کړه خو د نوروز منگل تر سوځیدو وروسته، نور لوبغاړي هم یو په بل پسې ژر ژر وسوځیدل. د افغانستان ټول لوبغاړي په ۴۶ اوور کې وسوځیدل او هندوستان ته یې د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.
انځور: Reutersکه څه هم په لومړي سر کې داسې بریښده چې افغان توپ وهوونکي به دومره منډې و نه کړي خو بیا هم لوبه یې تر یوه ځایه ورسوله. د افغانستان د کرېکټ بورډ د اجرائیوي ریئس نور محمد د مراد په وینا یوه ستونزه چې دوی له پخوا څخه لا پوهیدل او اوس ورته لا په ښه توگه واضحه شوه، د بیټنگ یا توپ وهني برخي لا پسې پیاوړي کول دي.
انځور: Reutersد هند لوبډلې له پیله کراره لوبه پیل کړه. د نورو لوبو برخلاف دا وار افغان بالران په دې ونه توانیدل چې د هند لوبغاړي ژر ژر وسوځوي. هند د دوو لوبغاړو په سوځیدو سره په ۳۳ اوور کې ټاکلی هدف پوره کړ. د یادولو وړ ده چې هند د ۲۰۰۰م کال په اکتوبر میاشت کې له سریلانکا سره په لوبه کې یوازي ۵۴ منډې جوړې کړې وې.
انځور: Reuters