1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د اورښتونو له کبله د قربانیانو شمېر تر سلو اوښتی

۱۴۰۲ تیر ۳۰, جمعه

د پاکستان چارواکو ويلي دي چې په دغه هيواد کې د کابو يوې مياشتې سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله تر اوسه تر سلو ډېر کسان مړه شوي دي. زیاته شوې ده چې تر نيمايي ډېر قربانيان ښځې او ماشومان دي.

آرشيف انځور: پاکستان کې سخت سېلابونه
آرشيف انځور: پاکستان کې سخت سېلابونهانځور: Sajjad/Xinhua/IMAGO

پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی دی چې د سختو اورښتونو او سېلابونو لړۍ ښايي دوام پيدا کړي.

د طبيعي ناورينونو سره د مبارزې ملي ادارې چې انګلسي لنډیز یې «ان ډي ام ای» دی، ويلي دي چې د مړو شويو کسانو تر نیمايي ډېر يې د پنجاب ایالت دي چې د تیرې میلادي مياشتې په وروستيو کې یې د مون سون موسمي بارانونو له پېليدو راهېسې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

دغه ادارې زياته کړې ده چې د قربانيانو نيمايي ماشومان او ښځې دي. همدا شان ويل شوي چې د اورښتونو او سېلابونو له وجې تر ۱۸۰ ډېر کسان ټپيان شوي هم دي او تر ۱۵۰ ډېرو کورونو ته زيان اوښتی دی.

اړونده موضوع: پاکستان کې سېلابونه؛ ميندوارې روغتيايي خدماتو ته اړتيا لري

په دې ترڅ کې تر ټولو خونړۍ پېښه روانه اونۍ په اسلام آباد کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې د يوې لويي لاري د پله جوړيدو پر وخت د کارګرانو پر يوه استوګنځي ديوال راچپه شو. په دغه پيښه کي ۱۳ کسان مړه شول.

د هوا پيژندونکي صفدر سرفراز، په حواله په ټول پاکستان کې د شنبې او يکشنبې په ورځو د سختو اورښتونو د اوريدو امکان شته.

په پاکستان کې تېر کال هم د سېلابونو او په پايله کې یې د ناروغيو د خپريدو له کبله تر ۲۰۰۰ ډېر انسانان مړه شول. هغه مهال د دغه هيواد کابو يو پر درېمه برخه اوبو لاندې کړه او ۳۳ میليونه انسانان یې اغیزمن کړل.

اړونده موضوع: په پاکستان کې سېلابونه؛ حکومت له نړيوالو د مرستي غوښتنه کړې

پاکستان په نړۍ کې د کاربن ډایي اکسايد د يو سلنه اخراج له پاره مسئول دی خو دغه هيواد په هغو لسو هېوادونو کې شامل دی چې د اقليم د بدلون له کبله ډېر اغیزمنيږي.

ب. ص/ ن. ز

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب