1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کرمه کې د شخړې د قربانيانو شمير ۴۲ تنو ته لوړ شوی

۱۴۰۳ مرداد ۸, دوشنبه

د سيمه ایزو چارواکو په حواله له تېرو شپږو ورځو راهېسې روانو دې نښتو کې تر ۱۸۰ ډېر کسان ټپيان شوي هم دي. د شخړې او نښتو د له منځه وړولو هڅې تر اوسه بريالۍ شوې نه دي.

آرشيف انځور: د یوه بريد قربانيان روغتون ته ليږدول کيږي
د سيمه ایزو چارواکو په حواله له تېرو شپږو ورځو راهېسې روانو دې نښتو کې تر ۱۸۰ ډېر کسان ټپيان شوي هم دي.انځور: Getty Images

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ايالت د کرمې سيمې چارواکو ويلي دي چې د دوو قبيلو ترمنځ د ځمکې پر سر لانجې په ترڅ کې رامنځته شويو نښتو تر اوسه د نيږدې ۴۲ کسانو ژوند اخيستی دی او تر ۱۸۰ ډېر نور کسان ټپيان دي.

د سيمې د پوليسو د يوه غړي مرتضی حسين، په حواله د مدګي او مالي خيل قبيلو ترمنځ دا جګړه د چهارشنبې په ورځ هغه وخت پېل شوه چې يوه په وسله سمبال کس د کرهنیزې ځمکې پر سر د لانجې په اړه جوړې شوې جرګې باندې فېرونه وکړل. د ځمکې پر سر دا لانجه له څو لسیزو راهېسې روانه ده.

د نوموړي په حواله په دې پېښه کې تلفات نه وو اوښتي خو د دواړو قبيلو ترمنځ موجودو پخوانيو فرقه يي ترنګلتياوې ته هم لمن ووهله شوه او دې شخړې فرقه یي بڼه خپل کړه.

د خيبر پښتونخوا ایالت د کورنيو چارو وزارت يوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وويل: «په کرمه کې د حکومت په هلو ځلو اوربند شوی وو، خو د شپې ناوخته فېرونه بيرته پېل شول.»

د پاکستان په کراچۍ کې د مذهبونو تنوع او زغم لا هم ژوندی دی

03:05

This browser does not support the video element.

دغه چارواکي وويل چې د سيمه ايزو پوليسو په حواله له چهار شنبې ورځې راهېسې په روانو دې نښتو کې د وژل شويو شمير ۴۲ کسانو ته رسېدلی دی چې ټول نارينه دي. دا په داسې حال کې ده چې ۱۸۳ کسان ټپيان شوي هم دي چې ځينې يې ښځې دي.

په دې سيمه کې د قبيلو ترمنځ د شخړو پر وخت د ښځو، ماشومانو او کورونو د نه په نخښه کولو هوکړه موجوده ده.

د پاکستان دبشري حقونو کميسيون (اچ آر سي پي) ويلي دي چې د دې نښتو په ترڅ کې د زور زياتي له کبله «عام خلک ډېر زيانمن شوي دي» چې تګ راتګ یې درېدلی دی او ځیني لارې هم تړل شوي دي.

دې کمېسيون ويلي دي: «د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون د خیبر پښتونخوا له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د اوربند ټينګښت دې تضمين کړي. او ټولې لانجې که سرچينه یې د ځمکو پر لانجه او که فرقه ایزې شخړې وي، د ټولو ښکيلو اړخونو د استازو په ګډون د خيبر پښتونخوا د حکومت له لوري د مذاکراتو له لارې په سوله ایزه توګه حل کړي.»

پاکستان چې يو سني اکثريتي هېواد دی، زياتره وخت پکې شعيه مذهبه د توپيري چلند او زور زياتي ښکار کيږي. د کرمې سيمه د فدرال تر ولکې لاندې د پخوانيو قبايلي سيمو (فاټا) برخه او يوه نيمه خپلواکه سيمه وه. دا سيمه که څه هم چې د يو شمير نورو قبايلي سيمو په څېر په ۲۰۱۸م کال کې په خيبر پښتونخوا ایالت کې مذغم کړل شوې وه خو پوليس او امنيتي ځواکونه دلته زياتره وخت د قانون د پلي کولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ کيږي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب